تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د "ترهګرو ډلو" پر ضد د بېړنيو ګامونو اخيستو غوښتنه کړې
په پاکستان کې د امنيتي پېښو له زياتېدو سره هممهاله د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د "ترهګرو ډلو" په خلاف د بېړنيو او موثر اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په خپل اوونيز کنفرانس کې وويل، دوی "د افغانستان له چارواکو غواړي چې د ترهګرو ډلو مشران پاکستان ته وسپاري."
د پاکستاني رسنيو د راپور پر بنسټ اغلې بلوڅ وويل، پاکستان له افغانستان څخه د "ترهګرۍ" د راولاړېدونکي ګواښ په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تازه غوښتنو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې يې په ځلونو د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې چې ګنې د پاکستاني طالبانو تحريک غړي يا مشران دې افغانستان کې وي رد کړې دي.
وړاندې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې ويلي وو، غوښتنه يې دا ده چې په پاکستان کې کېدونکې امنيتي پېښې دې په افغانستان پورې نه تړل کېږي.
د يادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بيا ځلې واکمنۍ وروسته افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ اړیکې ترينګلې شوې دي.
د اړيکو د ترينګلتيا يو مهم لامل پاکستاني طالبان بلل کېږي چې پاکستان ادعا کوي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خوندي پټنځايونه لري او له هغه ځايه په پاکستان بريدونه کوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت، ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ګڼي او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې بې بنسټه بولي.