انتونیو ګوتېرېش: افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو فعالیت مخنیوي پرېکړه د زغملو وړ نه ده
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د دغه سازمان اړوند ادارو کې د ښځو پر کار وروستي بندیز ته په تازه غبرګون کې ویلي، د طالبانو دا پرېکړه د بشر له لومړني حقه سرغړونه او د زغملو وړ نه ده.
ښاغلي ګوتېرېش پر خپله ټوېټر پاڼه پر طالبانو غږ کړی چې دا پرېکړه دې یې سملاسي بېرته واخلي او ټول هغه اقدامات دې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو د کار، زدکړې او حرکت ازادي محدودوي.
ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ویلي، د نړیوالو قوانینو له مخې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ښځو پر کار بندیز غیر قانوني او د دغه سازمان له خوا د منلو نه دی.
د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا به د دوی د اعتراض رسولو او د دوی په سازمان کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړې د سملاسي لغوه کولو لپاره تر ممکنه کچې لوړپوړو طالب چارواکو سره اړیکه ونیسي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ملګرو ملتونو د طالبانو حکومت دغه پرېکړه د ښځو پر وړاندې قصدي دوه ګوني چلند ته ورته ګڼلې ده.
یوناما ټینګار کړی د طالبانو دا پرېکړه به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل او له هغو اړمنو افغانانو سره چې دمګړۍ بې مخینې انساني کړکېچ سره مخامخ دي، د دوی پر لاسنیوي اغېز وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې اغلې اوتونبایوا ویلي، د ملګرو ملتونو په تاریخ کې تر اوسه بل هیڅ رژیم هڅه نه ده کړې، ښځې یوازې د ښځولۍ له امله، په دغه سازمان کې له کار کولو منع کړي او دا چې د طالبانو دا پرېکړه پر ښځو، د ملګرو ملتونو پر اساسي اصولو او نړیوالو قوانینو برید ته ورته ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو ویلي، دوی له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولی افغانستان کې کار وکړي او اړمنو کسانو ته اړینې مرستې ورسوي.
د دغه سازمان په خبره، ښځینه کارکوونکې یې په کلیوالي مرستندویه چارو او په ځانګړي ډول د اړمنو ښځو په پېژندنه او لاسنیوي کې اړین رول لوبوي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې هغو ۲۳ میلیونو اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو په لټه کې دي چې دمګړۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.











