د هند بهرنیو چارو وزیر د شانګهای همکاریو سازمان غونډه کې ګډون لپاره پاکستان ته ځي

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند بهرنیو چارو وزیر 'ایس‌جي شنکر' روانه میاشت د یوه پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون لپاره پاکستان ته ځي.

دا به په تېره نږدې یوه لسیزه کې پاکستان ته د هند د دومره لوړې کچې چارواکي ‌لومړنی سفر وي.‌

ټاکلې د شانګهای همکاریو سازمان ۲۳مه ناسته د اکتوبر میاشتې پر ۱۵مه او ۱۶مه اسلام اباد کې ترسره شي، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشران او نور چارواکي‌ پکې ګډون کوي.

له دغه وزارته د جمعې پر ورځ یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې د پاکستان حکومت د دې غونډې امنیت ساتنې لپاره د اکتوبر له ۵مې تر ۱۷مې اسلام اباد کې د پوځ د ځای پر ځای کېدو منظوري ورکړې.

خو دا خبر داسې مهال ورکړل شوی چې د پاکستان مرکزي حکومت اسلام اباد ته نږدې ټولې غځېدلې لارې له اوړمې ورځې له دې کبله په کانټینرونو تړلې، چې د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند غړو د پلازمېنې په 'ډي چوک' کې د احتجاج اعلان کړی دی.

په دې لړ کې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي‌امین ګنډاپور چې د تحریک انصاف غړی دی، ګواښ کړی ځانونه به خامخا 'ډي چوک' ته رسوي.

هممهاله د هغه د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر سیف بیا ویلي، چې دوی به د هند بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړي چې په احتجاج کې ورسره برخه واخلي او د دوی خلکو ته خطاب ورکړي.

اسلام اباد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اکتوبر له ۵مې تر ۱۷مې پورې اسلام اباد کې د امنیت ساتنې لپاره د پوځ د ګومارل کېدو پرېکړه شوې

پاکستان ته د ایس‌جی شنکر په مشرۍ د هندي پلاوي د سفر د پلان خبر د جمعې پر ورځ د هند بهرنیو چارو وزارت ورکړ.

د یادونې ده چې وروستی ځل د هند لومړی‌ وزیر نرېندرا مودي په ۲۰۱۵ کال پاکستان ته تللی و او له هغې را وروسته د هند د وزیر په کچه کوم چارواکی پاکستان ته نه دی تللی.

بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بیا تېر کال په هند کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډې ته ورغی او دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې هند ته د پاکستان د يوه جګپوړي چارواکي لومړی سفر و.

د دغو اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ اړیکي له کلونو راهیسې ترینګلي دي.

دوی په ۱۹۴۷ کې د خپلواکو هېوادونو په توګه له رامنځته کېدو راهیسې درې جګړې کړي چې دوه یې د کشمیر پر سر وې.

شانګهای همکاریو سازمان یا اېس‌سي‌او د هېوادونو سیاسي ټولنه ده چې په منځنۍ اسیا کې د امنیتي او اقتصادي مسلو پر سر د بحث لپاره جوړه شوې ده.

دغه سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې او د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو له خوا د ناټو په څېر د لویدیزو متحدینو د نفوذ د محدودولو لپاره جوړ شو.

هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې په دغه سازمان کې شامل شول.