تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ او نتنیاهو د ټلوالې لوړې- ژورې
- Author, لويس باروچو
- دنده, بي بي سي نړیوال سروېس
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې پر ورځ د غزې د سولې د شلو ټکو پر پلان له هوکړې وروسته یو ځل بیا خپله نژدې ملګرتیا روښانه کړه.
ټرمپ نتنیاهو د "مبارز" په توګه وستایه، خو نتنیاهو ټرمپ "هغه لوی ملګری" وباله چې په وینا یې "اسرائیل کله هم په سپینه ماڼۍ کې نه درلود".
دواړو مشرانو له پخوا داسې اړیکه ساتلې چې ډېر وخت د ملګرتیا په نوم یادېږي، که څه هم کله ناکله یې اختلافونه درلودل.
ټرمپ تل ځان "تر ټولو ډېر د اسرائیلو ملاتړی د امریکا ولسمشر" بللی، خو شنونکي وایي د ده د لومړۍ دورې پرمهال اړیکې ډېرې ګرمې وې، ځکه چې په دواړو لورو کې پر عیني سیاسي ګټو تمرکز شوی و.
په اوسنۍ واکمنۍ کې د دوی اړیکې ډېرې پېچلې شوي. د څو رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر ټرمپ د خپل اسرائیلي سیال له کړنو زیات ناهیلی شوی دی.
د اروپايي شورا د بهرنيو اړيکو د څېړنیز مرکز د منځني ختیځ کارپوه هوګو لووټ په وینا، د ټرمپ د اصلي ملاتړو ترمنځ د اسرائیلو په اړه د واشنګټن د تګلارې پر سر فکري وېش د دې واټن یو دلیل ګڼل کېږي.
" یوه لور ته د هغو کسانو ډله ده چې ځانونه محدودوونکي او د اسرائیلو شکاک (شک کوونکي) ګڼي، لکه جې ډي وینس، ماجوري ټیلر ګرین او ټکر کارلسن، بل لور ته هغه توند ملاتړي دي چې له ډېرو کلونو راهیسې یې په دواړو سیاسي ډلو کې بحث تر واک لاندې راوستی."
د بریتانیا مېشتې څېړنیزې موسسې "رویال یونایټیډ سروسز انسټیټوټ" ډاکټر اېچ. اې. هیلر وایي: "ښکاري چې په دې اوږدمهاله اړیکه کې د (ژورې) پرتله ډېرې (لوړې) نه شته."
نو د دې دوو مشرانو اړیکې په تېرو کلونو کې څنګه وې؟
۱. د نژدې ملګرتیا اوج (۲۰۱۷ – ۲۰۲۰)
د ټرمپ د لومړۍ دورې پر وخت د دواړو مشرانو اړیکې تر ټولو لوړو ته وختلې. ولسمشر ټرمپ نتنیاهو ته لویې سیاسي ګټې ورکړې.
په بدل کې، نتنیاهو تل ټرمپ د اسرائیلو تر ټولو کلک ملاتړی وباله او هره پرېکړه یې په کور دننه د سیاسي امتیاز لپاره وکاروله.
شنونکي وایي دا اړیکې په غیرعادي ډول تودې، ښکاره معاملاتي او د دواړو لپاره ګټورې وې.
۶ دسمبر ۲۰۱۷ – د بیت المقدس د پلازمېنې په توګه پېژندنه
ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا بیت المقدس د اسرائیلو پلازمېنه په رسمیت پېژني. نتنیاهو دا پرېکړه "تاریخي" وبلله. په ټول منځني ختیځ کې لاریونونه وپارېدل.
۸ مې ۲۰۱۸ – د ایران له اټومي تړون وتل
ټرمپ امریکا د ایران له اټومي تړون (JCPOA) وایستله. نتنیاهو دا پرېکړه وستایله او ویې ویل: "ولسمشر ټرمپ سم کار وکړ".
۱۴ مې ۲۰۱۸ – د امریکا سفارت بیت المقدس ته لېږدول
نتنیاهو دا ورځ "د ویاړ ورځ" وبلله کله چې د امریکا سفارت په رسمي ډول بیت المقدس کې پرانیستل شو، چې تر دې وړاندې په تل ابیب کې و. په همدې ورځ اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د فلسطیني مظاهره چیانو تر ۶۰ ډېر کسان ووژل.
۲۵ مارچ ۲۰۱۹ – د جولان پر لوړو د اسرائیلو د حاکمیت پېژندنه
په سپینه ماڼۍ کې ټرمپ یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت پېژني. اسرائیلو دا سیمه په ۱۹۶۷ کې له سوریې ونیوله او په ۱۹۸۱ کې یې ورسره یوځای کړه، خو دا اقدام نړیوال مشروعیت نه لري. نتنیاهو په غبرګون کې وویل: "اسرائیلو هېڅکله په سپینه ماڼۍ کې تر دې ښه ملګری نه درلود."
۱۵ سپټمبر ۲۰۲۰ – د ابراهیم تړونونه
په سپینه ماڼۍ کې اسرائیل، متحده عربي امارات او بحرین د ټرمپ په منځګړیتوب پر دې هوکړه وکړه چې بشپړې دیپلوماتیکې اړیکې سره جوړې کړي. نتنیاهو دا "د تاریخ لاره بدلوونکې ورځ" وبلله. ډېر ژر مراکش او سودان هم ورسره یوځای شول.
۲. د اړیکو خرابوالی (۲۰۲۰ – ۲۰۲۱)
د دواړو مشرانو اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته هغه وخت ورسېدې چې جو بایډن له ۲۰۲۰ د امریکا په ټاکنو کې بریالی شو.
نتنیاهو د نړۍ له لومړیو مشرانو و چې نوي ټاکل شوي ولسمشر ته یې مبارکي ورکړه، څه چې ټرمپ په غوسه کړ.
۷ نومبر ۲۰۲۰ – د بایډن د بریا مبارکي
نتنیاهو د امریکا د رسنیو له لوري د بایډن د بریا اعلانېدو څو ساعته وروسته په ټویټر کې هغه ته مبارکي ورکړه.
دسمبر ۲۰۲۱ – ښکاره دښمني
په هغو مرکو کې چې له اسرائیلي خبریال باراک راوېد سره یې وکړې، ټرمپ په سپکو ټکو نتنیاهو یاد کړ ځکه چې "ډېر ژر" یې بایډن ته د بریا مبارکي ورکړې وه. هغه ان دا هم وویل چې: " هېڅکله یې سوله نه غوښتله… ما له هغه وخت راهیسې ورسره خبرې نه دي کړې."
۳. د اړیکو بیا تنظیمول (۲۰۲۵)
کله چې ټرمپ بېرته سپینې ماڼۍ ته راستون شو، نتنیاهو ژر هڅه وکړه چې اړیکې ورغوي.
هغه د لوړې له مراسمو وروسته د واشنګټن لومړی بهرنی مېلمه و. له هماغه وخت راهیسې درې ځله نور هم سپینې ماڼۍ ته تللی، چې د هر بل بهرني مشر په پرتله ډېر ورغلی.
اوس دواړه مشران وایي چې د غزې د جګړې، اوربند او د پراخې سیمه ییزې سولې پر چوکاټ نژدې کار کوي.
کارپوهان اوسنۍ اړیکه نژدې، خو د ټرمپ د لومړۍ دورې پرتله ډېره عملي ګڼي. دوی یادونه کوي چې د ادارې دننه او د ټرمپ د پلویانو ترمنځ شخصي نارضایتي ښيي چې ښایي په راتلونکې کې کړکېچ رامنځته شي.
ډاکټر اېچ. اې. هیلر وایي: "هېڅوک په رښتیا له نتنیاهو سره ډېر خوښ نه دي. زه فکر کوم حتی د ادارې دننه هم له هغه سره د زغملو ډېر خپګان شته." خو زیاتوي چې دا لا تر اوسه د تګلارې په بدلون نه دی اړول شوی.
په همدې وخت کې د ټرمپ د "امریکا بیا لویه کړئ" غورځنګ اغېزمنو څېرو د نتنیاهو او د اسرائیلو د غزې د پوځي عملیاتو پر ضد نیوکې زیاتې کړې دي. هیلر وایي دا د هغو غږونو د ډېرېدو نښه ده چې د اسرائیلو له "بې قیده" عملونو سره پوښتنې راپورته کوي.
سره له دې، دی زیاتوي چې تر اوسه اسرائیل ته "بې قید اجازه" ورکړل شوې ده:
"اسرائیلو نه یوازې په غزه کې جګړه روانه ساتلې، بلکې د یو اوربند تړون یې مات کړی پرته له دې چې کومه پایله ورته ولري. هغوی په سیمه کې د امریکا پر یوه متحد (قطر) برید وکړ، هېڅ پایله یې نه لرله. په دوامداره توګه یې پر لبنان او سوریه بریدونه کړي او ځمکې یې نیولې، بیا هم هېڅ پایله نه ده ورسره تړل شوې."
جنوري ۲۰۲۵ – د ټرمپ د لوړې مبارکي
نتنیاهو ټرمپ ته د لوړې په مناسبت مبارکي ورکړه او هغه یې د اسرائیلو "تر ټولو ستر ملګری" وباله.
فبروري ۲۰۲۵ – د غزې د اوربند خبرې
ټرمپ او نتنیاهو خپله لومړۍ رسمي ناسته وکړه. خبرې د یوه نازک اوربند، د بندیانو خوشي کېدو او د جګړې د اوږدمهاله هوارۍ پر سر وې.
اپرېل ۲۰۲۵ – د غزې د جګړې فشارونه
ټرمپ یو ځل بیا د نتنیاهو کوربهتوب وکړ او ویې ویل چې د غزې جګړه "ژر باید ودرېږي". خو نتنیاهو ټینګار وکړ چې اسرائیل باید بندیان خوشي کړي او د حماس پر ضد "کار پای ته ورسوي".
جون ۲۰۲۵ – پر ایران د امریکا بریدونه
د ۲۱ او ۲۲ جون ترمنځ شپه کې امریکا په همغږۍ له اسرائیلو د ایران پر اټومي تاسیساتو (فردو، نطنز او اصفهان) بریدونه وکړل.
جولای ۲۰۲۵ – د ټرمپ د ۶۰ ورځني اوربند هڅه
ټرمپ او نتنیاهو یو ځل بیا په واشنګټن کې سره وکتل. ټرمپ د ۶۰ ورځني اوربند وړاندیز وکړ چې د ده د نوې سولې د پلان له مخې په اتومات ډول تمدیدېدلی شي.
۹ سپتمبر ۲۰۲۵ – پر قطر د اسرائیلو برید
اسرائیلي پوځ په قطر کې – چې د امریکا یو مهم متحد هېواد دی، د حماس د لوړ پوړو مشرانو پر ضد "دقیق برید" وکړ. دا کار د واشنګټن له نیوکو سره مخ شو.
۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵ – د ټرمپ سره کرښه
ټرمپ په ښکاره وویل چې اسرائیلو ته به اجازه ورنه کړي چې لوېدیځې غاړې د ځان برخه کړي، هغه څه چې د نتنیاهو د ټلوالې د سخت دریځو له نظر سره په ټکر کې دي.
۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵ – په ملګرو ملتونو کې د نتنیاهو وینا
نتنیاهو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې ژمنه وکړه چې په غزه کې به "کار پای ته ورسوي". له ۱۰۰ ډېر استازو د احتجاج په ډول تالار پرېښود.
۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵ – د غزې د جګړې د پای ۲۰ ماده ییز پلان
ولسمشرۍ ته د ټرمپ له بېرته راستنېدو وروسته نتنیاهو څلورم ځل سپینې ماڼۍ سفر وکړ. د دې سفر موخه د ټرمپ ۲۰ ماده ییز پلان و چې د غزې جګړه پای ته ورسوي، له جګړې وروسته د واک اداره جوړه کړي او د ۴۸ بندیانو خوشي کېدل تضمین کړي چې شاوخوا ۲۰ تنه یې ژوندي ګڼل کېږي.
په همدې ورځ د سپینې ماڼۍ له دفتره نتنیاهو د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره په تیلیفوني خبرو کې د سپتمبر د نهمې د برید له امله بښنه وغوښته.