تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې 'سلګونه کډوال وژل ' شوي
ویل کېږي، چې ښايي د لیبیا سمندرغاړو ته نژدې د کښتیو ډوبېدو پېښه کې تر ۲۰۰ پورې کډوال سمندر کې ډوب شوي وي.
دغه معلومات د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویاندې کارلوټا سامي د هغو ژغورل شویو کسانو له قوله ورکړي چې د ایټالیا لامپیدوسا نومې ټاپو ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د ۱۲ کسانو مړي موندل شوي دي. د کډوالو نړیوال سازمان ویاند لیونارد ډوایلي وايي، د سږ کال اوږدو کې د میدیترانې سمندر له خطرناکې لارې د تېرېدو پر مهال نژدې ۴۲۰۰ کډوال کسان وژل شوي دي.
بل لور ته ملګري ملتونه وايي، کېدای شي ۲۰۱۶ کال د کډوالو لپاره د لارو اوږدو کې د اوښتو تلفاتو له کبله تر مخکینیو هغو ډېر خونړی کال ثابت شي.
د سږ کال له پیله تر اوسه د پروسږ کال د نژدې یو میلیون کسانو پرتله ۳۳۰ زره ډېر کډوال له دغې سمندرې لارې تېر شوي دي.