تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سري لنکا: له کیمیاوي موادو ډکه بېړۍ ډوبېږي او د بحران وېره یې رامنځته کړې
د سري لنکا ساحل ته څېرمه له کیمیاوي موادو ډکه بېړۍ ډوبېږي او ورسره د چاپېریال یوه بحران وېره رامنځته شوې ده.
دغه ایکس - پریس پېرل نومې بېړۍ په سنګاپور کې ثبت شوې، دوې اونۍ مخکې اور واخیست.
که دا ډوبه شي د نفتو له زېرمو یې ښايي سلګونه ټنه تېل سمندر ته توی شي چې له کبله به یې سمندري ژویو ژوند له سخت خطر سره مخامخ شي.
له تېرو څو ورځو راهیسې د سري لنکا او هند سمندري ځواکونو هڅه کوله په بېړۍ کې لګېدلی اور ووژني او له ماتېدو یې وژغوري.
خو د کولمبو ښار ته څېرمه سمندر کې دغه عملیات د مون سون (پشکال) د چټکو بادونو له کبله له ستونځو سره مخامخ وو.
د سري لنکايي سمندري پوځ ویاند کپتان اندیکا سلوا بي بي سي ته وویل:
''بېړۍ ډوبېږي. ماڼوګان هڅه کوي له ډوبېدو مخکې بېړۍ د سمندر ژورو ته ټیل وهي چې سمندري ژویو ته یې ډېر زیان و نه رسېږي، خو د بېړۍ شاتنۍ برخه په اوبو کې بهېدلې ده. ''
د چاپیریال چارو کارپوه ډاکتر اجنتا پریرا بي بي سي ته وویل، چې ''د بېړۍ ډوبېدل تر ټولو ناوړه حالت دی. ''
نوموړې وايي:
''له ټولو خطرناکو توکو سره لکه نایټریک ایسډ، او دا نور ورته توکي او بیا په بېړۍ کې پراته تېل... دا به اصلاً د سمندر بېخ ټول ککړ کړي. ''
ډاکتره پریرا وايي، د ژور سمندر پر لور د کښتۍ له ټېل وهلو مخکې باید لامبوزن استول شوي وای، چې د بېړۍ بېخ حالت یې معاینه کړی وای.
نوموړې زیاتوي د سیمې سمندر کې به د چاپېریال ستونځه پر ځای پاتې شي.
سري لنکا چارواکي په دې باور دي چې په بېړۍ کې اور د نایټریک اسيډ تویېدوله کبله لګېدلی و او په دې هکله د بېړۍ عملې د مې میاشتې له ۱۱ راهیسې معلومات درلودل.
په بېړۍ کې نژدې ۲۵ ټنه دغه ډول تېزاب بار و چې د چاودېدونکو توکو او د کیمیاوي سرې په تولید کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
ایکس پریس شپنګ نومې کمپنۍ چې د دې بېړۍ ملکیت لري تاییدوي چې د بېړۍ عملې د کیمیاوي موادو تویېدو په هکله معلومات درلودل، خو په وینا یې هند او قطر دواړو له بېړۍ د نه وتلو ورته ویلي و، چې له کبله یې اور ولګېد.
ځايي خلکو له دې کبله غوسه پارېدلې چې د دوو هېوادونو له لوري خپلو اوبو ته د دې بېړۍ ننوتو اجازې د ورکولو له انکار وروسته سري لنکا ولې خپل سمندر ته پرې ایښې وه.
دغه ۱۸۶ متره اوږده بېړۍ د مې پر ۱۵ مه د هند له حاضره نومې ساحله ووته چې ۱۴۸۶ کانتینرونه پکې بار وو. د دې تر څنګ دې بېړۍ په بار کې نایټریک اسیډ او یو شمېر نور کیمیاوي مواد هم و.