یوناما طالبانو ته: ښځې د تلپاتې سولې حیاتي برخه ده، پرضد یې تاوتریخوالی ودروئ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو او د باثباته او تلپاتې سولې راتلو د هڅو یوې حیاتي برخې په توګه سم لاسي ګامونه پورته کړي.
یوناما د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان له واکمنو چارواکو یې غوښتنه دا ده چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د ښځو ډېری بنسټیز حقونه محدود شوي یا لغوه شوي چې باید باید د ښځو د ځپلو کار پای ته ورسېږي.
په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پرضد د مبارزې ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل شوی دی.
ملګري ملتونه پخپله ویناپاڼه کې وايي، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د ښځو پر وړاندې د تاوریخوالي کچه پکې تر ټولو لوړه ده.
"افغان مېرمنو د جنیست پربنسټ له تاوتریخوالي د ژوندي پاکې کېدو لپاره همغږو، هر اړخیز او باکیفیته خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د پام وړ خرابۍ تجربه کړې دي، چې ددې خدماتو غوښتنه د پخوا پرتله لوړه ده."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي: "د افغان ښځو بنسټیز حقونه باید خوندي شي او د یوه داسې چاپېریال لپاره چې له هر ډول تاوتریخوالي پاک وي باید کوټلي ګاخمونه واخیستل شي".
د اوتنبایوا له قوله - چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره هم ده، په اعلامیه کې راغلي، د ښځو د حقونو ساتنه په افغانستان کې د ثبات، سوکالۍ او تلپاتې سولې لپاره یو مهم عامل دی.
دا وايي، د سخت بشري او اقتصادي کړکېچ له کبله ښځې د زکړو، عامه ژوندن کې د برخې اخیستو له ګڼو محدودیتونو سره مخامخ شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو استازې الیسون ډیویډیان ویلي، وینو چې هره ورځ د ښځو او نجونو پر وړاندې د هغوی په کورونو، او په هغو ځایونو کې چې د کار اجازه لري، تاوتریخوالی د عادي کېدو پر لور درومي.
اروپايي ټولنه: طالبانو حکومت له ښځو سره د زور زیاتي مخنیوي ټولې لارې تړلې دي

د عکس سرچینه، UN
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې تورن کړی دی چې له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوی ټولې لارې یې تړلي دي.
اروپايي ټولنې دا خبره نن د ښځو په وړاندې د زور زیاتې د له منځلو وړلو د ورځې په مناسبت یوه بیان کې کړې ده.
ملګرو ملتونو ددې ورځې به مناسبت ویلي د جنسیت له مخې له ښځو سره تاوتریخوالی د نړۍ په کچه د بشري حقونو تر ټولو پراخه سرغړونه ده.
د همدې ورځې په مناسبت اروپايي ټولنې یوه بیان کې ویلي له نجونو او ښځو سره زور زیاتی نړۍ کې ډېر پراخ دی، په ۲۱ پيړۍ کې د منلو نه دی او نړۍکې له هرو پنځو ماشومو نجونو یوه یې د جنسي ځورونې ښکار کېږي.
دې بیان کې د افغانستان یادونه هم شوې ده او ویل شوي چې طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو خوندي کولو ټول هغه میکانیزمونه له منځه وړي چې تېرو شلو کلونو کې رامنځته شوي وو.
د تېر کال اګست میاشت کې واک ته د طالبانو بیا رسېدو سره هغه ټول پرمختګونو یا له منځه یوړل شول او یا له جدي ننګونو سره مخ دي چې تېرو کلونو کې تر لاسه شوي وو. نجونې له ثانوي زدکړو را ګرځول شوې او په ډېر برخو کې د کار حق هم ترې اخیستل شوی.
په تېرو څو ورځو کې ظاهرا داسې ښکاری چې په درو د ښځو وهل هم مخ په زیاتېدو دی. تر ټولو وروستۍ پېښه لوګر کې رامنځته شوې.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ غړې او د اوتاوا پوهنتون استاده شبنم صالحي وايي د افغان ښځو پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه داده چې له دوی سره د جنسیت له مخې توپیري چلن کیږي.
خو د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ بیا وايي هغه څه چې اوس افغانستان کې مېرمنو او نجونو سره کیږي، طالبان به یې لوړه بیه پرې کړي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
''په افغانستان کې نه یوازې د ښځو، بلکې د ټولو افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي او په دې برخه کې ښځې زیاتې زیانمنې شوې دي. که طالبان همداسې مخته لاړ شي، سره له دې چې په سیاسي انزوا کې دي، د افغانستان له خلکو او په ځانګړې توګه له ښځو سره دا دښمني به دوی ته اوس هم او په راتلونکي کې ستونزمنې لانجې جوړې شي. ''
له عمومي پارکونو د ښځو منع کولو په ګډون د طالبانو تازه او پخوانیو بندیزونو نړیواله ټولنه تر پخوا لا ډېره اندېښمن کړې. دې لړ کې د بشري حقونو د څار سازمان یوه تازه بیان کې له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو ټول بندیزونه لېرې کړي.
خو طالبان وايي د ښځو حقونو ته ژمن دي او د زدکړې او کار لپاره یې د ښو شرایطو رامنځته کولو هڅه کوي.
بل لور له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړی. دا کمپاین د یووالي تر سرلیک لاندې پیل شوی.
ملګرو ملتونو د جنسیت پر بنسټ زور زیاتی نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو پراخه سرغړونه بللې ده. ملګري ملتونه وايي د کورونا وبا له پیله ۴۵ سلنه ښځو ویلي چې دوی په خپله یا هغه مېرمنې چې دوی یې پېژني له یو ډول زور زیاتي سره مخامخ شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه راز ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ په کارولو ښځې او نجونې د تاوتریخوالي او توپيري چلن له یوه نوي ډول سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتوګوتیریش له ښځو سره بیلابیل ډول زور زیاتیو ته په اشارې غږ کړی چې د دې ستونزې مخنیوي لپاره چې دبشریت نیمايي وګړي ورسره مخامخ دي، عملي ګامونه واخلي. هغه له حکومتونو غوښتي چې دې برخه کې ملي پلانونه جوړ او عملي کړي.
نوموړي د پریکړو په کچ کې په بنسټیزه توګه د مدني ټولنو د ښکیلولو غږ کړی.
انتونیو ګوتیرش پر حکومتونو غږ کړی چې تر ۲۰۲۶ کال پورې د ښځو د حقونو سازمانونو او خوځښتونو ته ۵۰ سلنه بودیجه زیاته کړي. نوموړي ویلي په هرو ۱۱ دقیقو کې، یوه ښځه یا نجلۍ د خپل نږدې ملګري یا د کورنۍ د غړي لخوا وژل کېږي.









