طالبان: افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا لېږد کې رامنځته شوې ''تخنيکي ستونزه'' حل شوې

د افغانستان ملي برېښنا شرکت وايي، له ازبکستانه افغانستان ته د وارداتي برېښنا لېږد کې د تخنیکي ستونزې له کبله راغلی کموالی ختم شوی دی.

د برېښنا شرکت دوې ورځې مخکې ویلي، و له ازبکستانه د افغانستان لپاره د وارداتی برېښنا لېږد کې شپیته سلنه کموالی راغلی و، چې اوس دا ستونزه هواره شوې او برېښنا عادي حالت ته ګرځېدلې.

د برېښنا ریاست ویاند حکمت الله میوندوال وايي، ستونزه د ازبکستان په ''مرجان '' برېښناکوټ کې رامنځته شوې وه، چې اوس حل شوې او افغانستان له ازبکستان سره د شوي قرارداد له مخې بشپړه برېښنا ترلاسه کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر پاڼه په دې تړاو د ازبکستان چارواکو مننه کړې ده.

افغانستان د خپلو برېښنايي ستونځو د اوارولو لپاره له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان برېښنا واردوي.

د افغانستان ۷۷ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران واردېږي.

افغانستان کې تولیدي برېښنا نږدې ۱۹ سلنه د دغه هېواد اړتیا پوره کوي، چې څلور سلنه له حرارتي او نوېدونکې انرژۍ او پاتې له اوبو تولېدي.