تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وايي د ګاونډیو هېوادونو د برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره پور یې ورکړی
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د تېر حکومت له وخت ورپاتې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران د برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره پور پاتې و، چې د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته دا پور ورکړل شوی دی.
د ۲۰۲۲ کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت چارواکو ویلي وو، له کورنيو او بهرنیو سرچینو یې د وارداتي برېښنا د لګښت په برخه کې ۱۵۱ میلیونه ډالره پور ادا کړی او ۱۲۲ میلیونه ډالره پور لا هم پرې پاتې دی.
د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي : "د افغانستان ډېره برخه برېښنا وارداتي ده، چې د هېواد اتیا سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادنو (ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان) څخه افغانستان ته واردېږي."
د ښاغلي میوندي په وینا، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې (پر واک د طالبانو له بیا واکمنېدا) وروسته د برېښنا شرکت پر وړاندې یوه لویه ستونزه د تېر جمهوریت د واکمنۍ پرمهال د ګاونډیو هېوادونو د برېښنا پورونه پر افغانستان پاتې وو.
نوموړی وايي، څه باندې دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د اقتصادي بندیزونو او ستونزو سربېره د طالبانو حکومت څلور واړو ګاونډیو هېوادونو (د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران) ته ۶۲۷ میلیونه ډالره زاړه پورونه تادیه او د برېښنا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ګاونډیو هېوادونو ته يې مخکې اداینه هم کړې ده.
د برېښنا شرکت ویاند وايي، په کور د ننه د برېښنا د کمي پوره کولو لپاره پر داخلي سرچینو هم کار روان دی چې په وینا یې د یوه سټراټيژیک پلان له مخې به افغانستان په راتلونکو پنځو کلونو کې د داخلي سرچینو په مټ ۷۱۰ مېګاواټه برېښنا ولري.
افغانستان کې د کارېدونکې برېښنا ډېره برخه وارداتي ده چې څه باندې پنځوس سلنه یې ازبکستان ورکوي.
افغانستان د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان او ایران واردوي چې هر کال د ژمي په موسم کې د هېواد ډېری اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ سره مخامخېږي.
د روان ۱۴۰۲ کال د جدي میاشتې لومړیو کې برېښنا شرکت ویلي وو چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به ددغه شرکت او تاجکستان ترمنځ د برېښنا تړون وغځول شي.
د تېر ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې افغانستان کې د برېښنا شرکت ویلي وو چې افغانستان ۱۳۶۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو دوی په کور دننه او له وارداتي سرچینو یوازې ۹۶۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کوي.