د فرانسې ولسمشر وايي، څو راتلونکو ورځو کې به نوی لومړی وزیر انتخاب کړي

د عکس سرچینه، EPA
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، ''راتلونکو ورځو کې'' به د هېواد لپاره نوی لومړی وزیر وټاکي.
ښاغلي مکرون دغه څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې تېره ورځ د فرانسې له پارلمانه د باور رایې په ترلاسه کولو کې له پاتې راتلو وروسته لومړي وزیر میشل بارنیه استعفا وکړه.
نن پنجشنبه (دسمبر پنځه) ښاغلي مکرون له خپله مقام د ګوښه کېدو په تړاو د اپوزېسیون ګوندونو فشارونه رد کړل او په خپله ۱۰ دقیقې وینا کې وویل، د ۲۰۲۷ تر ټاکلې مودې پورې به پر خپل ځای پاتې شي.
ښاغلي مکرون د لنډې مودې لپاره د لومړي وزیر په توګه د میشل بارنیه د ژمنتیا ستاینه وکړه، او د فرانسې سخت دریځي کیڼ اړخي او ښي اړخي سیاستوال یې تورن کړل، چې په یوه ''جمهوریت ضد ټلواله'' کې د حکومت ړنګولو لپاره سره یو ځای شوي وو.
له دې مخکې پرون چهارشنبه د فرانسې پارلمان غړو اکثریت د پارلمان باور ترلاسه کولو کې میشل بارنیه ته منفي رایې ورکړې، چې پایله کې یې ایله درې میاشتې مخکې د ولسمشر مکرون له لوري د لومړي وزیر په توګه د ګومارل شوي بارنیه حکومت سقوط وکړ.
دا په تېرو ۶۰ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د فرانسې یوه لومړي وزیر ته د دې هېواد پارلمان د باور رایې نه ورکوي او له همدې کبله یې حکومت سقوط کوي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا یو بې ساری اقدام بللی دی.
د میشل بارنیه حکومت سقوط

د عکس سرچینه، Reuters
له دې مخکې تېره ورځ د فرانسې لومړی وزیر میشل بارنیه د خپل هېواد له پارلمانه د باور رایې ترلاسه کولو کې ناکام شو.
د نوموړي حکومت ختمولو لپاره د فرانسې پارلمان په استیضاحیه غونډه کې سخت دریځي کیڼ اړخه او د ښي اړخه ګوندونو استازي یو ځای شوي وو.
د ښاغلي بارنیه خلاف چې ایله درې میاشتې مخکې ولسمشر ایمانویل مکرون د لومړي وزیر په توګه ټاکلی و، د پارلمان غړو د باور رایې اخیستنه کې په خورا پراخه کچه منفي رایې ورکړې.
د ښاغلي بارنیه د مشرتابه خلاف هغه مهال پوښتنې راپورته شوې، چې ده له رایې اچوونې پرته د ځانګړي واک له لارې بودیجه وړاندې کړه.
په استیضاحیه غونډه کې له رایې ورکولو وروسته د سخت دریځو ښي اړخو ملي یون ګوند مارین ليپین د ښاغلي بارنیه بودیجه ''زهرجنه'' وبلله او د سخت دریځو کیڼ اړخو مشر ژان لوک ملانشون بیا د بارنیه حکومت ړنګېدل ''حتمي'' وبلل.
د فرانسې له ټي ایف یو خبري شبکې سره خبرو کې مېرمن ليپین په دې هکله وویل، له دې پرته ''بله هېڅ چاره نه وه'' چې ښاغلی بارنیه له واکه ګوښه شي.
د فرانسې د ولسمشر په هکله یوې پوښتنې ته په ځواب کې نوموړې وویل: ''زه د ولسمشر ایمانویل مکرون د استعفا غوښتنه نه کوم.''
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون وویل، د پنجشنبې پر ماخوستن به هېوادوالو ته وینا وکړي.
ښاغلي مکرون چې تازه د سعودي عرب له رسمي سفره هېواد ته ستون شوی و، مخکې ویلي و، د چهارشنبې ورځې رایې اچوونې پایله چې هر څه وي، دی به استعفا و نه کړي.
د بي بي سي خبریال هیو شوفیلډ په خپل رپوټ کې په دې تړاو وايي، د فرانسې لپاره اندېښمنونکې شېبې دي، ځکه چې داسې هېڅ نښې نښانې نه ښکاري، چې په دې هېواد کې به سیاسي کړکېچ ژر هوار شي.
د سیاسي چارو فرانسوۍ ماهره وايي، ''موږ د سیاسي کړکېچ ژورو ته ځو''

د سیاسي چارو فرانسوۍ ماهرې سالومي ساکي پر دې موضوع له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ''د بې باورۍ رایې تمه کېده، خو بی ساري دی.''
دا زیاتوي: ''موږ د هغه سیاسي کړکېچ ژورو ته ورسېدو، چې له مخکې ورسره مخامخ وو.''
په داسې حال کې چې بودیجه نه ده تصویب شوې، اغلې ساکي وايي، حکومت به اړ شي، چې په ځینو ځانګړو اقتصادي برخو کې داسې قوانین تصویب کړي، چې له مخې یې د هېواد چارې پر مخ لاړې شي.
دا وايي، د فرانسې سیاسي ګوندونه د ۲۰۲۷ کال ټولټاکنو لپاره دریځونه خپلوي. نوموړې زیاتوي: ''دوی په دې هکله ډېر فکر نه کوي، چې څه کوي، بلکې زیات تمرکز یې پر دې دی، چې څنګه ښکاري'' او زیاتوي چې ''په فرانسه کې ګټونکي سخت دریځي ښي اړخي دي.''
د پارلمان مخکینی غړی: موږ خورا سخت وخت ته رسېدلي یو
د فرانسې ولسي جرګې مخکینی غړی ژاک میارد له بي بي سي سره خبرو کې په دې هکله وویل، ''فرانسه د کډوډوۍ یوه پړاو ته رسېدلې.''
نوموړی زیاتوي، ''موږ د رژیم کړکېچ پر لور روان یو.''
میارد چې تر ۲۴ کلونو پورې د فرانسې ولسي جرګې غړی او د جمهوریتپالو سخت دریځو غړی و، وايي، هغوی چې د میشل بارنیه خلاف یې د بې باورۍ رایې ته لاره هواره کړې، ''له واکه د ولسمشر مکرون ګوښه کولو لپاره به هر هغه څه وکړي، چې له لاسه یې کېږي.''
دی وايي، ''موږ خورا ستونځمن وخت ته رسېدلي یو'' او فرانسه له نامعلوم برخلیک سره مخامخ ده.
'' دی زیاتوي: زه نه شم کولای درته ووایم، چې سبا ګهیځ به څه پېښ شي.''











