تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت سرحدونو وزیر: له پاکستان سره "رسمي سرحد نه لرو"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري وايي، له پاکستان سره "رسمي سرحد" نه لري.
د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي دا څرګندونې تورخم ته د سفر پرمهال کړې دي. ښاغلی نوري زیاتوي حکومت یې هڅه کوي چې له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو لپاره په افغانستان کې "سهولیتونه برابر کړي."
ملا نوري چې د طالبانو په تېر حکومت کې هم مهم چارواکی بلل کېده وايي: "...پاکستان سره موږ فرضي ډېورنډ کرښه لرو، موږ له دوی سره کوم رسمي سرحد نه لرو، موږ له دوی سره خپله صفري نقطه نه لرو، زموږ او د دوی مابین [ترمنځ] یوه فرضي کرښه ده."
د پاکستان له جوړېدو وروسته، په افغانستان کې تر اوسه هېڅ نظام دغه کرښه د رسمي پولې په ډول نه ده منلې. د افغانستان د هر حکومت واکمن ټینګار کوي چې د دغې کرښې په اړه پرېکړه باید دواړو غاړو ته پراته خلک وکړي، نه حکومتونه.
خو پاکستان ډیورڼد رسمي کرښه ګڼي او دا تېرو کلونو کې یې سلګونه کیلومتره اغزن تار هم پرې غځولی دی.
تورخم دروازه او د پاکستان د پوځ مشر څرګندونې
تورخم دروازه تېره اوونۍ د لویو ګاډو پر مخ له لسو ورځو تړل کېدو وروسته پرانیستل شوه چې له امله یې دواړه غاړو ته سلګونه لویې لارۍ تېرېدو ته انتظار وې.
ښاغلي نوري چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني هم ورسره و، ټینګار کاوه چې د دغه ډول ستونزو د حل لپاره "تل متوجه یوو."
د ۲۰۲۴ له اکټوبر راهیسې چې پاکستاني چارواکو له خپل هېواده د "بې اسنادو" افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، اوس څه باندې ۵۰۰ زره افغانان افغانستان ته ستانه شوې دي.
د طالبانو د سرحدونو و زیر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر چې په دغه هېواد کې تر ټولو ځواکمن کس بلل کېږي، د یوه پاکستاني خوندیتوب له ټول افغانستانه غوره بللی.
د نوموړي په وینا: "کله چې د یوه پاکستاني وګړي د خوندیتوب او امنیت خبره کېږي، نو ټول افغانستان پرې رټل کېدای شي."
د پاکستان د پوځ مشر دغو څرګندونو پراخ غبرګونونه هم پارولي دي. عاصم منیر دا هم ویلي و، کله چې پاکستان د یوه خپلواک هېواد په توګه په ملګرو ملتونو کې د رایې اچونې لپاره وړاندې شو، افغانستان یوازینی هېواد و چې د پاکستان د خپلواکۍ مخالفت یې کړی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکي وروسته له هغه خراب شول چې پاکستاني طالبانو په پاکستان کې پراخ بریدونه وکړل. د پاکستان چارواکي تل ادعا کوي چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د طالبانو حکومت دغه ډول څرګندونې "بې بنسټه" بولي.