"د پوستکي سرطان درملنه شونې ده"

د عکس سرچینه، Huw Evans picture agency
په برېتانیا کې ډاکټران وايي، د پوستکي خطرناکه سرطاني ناروغۍ چې لسیزه وړاندې یې درملنه ناشونې وه خو اوس ۵۰ سلنه خلک ترې خوندي کېدای شي.
لس کاله مخکې د پوستکي په دې سرطاني ناروغۍ چې په شلو کې یو ترې تر پنځو کالو پورې خوندي پاتې کېده او نور یې له څو میاشتو وروسته مړه کېدل.
خو یوې طبي څېړنې وښوده چې ۵۲ سلنه خلک کولی شي د بدن په دفاعي سیسټم کې د زهري درملو کارولو سره لږترلږه پنځه کاله ژوند وکړي.
د ډاکټرانو په وینا په دې درملنه کې په چټکۍ پرمختګ شوی دی.
په انګلستان کې میلانوما یا د پوستکي سرطان پنځم عام سرطان دی چې له امله یې هرکال کابو ۲۳۰۰ تنه مري.
که په لومړیو مرحلو کې یې درملنه وشي نو د ناروغ د رغېدو شونتیا یې روښانېږي، خو که دا سرطان ډېر خونړۍ شي او په بدن کې خوره شي کوم ته چې (میټاسټیټک) ویل کیږي نو د رغېدو هیلې یې کمې وي.
د رایل مارسډن اېن اېچ اېس بنسټ پروفیسر جیمز لارکن وايي"پخوا د پوستکي د سرطان درملنه لا علاجه بلل کېده."
هغه وویل: "د سرطان د درملنې د پوهانو په فکر د پوستکي سرطان له نورو سرطانونو څخه ځانګړی دی او که خپور شي نو درملنه یې ناممکنه ده."

د عکس سرچینه، Getty Images
که پرې د اخته ناروغ درملنه وشي نو له ۶ میاشتو څخه تر ۹ میاشتو پورې ژوندي پاتې کېدای شي.
په طبي ازموینه کې څه مخې ته راغلل؟
په طبي څېړنه کې پر دوو معافیت لرونو درملو ازموینه وشوه هغه څه چې د بدن د معافیت ځواک لوړوي او بیا پر دې سرطاني ناروغۍ برید کوي.
په طبي ازموینه کې ۹۴۵ ناروغانو ګډون کړی و چې یو پر درېیمه کس ته "نیوولووماب" او بل یو په درېیمې ته "اپیلیموماب" ورکړل شوي په داسې حال کې چې دریمه برخې ته دواړه درمل ورکړل شوي وو.
بیا ډاکټران تر پنځو کلونو تم شول او هغه ناروغ یې څاره چې له ۵ کلونو زیات ژوندی پاتېږي.
ددې طبي ازموینې پایلې دا وې:
- ۲۶ سلنه هغه خلک له پنځو کالو زیات چې یوازې 'ایپیلیموماب' یې اخیستې وي ژوندي پاتېدای شي.
- ۴۴ سلنه هغه خلک لا هم ژوندي دي کومو چې یوازې 'نیوولوماب' اخیستې وي.
- ۵۲ سلنه هغه خلک تر اوسه لا ژوند کوي چې دواړه یې اخیستې وي.

د عکس سرچینه، PAM SMITH
پروفیسر لارکن بي بي سي ته وویل: "په دومره کم وخت کې دومره پرمختګ د حیرانتیا خبره ده."
هغه زیاته کړه: "دا د یوه رنځ په درملنه کې یو ډېر غیرمعمولي بدلون دی چې فکر کېږي د سرطان په ټولو ډولونو کې د درملنې او تشخیص ترټولو ستونزمن کار دی."
ناروغ څه وايي؟
د رایل ټنبرج ویلز ۶۷ کلنه پام سمت له ۲۰۱۴ میلادي پر دې طبي ازموینې پیل وکړ.
هغې ته ویل شوي و چې ستا د سرطان درملنه ناشونې ده. ددې په وینا له دې سره د ایمینوترابي پرته بله د درملنې لار نشته.
هغې له هرو دوو اونیو وروسته تر ۴ میاشتو پورې درمل ورکول کیدل خو دا درملنه دومره سخته شوه چې دوام یې نه شوای ورکولی.
له درملنې وروسته، د هغه معافیت نیمایي ته راټیټ شو او لا ډېر شوی نه دی خو اوس ښه احساس لري.
نوموړې بي بي سي ته وویل: "ما داسې فکر کاوه چې نور به خپل لمسیان ونشم کتلی، له دې پېښې څه باندې پنځه کاله تېرېږي، خو زما لمسیان اوس ۶ کلن کېږي."












