څېړنه: له درملنې سره هم د هغو خلکو شمېر مخ په کمېدو دی چې له سرطان ناروغۍ ژوندي پاتې کېږي

د عکس سرچینه، SCIENCE PHOTO LIBRARY
د فبرورۍ څلورمه د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ ده. ام سلطان چې د تخمدان سرطان درلود خپله درملنه یې وکړه. نوموړې په اردن کې پر خواله رسنیو کې مشهوره څېره ده.
دا ډېری وخت د تخمدان د سرطان په اړه معلومات خپروي.
دا پخپله په وروستیو کې به همدې ناروغۍ اخته شوې وه او درملنه یې درې کاله وځنډېده.
د یوې څېړنه پربنسټ، د هغو خلکو په شمېر کې چې له سرطان ناروغۍ ژوندي پاتې شوي، د ښه والي کچه د پام وړ کمه شوې ده.
د بریتانیا د سرطاني څېړنې یو راپور وايي چې د پرمختګ کچه په ۲۰۰۰م کال کې د ۲۰۱۰م کال پرتله پنځه برابره چټکه وه.
وايي چې د څېړنې لپاره د کافي بودیجې نشتوالی په لویه کچه لوی لامل ګڼل شوی.
په هر حال، راپور دا هم موندلې چې په بریتانیا کې له سرطان سره د ناروغ د یوې لسیزې یا ډېرې مودې لپاره ژوندي پاتې کېدو احتمال ترټولو لوړ دی، چې دا کچ په ۲۰۱۰-۱۱ کې له ۴۷٫۹٪ څخه په ۲۰۱۸ کې ۴۹٫۸٪ ته لوړ شوی.
دا د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې شاوخوا څلورمه برخه (۲۴٪) پرتله کوي.
دا په یوه لسیزه کې لومړی ځل دی چې خیریه موسسې په بریتانیا کې له سرطان سره د ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو عمومي ارقام خپروي.
د سینې، کولمو او رحم د سرطان لپاره د سکرینینګ پروګرامونه په کال کې له ۵٫۰۰۰ څخه د زیاتو ژوند ژغورلو اعتبار لري.

څېړنې د مخنیوي، تشخیص او درملنې په برخه کې د پرمختګ لامل هم شوی.
مګر راپور اټکل کوي که په راتلونکو لسو کلونو کې د څېړنې لپاره د حکومتي لګښتونو کچه وساتل شي، نو د یو میلیارد پونډو څخه ډېر تمویل تشه به رامنځ ته شي، چې دا کولی شي "نور طبي پرمختګونه په خطر کې واچوي".
په بریتانیا کې د سرطاني څېړنو د معلوماتو مشر جان شیلټون وویل: "دا راپور موږ ته ښیي چې انګلستان چېرته ښه کار کوي او چېرې موږ د ناروغانو لپاره په ښه والي تمرکز کولو ته اړتیا لرو، دلته مثبت اړخونه شته - سکرینینګ واقعا اغېز لري او د سرطان له کبله د مړینې کچه راټیټه شوې ده.
"که څه هم د پرمختګ لپاره ډېری ساحې شته، د سرطان بقا په چټکۍ سره وده نه کوي. خلک د تشخیص او درملنې پیل کولو لپاره ډېر اوږد انتظار کوي، د سرطان د انتظار وخت هدفونه په دوامداره توګه له لاسه ورکوي او موږ د نورو سرطانونو مخنیوي ته اړ یو."
راپور وايي چې سګرېټ څکول په برتانیا کې د سرطان تر ټولو لوی لامل دی، چې هره ورځ په دې هېواد کې له کبله ۱۵۰ پېښې کېږي.
په ورته وخت کې، چاغښت او ډېر وزن په انګلستان کې هر کال د سرطان شاوخوا ۲۲٬۸۰۰ پېښې رامنځته کوي او د ۱۳ مختلفو ناروغیو لپاره د خطر فکټور جوړوي.
د بریتانیا د سرطان څېړنه وايي چې د دې هېواد لپاره باید د "سرطان ملي شورا" جوړه شي چې حکومت، ساینسپوهان او خیریه موسسې سره یوځای او د سرطان لس کلنه ستراتیژي جوړه کړي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
دا وايي چې تر ۲۰۴۰ کال پورې اټکل کېږي چې په بریتانیا کې هر کال د سرطان ۵۰۰٫۰۰۰ نوې پېښې تشخیص شي - په لویه کې د مخ په زیاتېدونکي نسل او بوډا نفوس د ډېرېدا له کبله.
مګر په تېره لسیزه کې په انګلستان کې شاوخوا څلورمه برخه سرطانونه د بېړني حالت په توګه تشخیص شوي – او هغه سرطانونه چې لومړی له دې لارې پېژندل شوي ډېر احتمال شته چې د ناروغۍ وروستي پړاو کې وي او د دوی درملنې پر غوراوي اغېز کوي.
د بریتانیا د سرطان څېړنه وايي چې په څېړنه کې د هر یوه لګول شوي پونډ لپاره ۲ اعشاریه ۸۰ پونډه اقتصادي ګټې رامنځ ته کوي.
د روغتیا د څانګې یوه ویاند وویل: "موږ د دې خبر هرکلی کوو چې ریکارډ شمېر خلک د اوږدې مودې لپاره له سرطان څخه ژوندي پاتې دي، په داسې حال کې چې خلک دمخه تشخیص شوي او د روغتیا ملي اداره په تېرو دوو کلونو کې د سرطان ناروغانو ریکارډ شمېر درملنه کوي.
"خو موږ پوهېږو چې لا نور کار ته اړتیا ده.
"موږ کار کوو چې د سرطان خدماتو ته لاسرسی ګړندی او ساده کړو. موږ د تشخیص ګړندي کولو لپاره ۲٫۳ میلیارد پونډه پانګونه هم کړې او په انګلستان کې یې ۱۵۳ د تشخیص ټولنیز مرکزونه پیل کړي."











