پر ښځو طالب بنديزونه؛ اندېښنې په زياتېدو دي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان له واکمنانو وغوښتل چې له دوی سر د ښځو پر کار د بندیز فرمان ژر تر ژره لغوه کړي ځکه وايي دا تبعیض او د بشري حقونو له نړیوال قانون سرغړونه ده.
هغه وویل، "د ملګرو ملتونو د عملیاتو او کار لپاره له دوی سره د ښځو کار اړین" وو.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک تر لاسه کولو راهیسې د ښځو پر ازادیو په زیاتېدونکي ډول محدودیتونه لګولي دي.
د طالبانو حکومت له خوا سملاسي څه نه دي ویل شوي چې ولې دغه حکم صادر شوی دی. دې بندیز کې د ملګرو ملتونو بهرنۍ ښځینه کارکونکې نه راځي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلکو ته چې له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ دي، د بشري مرستو رسولو لپاره کار کوي.