تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائیلو له وېرې سره سره لوېدیځه غاړه کې د فلسطین د رسمیت پېژندنې هر کلی وشو
روانه میاشت عبدالعزیز المجرمي د جنین پنډغالي په دروازه کې د خپل ۱۳ کلن زوی اسلام تر څنګ ولاړ و چې اسرائیلي ځواکونو یې زوی په نښه کړ او و یې واژه.
"زوی مې پر ځمکه را ولوېد او ورپسې مې د ګولۍ غږ واورېد،" هغه وویل، "د پوځ یو مشر راغی او پنځه یا شپږ سرتیري هم ورسره وو، د وسلو شپېلۍ یې زما پر لورې کړې او ویې ویل چې لاړ شه. زه ان په دې نه پوهېدم چې زوی مې شهید شوی دی. ما د هغه د راکشولو هڅه وکړه."
عبدالعزیز وايي، په ځېنو سندونو پسې پنډغالي ته تللی و ځکه کورنۍ یې هلته اوسېږي او دا کمپ له جنورۍ د پوځ په ولکه کې دی.
"د شکایت کولو څوک نشته،" هغه راته وویل. "هغوی هر څه کنټرولوي. فلسطیني حکومت خو خپل ځان هم نه شي ساتلی. دوی یواځې د یهودانو پرېکړې پلي کوي."
غمجن پلار عبدالعزیز د یوه فلسطیني په توګه بې وسه او مایوسه دی.
"په سوچ کې همېشه هغه عسکر ته وایم: ولې پر یو ۱۳ کلن ماشوم برید کوئ؟ زه د هغه په څنګ کې ولاړ یم. ما وولئ. ولې ماشومان په نښه کوئ؟ زه دلته یم، ما وولئ."
د اسرائیلو پوځ ویلي، دوی پر هغو شکمنو کسانو ډزې وکړې چې د تړل شوې پوځۍ سیمې په لور ور نږدې شوي وو او ګواښ یې رامنځته کړی و. پوځ وايي پېښه څېړي خو دا یې روښانه نه کړه چې دغه ۱۳ کلن هلک څه ډول ګواښ جوړ کړی و.
درې لسیزې مخکې د اوسلو د سولې تړون له مخې جنین او ورته ښارونه د فلسطینۍ ادارې تر بشپړ کنټرول لاندې شول. موخه دا وه چې له دې ځایه به د فلسطین د خپلواک دولت بنسټ کېښودل شي.
خو اسرائیل وايي، پر ځای یې ترهګرۍ وده وکړه. همدا لامل و چې د جنورۍ په میاشت کې یې ټانکونه جنین او ګاونډي ښار طولکرم ته واستول څو فلسطینۍ وسلوالې ډلې وځپي او وايي، هلته به د غزې د جګړې تجربې وکاروي.
له هماغه وخته تر اوسه اسرائیلي ځواکونه دېره دي، د دواړو ښارونو د کمپونو لویې برخې یې نړولې او په نورو سیمو کې یې ودانۍ ویجاړې کړې دي.
په دواړو انځورونو کې لېدلی شئ چې ودانۍ څنګه نړېدلې دي.
بریتانیا، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندو اعلان کړی، په داسې حال کې چې د اسرائیلو ولکه پر لوېدیځه غاړه ورځ تر بلې پراخېږي او د غزې جګړه روانه ده.
د جنین ښاروال محمد جرار "زه هغه ځای ته یووړم چې د اسلام نومي هلک هلته وېشتل شوی و. هغه ځای کې چې پخوا مې د پوځ زغرهوال ګاډي لیدلي وو، اوس نه ښکاري خو د خاورو ډنډ د کمپ د ننوتلو لار تړلې ده او خلک وايي چې اسرائیلي نښه ویشتونکي سرتیري لا هم د ودانیو له چتونو سیمه څاري."
ښاروال جرار وايي، اوس د جنین ښار نږدې ۴۰ سلنه برخه د اسرائیلي ځواکونو لپاره پوځي سیمه ګرځېدلې او د کمپ په ګډون شاوخوا یو پر څلورمه برخه اوسېدونکي له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
"له پیله روښانه وه چې دا یوازې امنیتي عملیات نه وو، بلکې لوی سیاسي پلان و،" هغه وویل، "د اسرائیلو اوسنی حکومت غواړي لوېدیځه غاړه ور خپله کړي او د همدې لپاره هڅه کوي چې هر ډول وسلهوال مخالفت مخکې له مخکې له منځه یوسي."
اسرائیلو پر فلسطینۍ ادارې اوږدمهاله اقتصادي فشار هم راوستی، هغه مالیه یې نه ورکوي چې د ښوونکو او پولیسو د تنخوا لپاره ورته اړتیا لري.
اسرائیل پر دې ادارې تور لګوي چې د وژل شویو فلسطیني جنګیالیو کورنیو ته د مالي مرستې په ورکولو ترهګري تمویلوي. فلسطینۍ اداره وايي، دغه تادیاتي سیستم یې اوس ختم کړی.
د ښاروال جرار په خبره، د خلکو لپاره د عادي خدمتونو برابرول او ځوانانو ته د پاتې کېدو قناعت ورکول ډېر سخت شوي دي.
هغه ټېنګار وکړ چې په داسې شرایطو کې د بریتانیا، فرانسې او نورو هېوادونو له خوا د فلسطین د دولت پېژندنه ډېره مهمه ده، تر دې وړاندې له ۱۴۰ زیاتو هېوادونو فلسطین په رسمیت پېژندلی هم دی.
"که څه هم تر نېواک لاندې دی خو دا پېژندنه دا خبره ثابتوي چې فلسطینی ولس یو دولت لري،" هغه وايي، "زه پوهېږم چې له دې وروسته به د لوېدیځې غاړې نېونه نوره هم زیاته شي خو بیا هم باور لرم چې پېژندنه تر ټولو مهمه ده، ځکه دا د فلسطیني ولس راتلونکی ټاکي او نړیواله ټولنه به اړه شي چې د دوی د حقونو ملاتړ وکړي."
د بریتانیا او فرانسې له خوا د فلسطین پېژندنه دا هم ښيي چې د اسرائیلو او اروپایي متحدینو تر منځ پر دې موضوع کې ژور سیاسي اختلاف شته.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره اوونۍ د لوېدیځې غاړې مېشتو خلکو ته وویل: "هیڅ فلسطینی دولت به جوړ نه شي. دا ځای زموږ دی. موږ به خپل میراث، خپله ځمکه او خپل امنیت وساتو."
د نتانیاهو سیاسي ژوند د فلسطیني دولت د مخنیوي پر شعار ولاړ دی او د لوېدیځې غاړې د مېشتځایونو د پراخېدو لپاره یې ډېر فشار راوړی دی.
د هغه سخت دریځه ملاتړي د رسمي نیواک غوښتونکي دي. د مالیې وزیر بیتزالېل سموټرېچ تازه پلان وړاندې کړی چې له مخې یې ۸۲ سلنه د لوېدیځې غاړې خاوره د اسرائیلو برخه شي او پاتې فلسطیني سیمې له یوې بلې جلا وساتل شي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فلسطین د دولت رسمیت پېژندنې مخالفت کړی او د اسرائیلو د نېواک د پراخېدو په اړه یې هم ښکاره نېوکه نه ده کړې.
اسرائیلو په ۱۹۶۷ کې د عرب-اسرائیل په جګړه کې له اردن لوېدیځه غاړه ونېوله او تر اوسه یې پرېښي نه ده.
د جنیوا تړونونو له مخې د نېول شوې خاورې پر سر د ملکي مېشتځایونو جوړول ناقانونه دي خو اسرائیل استدلال کوي چې لوېدیځه غاړه د دوی تاریخي یهودي حق دی.
نن سبا هلته شاوخوا نیم میلیون "اسرائیلي کډوال" اوسېږي او د اسرائیلو د سولې سازمان چې د مېشت ځایونو پراختیا څاري، وايي یوازې په تېرو دوو کلونو کې له ۱۰۰ زیات نوې مېشتځایونه د لوېدیځې غاړې په بېلابېلو برخو کې جوړ شوي دي.
مېشتځایونه، د نړیوالو او ان د اسرائیلو د قوانینو له مخې هم ناقانونه دي خو د نتنیاهو حکومت ترې په پټه ملاتړ کوي او د سړکونو، امنیت او برېښنا په ګډون د دولت له اسانتیاوو برخمن کېږي.
د همدې دوبی په لومړیو کې، ایمن صوفان ولېدل چې نوې ګاونډیان د هغه د کور څنګ ته پر غونډۍ کېناستل، دا غونډۍ د نابلس په جنوب کې ده.
ایمن وايي، له خپلې کړکۍ ویني چې اسرائیلي مېشتو یوه ساده د لرګیو کوټه او د اوسپنې چت لرونکې یوه بله وړه کوټه جوړه کړې ده. هغه ادعا کوي چې دوی له نژدې مېشتځای "یتسهار" راغلي دي.
ایمن راته وویل: دغه مېشتځای چې دوی دلته جوړ کړی، هدف یې دا دی چې موږ له خپله کوره وباسي. هره ورځ یو مېشت ځایوال راځي، د کور دروازې را ټکوي او چېغې وهي چې "وځئ، وځئ!". دوی زموږ د کور مخې ته کثافات اچوي. زه چارواکو ته زنګ وهم، هغوی وايي "پوځ به در ولېږو" خو پوځ هېڅکله نه راځي. مېشت ځایوال هم پوځ دی، هم پولیس دي، هغوی هر څه دي."
د ایمن کورنۍ دا کور د بورین کلي ته څېرمه څو کاله وروسته له هغه جوړ کړی و چې اسرائیلو په ۱۹۶۷ کې د لوېدیځې غاړې سیمه ونیوله.
د اوسلو د سولې تړون له مخې د داسې کلیوالو سیمو واک د لنډمهال لپاره اسرائیلو ته په دې نیت ورکړل شوی و چې د مېشتځایونو پر سر له خبرو اترو وروسته راتلونکي فلسطیني دولت ته وسپارل شي.
خو اسرائیلي ولکه هماغسې پاتې شوې، مېشتځایونه پراخ شوي او د بشري حقونو ډلې وايي، اسرائیلي ځواکونه د مېشت ځایوالو د بریدونو ملاتړ ورځ تر بلې ډېروي.
ایمن وویل، په ۲۰۰۳ کې مېشت ځایوالو د دوی کور ته اور ورته کړ او پلار یې د زړه د درېدو له امله ومړ. له هغه وروسته یې هم څو ځلې کور سوځول شوی دی.
هغه وپوښتل: "ما باید څوک وساتي؟ فلسطیني پولیس؟ هغوی خو په ښارونو کې هم د دا ډول پېښو مخنېوی نه شي کولی. نو دلته به څنګه راشي؟ دلته زما امنیت د هغو کسانو په لاس کې دی چې زما خاوره یې نېولې ده."
ایمن زیاتوي، که څه هم پر واکمنو اوسنیو حالاتو ډېر بدلون نه راولي خو د فلسطین د دولت نړیواله پېژندنه ښه خبره ده.
د ایمن په ټکو: "راتلونکی تر دې هم خراب دی خو زه له دې کوره په ژوندوني نه ځم یوازې به مې مړی وځي. دا هغه کور دی چې په کې زېږېدلی یم، لوی شوی یم او ماشومتوب مې تېر کړی دی. هر کونج یې راته یوه خاطره لري. څنګه ترې وځم؟"
له اوسلو تړونونو وروسته، د اسرائیلو دریځونه لا سخت شوي، فلسطینۍ وسلهوالې ډلې پیاوړې شوې او د فلسطیني ادارې واک کمزوری شوی دی.
د مرګوني کمکي ځوان پلار عبدالعزیز مجارمه وویل: "فلسطین هېڅکله د دوی نه و او هېڅکله به د دوی نه وي. ژر یا وروسته، نن یا سبا، په یوه یا دوو کلونو کې، دوی به له دې هېواده ووځي. او فلسطین به خپلواک شي."
بریتانیې او فرانسې تل پر دې ټېنګار کړی چې د دوو جلا اسرائیلي او فلسطیني دولتونوجوړېدل، د دې لانجې حل دی، که څه هم په عین وخت کې د فلسطین ځمکې نېول شوې او فلسطیني ادارې کمزورې شوې دي.
اوس د غزې جګړې او د دې پوښتنې چې وروسته به د غزې واک د چا په لاس کې وي، د اسرائیلو روان سیاست هر څه څرګند کړل. د نتانیاهو سخت دریځه متحدین د نیواک پر رسمي کولو ډېر فشار راوړي.
ځینې اسرائیلیان وايي، لوېدیځه غاړه د "وحشي لوېدیځ" په څېر ده: داسې ځای چې د دولت او حاکمیت برخلیک نه د قوانېنو او اعلامیو، بلکې د ځمکني واقعیت له مخې ټاکل کېږي.
اسرائیل له اوږدې مودې وايي، د دوی له هوکړې پرته هېڅ فلسطیني دولت نه شي جوړېدلی.
خو اوس د فلسطین په رسمیت پېژندلو سره، بریتانیا، فرانسه او نور هېوادونه دا پیغام ورکوي چې اسرائیل په یوازې ځان د دولت جوړېدو مخه نه شي نېولی.
د اسرائيلو د متحدينو له خوا دا یو سياسي حقیقت دی، چې په ډګر کې له حقايقو سره مقابله وکړي.