د خیبرپښتونخوا د کوهاټ تانده ډېم کې د کښتۍ اوښتلو مرګونې پېښه؛ د ۵۰ ماشومانو مړي را ایستل

د خیبرپښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ په تانده بند کې د ډوبو شوو ماشومانو د مړو لټون لا هم روان دی او چارواکي وايي چې نن يې تازه شل نور مړي هم را ایستلي.

په دې ډول په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ ته ورسېد.

په دې پېښه کې د ۱۷ وژل شوو ماشومانو مړي چې د یوې مدرسې زدکوونکي وو پرون دوشنبه خاورو ته وسپارل شول.

په خیبر پښتونخوا کې چارواکي وايي د یوې ديني مدرسې یو شمېر زدکوونکي تانده بند کې د تفریح په حال کې وو چې کښتۍ یې چپه شوه.

له دې پېښې یوازې اووه ماشومان ژوندي ووتل او د پاتې نورو ډوبو شویو ماشومانو د مړو لټون له دریو ورځو راهیسې روان دی.

د دې سیمې ډېری خلک ښه لامبو کولی شي.

ټولنیز مرستندوی شاه محمود هم یو له دغو کسانو دی. کله چې هغه د مدرسې د زدکوونکو د کښتۍ په چپه کېدو خبر شو نو ځان يې د پېښې ځای ته ور ورساوه او په مرسته کې يې ګډون وکړ.

شپږ - اووه ماشومان به يې را ایستلي وو چې متوجه شو چې خپل زامن یې هم په ډوبو شوو کسانو کې دي.

د شاه محمود دوه زامن، څلور ورېرونه، دوه د کاکا زامن او یو بل خپلوان هم په دغه کښتۍ کې سپاره وو.

خو دی ترې خبر نه و خبر.

شاه محمود بي بي سي ته ویلي کله چې يې لومړی ځل بند ولید د ماشومانو سرونه ښکارېدل او لاسونه يې خوځول.

دی وايي اوبو ته يې ورټوپ کړ او لږ وروسته یې اووه ماشومان را وایستل.

د نوموړي په وینا کله چې را بهر شو پولیسو د ماشومانو لست ورکړ چې په غور يې ولوست نو د خپل زوی نوم يې هم پکې ولید او پلرونو په کتار کې یې پر خپل نوم هم سترګې ولګېدې.

شاه محمود وايي، له هغې وروسته يې د خپل دویم زوی نوم ولید، حالت یې بدل شو. له هغې وروسته يې د ورېرونو او او د کاکا د زامنو په نامه هم سترګې ولګېدې.

شاه محمود وايي یو زوی یې کابو څلور نیم کلن او بل یې نږدې اته کلن دی او ورېرونه يې هم څلور تر پنځو کلونو عمرونه لري.

د دغو ماشومانو د ډېرو وروڼه او پلرونه د خپلو ماشومانو د لټون عملیاتو ته بند ته ور ټول شوي او په وارخطایۍ انتظار باسي.

دولت خان چې د بند تر خوا ولاړ و او نارې يې وهلې چې ولې د ننوتو اجازه نه ورکوي، وايي دوه زامن يې په دې کښتۍ کې وو چې لا هم نه دي موندل شوي.

دولت خان وايي اوس یې د زامنو له ژونده تمه ختلې خو باید پیدا شي چې مور ته یې ور وړي چې سکون يې وشي.

ویل کېږي چې په دې بند کې هېڅ لامبوزن او یا هم د بېړنۍ مرستې کوم تیاری نشته.

د ورڅېرمه کلي یوه مخور مشر بي بي سي ته ویلي، په هر کور کې ویر دی.

دی وايي د یو کليوال یې موسی خان چې په دوبۍ کې کاریګر دی، دوه زامن په دې ديني مدرسه کې په زدکړو بوخت وو او دواړه یې ډوب شوي.

دی وايي چې موسی خان کله خبر شو نو کلي ته راغی خو زامن يې لا نه دي پیدا شوي.

د هغه په وینا یو بل ګاونډی یې په سعودي کې مسافر دی چې څلور لوڼې او یو زوی یې درلود چې اوس يې هماغه یوازینی زوی هم ډوب شوی.

ځايي خلکو دوشنبه لاریون هم وکړ او د کوهاټ د مرستیال کمیشنر د لیرې کولو غوښتنه يې وکړه.

دوی وايي هغه د دې پېښې پر مهال معیاري عملیات او اقدامات ونکړل.

ځايي اوسېدونکو د چارواکو د مجازات لپاره د څېړنو غوښتنه هم کړې.