انتونیو ګوتېرېش: ژوند ژغورونکو مرستو رسولو کې د ښځینه کارمنانو ونډه اړینه ده

انتونیو ګوتېرېش

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د ژوند ژغورونکو مرستو د رسونې په ګډون ددې ټولنې په چارو کې د ښځینه کارمنانو ونډه اړینه ده. انتونیو ګوتېرېش دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تېره اونۍ د ملګر ملتونو په ټولنو کې د افغان مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه.‌

د طالبانو دا ګام له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

انتونیو ګوتېرېش په یوه ټویټ کې لیکلي: "د حیاتي مرستو وړاندې کولو په ګډون زموږ د کارونو ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتونو ښځینه کارمنانې کاملا ضروري دي. په بشردوستانه پرېکړو کې د ښځو او نجونو غږ کم‌رنګ دی. خو کله چې دوی هم شاملې شي، پایله یې د ټولو لپاره پیاوړې ده".

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو د حقونو فعالانو هم ویلي طالبانو دغه هېواد د ښځو پر زندان اړولی دی.

دغه فعالان زیاتوي، په ملګرو ملتونو کې د ښخو د کار او فعالیت بندیز له نړۍ سره اړیکي کمزورې کوي.

ملګري ملتونه وايي، "د طالبانو د بندیز په غبرګون کې د ملګرو ملتونو ۳۳۰۰ کارمنان په کورونو کې پاتې شول".

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د پنجشنبې په ورځ یوه بېړنۍ ناسته کړې وه او ددغه بندیز د لغوه کولو غوښتنه یې وکړه.

د شنبې په ورځ اروپايي‌ ټولنې په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او خبرداری یې ورکړ چې له افغانستان سره په بشردوستانه مرستو به بیا غور وشي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې اغلې اوتونبایوا ویلي، د ملګرو ملتونو په تاریخ کې تر اوسه بل هیڅ رژیم هڅه نه ده کړې، ښځې یوازې د ښځولۍ له امله، په دغه سازمان کې له کار کولو منع کړي او دا چې د طالبانو دا پرېکړه پر ښځو، د ملګرو ملتونو پر اساسي اصولو او نړیوالو قوانینو برید ته ورته ده.

ملګرو ملتونو ویلي، دوی له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولی افغانستان کې کار وکړي او اړمنو کسانو ته اړینې مرستې ورسوي.

د دغه سازمان په خبره، ښځینه کارکوونکې یې په کلیوالي مرستندویه چارو او په ځانګړي ډول د اړمنو ښځو په پېژندنه او لاسنیوي کې اړین رول لوبوي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې هغو ۲۳ میلیونو اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو په لټه کې دي چې دمګړۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.