له سرطان ناروغۍ رغېدلي 'د زړه ناروغۍ لوړ خطر لري'

.

د عکس سرچینه، Getty Images

یوې نوې څېړنې موندلې، په سرطان له هرو ۱۰ اخته کسانو څه باندې یو کس د سرطان ناروغۍ له کبله نه، بلکې د زړه او د رګونو د بندېدو له امله مري.

د اروپا د زړه ناروغیو اړوند مجلې پر ۳ میلیون امریکايي ناروغانو څېړنه کړې، چې په ۴۰ کلونو کې یې د سرطان ۲۸ ډوله بېلابېلې ناروغۍ لرلې.

څېړونکي وايي، له سرطان ناروغۍ د ژغورل شویو کسانو د شمېر ډېرېدل په دې معنا دي چې ناروغ باید تر ډېره د زړه ناروغۍ او د وینې رګونو ته پام وکړي.

برتانوي کارپوهان وايي، ډاکټران باید د خپلو ناروغانو ډېره څارنه وکړي او په اړه یې ډېر معلومات ولري.

د څېړنې له مخې، په سرطان ناروغۍ له اخته ۳٫۲۳ میلیون ناروغانو ۳۸ سلنه یې د سرطان له کبله مړه شوي، ۱۱ سلنه نور د زړه د ناروغۍ او د وینې د رګونو د ستونزو له کبله.

له نژدې څارنه

له سرطان د ژغورل شویو هغو کسانو کچه - چې د زړه د ناروغۍ او د رګونو اړوندو ناروغیو له کبله مړه شوي- تر ډېره په مثانه، ستوني او پروسټاټ، رحم، کولمو او تیو کې ناروغي لري.

څېړنه وايي، تر ډېره د سرطان ناروغۍ لرونکي کسان "تل له لوی خطر سره مخامخ وي."

د امریکا پنسلوانیا ایالت یو ډاکټر نیکولاس زورسکي چې ددې څېړنې څارونکی دی، وايي په خطر پوهېدل ښايي له ناروغانو سره د اوږدمهال لپاره مرسته وکړي چې صحي ژوند وکړي.

دی وايي، په خطر د پوهېدو د کچې لوړوالی په سرطان له اخته کسانو سره مرسته کوي چې د خپل ژوند په اړه لا ډېر ښه فکر وکړي، "نه یوازې ددې لپاره چې د زړه د ناروغۍ او د رګونو د ستونزو په اړه ځان ښه پوه کړي، بلکې په دې هم ځان وپوهوي چې سرطان ناروغي یې بیا راونه ګرځي."

په برتانیا کې د سرطاني ناروغیو د مرکز د معلوماتو مشر مارټن لیډویک وايي: "ډاکټران باید پر دې بحث ښه پوه وي، ځکه چې د سرطان ناروغان له درملنې وروسته نژدې څارنې ته اړتیا لري".