د افغانستان د معلوماتو په افشا کې د بریتانيايي جاسوسانو او ځانګړو هوايي ځواکونو نومونه شامل دي

- Author, جویل ګونټر
- دنده, مشر نړیوال خبریال
اوس داسې راپورونه ورکول کېږي چې، له ۱۰۰ د ډېرو بریتانیايي چارواکو هویت - چې پکې د ځانګړو ځواکونو (SAS) غړي او اېمای ۶ (MI6) جاسوسان هم شته -د معلوماتو د یوې افشا شوې پېښې له امله بربنډ شوي، چې له امله یې زرګونه افغانان د غچ اخیستنې له خطر سره مخ شوي دي.
د دې افشا شوې پېښې وروستۍ پایلې تر پنجشنبې پورې د یوې محکمې پرېکړې له مخې پټې ساتل شوې، خو وروسته د لوړې محکمې یوه قاضي دا پرېکړه په جزوي توګه لرې کړه.
دې کار رسنیو ته دا ددې روښانولو موکه ورکړه چې د دغې پېښې له امله هغه محرمانه معلومات افشا شوي چې د ځانګړو ځواکونو د غړو او جاسوسانو شخصي او پټ معلومات پکې شامل وو.
حکومت لا له مخکې د سه شنبې په ورځ منلې وه چې د نژدې ۱۹،۰۰۰ هغو افغانانو معلومات ناڅاپه افشا شوي چې د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال یې له برتانیایانو سره کار کړی و او غوښتنه یې کړې وه چې بریتانیا کې مېشت شي.
ډېر کسان داسې ارزول شوي وو چې له جدي خطر یا حتی مرګ سره مخ دي، ځکه طالبانو هڅه کوله له هغو کسانو څخه غچ واخلي چې د جګړې پر مهال یې له برتانیايي حکومت سره کار کړی و.
دا هم له هغو لاملونو یو و چې ولې دا معلومات د "لویې محکمې" په نامه پرېکړې له لارې خوندي شوي وو – دا یوه داسې بنده پرېکړه ده چې ان د موجودیت راپور ورکول یې هم منع کوي.
د بي بي سي په باور، هغه سړی چې معلومات یې خپاره کړي وو، له پخوا یې د کډوالۍ غوښتنه رد شوې وه، خو وروسته تر هغه بریتانیا ته راوستل شو چې د دغو معلوماتو ځینې نومونه یې په فیسبوک خپاره کړل او نغوته یې وکړه چې نور معلومات هم افشا کولی شي.
د دفاع وزارت د دغه فرد د کړنو په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه، خو ویې ویل: "هر څوک چې د افغانانو د لېږد او مېشتولو د کډوالۍ له پروګرامونو اډانه کې بریتانیا ته راځي، باید له جدي امنیتي ارزونو تېر شي چې د ننوت اجازه ترلاسه کړي."
دا معلوماتي افشاګري په ۲۰۲۳ کال کې کشف شوه، چې له امله یې حکومت په پټ ډول د افغانستان د غبرګون مسیر جوړ کړ – د کډوالۍ یو پروګرام د هغو کسانو لپاره چې زیانمن شوي وو، خو دوی ته د معلوماتو د افشا کېدو خطر نه و ویل شوی.
دې پروګرام تر اوسه ۴۵۰۰ افغانان او د دوی کورنۍ بریتانیا ته را لېږدولي او تمه ده چې نور ۲۴۰۰ کسان هم راشي. د دې پروګرام لګښت نژدې ۸۵۰ میلیونه پونډه اټکل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه ناڅاپي افشا د یوه داسې کس له خوا وشوه چې په لندن کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو په مرکزي دفتر کې یې کار کاوه، کله چې یې په تېروتنه له ۳۰،۰۰۰ ډېر د کډوالۍ غوښتنلیکونه یو داسې کس ته واستول چې د حکومت غړی نه و، په داسې حال کې چې هغه فکر کاوه یوازې د ۱۵۰ کسانو معلومات لېږي.
د سوپر- محکمې پرېکړې له لېرې کېدو وروسته، یوه بله ثانوي پرېکړه لا هم د ځانګړو ځواکونو او امنیتي خدماتو د غړو د معلوماتو د افشا کېدو راپورونه منع کړي وو.
خو دا بندیز هم د پنجشنبې په ورځ هله لېرې شو، کله چې د دفاع وزارت او د رسنیو د یوې ډلې وکیلانو یوه موافقه وکړه چې خبریالانو ته اجازه ورکړي نور جزیات هم خپاره کړي.
د دفاع وزیر جان هیلي د سه شنبې په ورځ پارلمان ته وویل دا افشا "یوه جدي اداري تېروتنه" وه او دای ې هم ومنله چې دا "یوازې له ډېرو هغو معلوماتي افشا کېدو یوه ده" چې د افغانانو د کډوالۍ له پروګرامونو سره تړاو لري.
د (اپوزیسیون) دفاع وزیر جېمز کارټلج د پخواني محافظهکاره حکومت په استازیتوب بښنه وغوښته، هغه حکومت چې دا افشا پکې کشف شوې وه.
د دفاع وزارت له دې سره سره نه دي ویلي چې په افغانستان کې څومره کسان ممکن د دې معلوماتي افشا له امله زیانمن شوي وي. د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ وویل دوی هغه افغانان نه دي نیولي یا څارلي چې د دې افشا شویو معلوماتو له امله اغېزمن شوي دي.
خو د هغو افغانانو خپلوانو چې نومونه یې افشا شوي، بي بي سي ته ویلي، دوی د خپلو هغو خپلوانو په اړه چې لا هم په افغانستان کې دي، اندېښنه لري او یوه یې ویلي چې طالبان له افشا وروسته د نوموړي خپلوان د موندلو هڅې زیاتې کړي دي.
د دفاع وزارت یوه ویاند وویل: "دا د پر له پسې حکومتونو پخوانۍ تګلاره ده چې د ځانګړو ځواکونو په اړه تبصره نه کوي.
"موږ د خپل پرسونل امنیت ډېر جدي ګڼو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې په حساسو ځایونو کې دي او تل مناسبې لارې چارې لرو چې د هغوی امنیت خوندي وساتو."











