تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان پوځ مشر: زموږ خلاف دسیسي روانې دي؛ افغانستان کې ثبات زموږ امنیت ته بنسټیز حیثیت لري
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ویلي چې "دښمن" د دوی د وسله وال پوځ او ولس ترمنځ د درز پیدا کولو په دسیسو بوخت دی.
هغه زیاته کړې چې "دښمن غواړي زموږ د ولس او حکومت ترمنځ همهغږي اغېزمنه کړي" او دا چې ګوندې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د حکومت او ولس دواړو رول خورا مهم دی.
جنرال عاصم دا څرګندونې په کاکول پوځي اکاډمۍ کې ۱۴۷م پریټ ته خطاب کې کړي.
نوموړی دلته همدا راز د افغانستان او کشمیر په اړه هم غږېدلی.
هغه افغانستان کې د سولې او ثبات اړوند ویلي چې دغه هېواد کې ټېکاو "زموږ امنیت ته بنسټیز حیثیت لري."
د پاکستان د پوځ مشر په زغرده دا نه دي ویلي چې دا 'پټ دښمن' څوک دی، چې د دوی د وسله والو ځواکونو او ولس ترمنځ ستونزې پیدا کوي.
خو د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ د مخکیني مشر قمر جاوید باجوه په تړاو داسې رپوټونه ورکړ شوي چې ګوندې نوموړي ویلي د پاکستان پوځ هند سره د مقابلې توان نه لري.
ویل کېږي هغه دا څرګندونې په ۲۰۲۱ کال د ژورنالیستانو له یوې شل یا پنځه ویشت کسیزې ډلې سره ناسته کې کړې او رسنیو ته اوس راوتلې دي.
په دوی کې دوه پېژندل شوي پاکستاني ژورنالیستان حامد میر او نسیم زهرا هم دي چې اوس یې ویلي، ښاغلي باجوه هغه مهال هند سره پر سولې ټینګار کاوه او دا چې ګوندې پر کشمیر یې هم ورسره معامله کړې ده.
د پاکستان پوځ مخکیني مشر ته دغو منسوبو شویو څرګندونو په دغه هېواد کې تاوده بحثونه پورته کړې دي.
خو اوس د هغه ځایناستی جنرال عاصم منیر وايي چې دوی ته د هېواد له ساتنې بل مهم لومړیتوب نشته.
هغه دا هم ویلي چې "امن لپاره دې زموږ هڅې زموږ کمزوري نه ګڼل کېږي. موږ د خپل هېواد دفاع لپاره له هېڅ ډول قربانۍ نه شاته کېږو."
نوموړي زیاته کړې چې ګوندې "د پاکستان پوځ د دښمن له شمېر او وسایلو نه اغېزمنېږي."
جنرال عاصم پر دې هم ټینګار کړی چې د کشمیریانو سیاسي، اخلاقي او دېپلوماتیک ملاتړ ته به دوام ورکړي.
نوموړي په دې تړاو ویلي "نړیواله باید پر دې پوه وي چې د کشمیر لانجې له سوله ییزې او منصفانه حل پرته به سیمه ییز ثبات تل مبهم پاتې وي."
د یادونې ده چې هند کې هم ګڼو رسنیو قمر جاوید باجوه ته په منسوبو شویو څرګندونو راپورنه کړي، چې پاکستاني خوا ورته د دوی د خلکو او پوځ ترمنځ اختلافاتو ته د لمن وهلو په سترګه ګوري.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر کاکول پوځي اکاډمۍ کې ظاهرآ دغه هېواد کې د روان سیاسي کړکېچ په اړه خبرو کې ویلي چې "د حکومت محور د پاکستان خلک دي، زموږ لومړی او تر ټولو مهم مسوولیت حکومت ته وفاداري او د پاکستان د وسله والو ځواکونو قانوني نقش ته ژمنتیا ده."
هغه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان پر پوځي مشرانو د دغه هېواد په روان سیاسي کړکېچ کې د شهباز شریف په مشرۍ د اېتلافي حکومت د خوا نیولو تورونه پورې کېږي.
دغه تورونه د پخواني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف ګوند لګوي.