ټرمپ وايي، دی به نتنياهو ته اجازه ورنه کړي چې لوېديځه غاړه په اسرائیل پورې وتړي

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، دی به اسرائيل ته اجازه ورنه کړي چې د لوېديځې غاړې اشغال شوې سيمې ضمیمه کړي.

نوموړي دا څرګندونې د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د اسرائيلي لومړي وزیر بنیامین نتنياهو له وينا مخکې کړې. هغه په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل: "زه به اسرائيل ته اجازه ورنه کړم چې لوېديځه غاړه الحاق کړي ... داسې به نه کېږي."

په پام کې ده، چې ټرمپ به د دوشنبې پر ورځ له نتنياهو سره وګوري. نوموړي دا هم وويل چې د غزې تړانګې په هکله د سولې يوه هوکړه "ډېره نژدې شوې ده".

اسرائيل له ډېرېدونکي نړیوال فشار سره مخامخ دی، چې په غزه کې جګړه او د لوېديځې غاړې اشغال پای ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر لوېديځوالو هېوادونه فلسطين د يو خپلواک دولت په توګه په رسميت پېژني.

بل لور ښي اړخي سخت دریځي اسرائیلیان دا الحاق داسې یوه تګلاره بولي، چې د فلسطيني دولت رامنځته کېدو مخه ونیسي.

د نتنياهو واکمن ائتلاف سخت دریځي ملتپاله غړي پرلپسې د لوېديځې غاړې د الحاق غوښتنه کوي، هغه سیمه چې د فلسطين خاوره بلل کېږي.

برېتانیا او جرمني وايي، اسرائيل ته یې د الحاق پر ضد خبرداری ورکړی، او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېريش د دوشنبې پر ورځ په ملګرو ملتونو کې وويل چې دا عمل له "اخلاقي، قانوني او سياسي پلوه د منلو وړ نه دی".

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ خبريالانو ته وويل چې له نتنياهو او د منځني ختيځ له نورو مشرانو سره يې خبرې کړې دي:

"موږ د غزې تړانګې يوه جوړجاړي ته ډېر نژدې شوي يو، او کېدای شي ان سولې ته هم ورسېږو."

بل لور د پنجشنبې پر ورځ د ويډيويي لینک له لارې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وينا کې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس وويل چې دی چمتو دی له نړيوالو مشرانو سره د سولې د هغه پلان پلي کولو لپاره کار وکړي، چې د دوشنبې پر ورځ د فرانسې له خوا اعلان شوی و.

۸۹ کلن عباس ته د امریکا سفر اجاز نه ده ورکړل شوې او نيويارک ته یې په شخصي ډول د ورتګ مخه ونيول شوه.

ده د هغو هېوادونو مننه وکړه چې تازه يې فلسطين د يو خپلواک دولت په توګه په رسميت پېژندلی دی. دا لړۍ د يکشنبې پر ورځ له کاناډا، اسټراليا، برېتانيا او پرتګال څخه پيل شوه، او وروسته فرانسه، بيلجيم، لګسامبورګ، مالټا، موناکو، سان مارينو، اندورا او ډنمارک هم ورسره يو ځای شول.

امريکا تر اوسه په رسمیت د فلسطين پېژندنې مخالفت کوي، او وايي چې دا کار حماس ته انعام ورکول دي.

''حماس به په حکومتولۍ کې هیڅ رول نه لري''

ښاغلي عباس په خپله وينا کې وويل: "حماس به د حکومتولۍ په بهير کې هېڅ رول و نه لري."

ده دا غوښتنه هم وکړه چې له هغه وروسته چې اسرائيل له سيمې ووځي، د فلسطيني دولت له خوا بايد د غزې تړانګې بشپړ مسوليت واخیستل شي او دا سيمه بايد د اسرائيل لخوا اشغال شوې لوېديځې غاړې سره ونښلول شي.

د سې شنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو په مرکز کې د عرب او مسلمان هېوادونو له ځینو مشرانو سره وکتل. هغوی ده ته خبرداری ورکړی، که اسرائيل د الحاق پلان عملي کړي، ناوړه پايلې به ولري.

د سعودي عرب بهرنيو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرحان په دې هکله خبريالانو ته وويل:

"زه فکر کوم چې د امريکا ولسمشر د لوېديځې غاړې د الحاق له خطرونو او زيانونو ډېر ښه خبر دی."

بل پلو د چهارشنبې پر سهار اسرائيل د لوېديځې غاړې او ګاونډي اردن تر منځ يوازینۍ پوله وتړله، چې له امله يې له دوو ميليونو ډېر فلسطينيان له بهرني نړۍ سره د تګ راتګ له امکان څخه بې‌برخې شول.

د تګ راتګ دا لار له هغې پېښې څو ورځې وروسته تړل شوې، چې د اردن يو وسله‌وال سړي د پولي سيمې ته نژدې دوو اسرائيلي پوځيانو ته مرګ‌ژوبله واړوله او یاد وسله‌وال په هماغه ځای کې ووژل شو.

په غزه کې، د چهارشنبې پر ورځ له ۸۰ زيات فلسطينيان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، د اسرائيلي پوځ په ډزو کې ووژل شول. د سيمې روغتونونو وويل چې ډېری وژل شوي کسان د غزې ښار اوسېدونکي وو.

اسرائيل پوځ په غزه کې پوځي عمليات له هغه وروسته پيل کړل، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه نېټه د حماس په مشرۍ بريد وشو، چې په پايله کې يې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور وتښتول شول.

په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې د عامې روغتيا وزارت مسوولینو په وينا، له هغه راهيسې تر اوسه پورې په اسرائيلي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ زره ۴۱۹ کسان وژل شوي دي، چې له ۱۸۰۰۰ ډېر ماشومان هم پکې شامل دي.