ولې په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو شمېر ملایان نیول کېږي؟

نږدې تېره یوه اونۍ کې "نامعلومو وسلوالو" درې عالمان نیولي او نامالوم ځای ته یې وړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رپوټونه وايي، نږدې تېره یوه اونۍ کې "نامعلومو وسلوالو" درې عالمان نیولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي.
    • Author, علي حسیني، بي‌بي‌سي

افغانستان کې یو شمېر هغه دیني عالمان یو پر بل پسې نیول کېږي چې د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي. دوی کې ځیني نیول شوي کسان د "اسلامي او جهادي ارزښتونو ملاتړ" په نوم د یوې شورا غړي دي. دغه شورا په تېره جنورۍ کې کابل کې د یوې ناستې پر مهال د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کړې وې.

تازه رپوټونو کې ویل شوي نږدې تېره یوه اونۍ کې "نامالومو وسلوالو" دوه عالمان نیولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي.

د دې ملایانو خپلوان باوري دي چې دوی د طالبانو استخباراتو ادارې نیولي دي. دغه اداره رسنیو ته ځواب نه وايي او مالومه هم نه ده چې د دې ادعا په هکله یې دریځ څه دی. د وروستیو نیونو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند تر دې دمه هېڅ نظر نه دی څرګند کړی.

په دې عالمانو کې یو هم کابل کې د علماو شورا پخوانی مشر مولوي "عبدالقادر قانت" دی چې درې ځلې نیول شوی دی. نږدې اونۍ مخکې په شخصي جامو کې څو وسلوالو له خپل ځپلموټي زوی سره په کابل کې له خپل کور بیولی دی. ویل کېږي چې تر هغه مشر زوی یې د نیول کېدو له وېرې تښتېدلی دی.

څلور ورځې مخکې هم د دې شورا یو بل غړی او د عبدالقادر قانت ملګری سراج الدین نبیل نیول شوی. تر هغه مخکې هم مولوي بشیر احمد حنفي نیول شوی و.

یوې خبرې سرچینې بي بي سي ته وویل، د طالبانو حکومت یوې محکمې ښاغلی حنفي په څو میاشتني بند او همدارنګه په دوه کاله بهر نه تللو یا ممنوع الخروجۍ محکوم کړی دی. "د عامه فکرونو ګډوډول او د نظام ضد پارونې" پر ښاغلي حنفي لګېدلي تورونه دي.

دا سرچینه چې د امنیتي اندېښنو له امله نوم نه اخلي، زیاتوي چې ښاغلی حنفي له مصر تر ستنېدلو یوه ورځ وروسته نیول شوی دی.

بشیر احمد حنفي د طالبانو له "اسلامي امارت" هم دفاع کوي او هم د ښځو او نجونو د زدکړو د حق پر محدودېدو نیوکه کوي. د هغه په خبره: "که افغان نجونه په ښوونځیو کې اسلامي اصولو سره ونه روزل شي، دوښمن به یې پر نا اسلامي نظریو وروزي. "

هغه ویلي: "دين وایي، خلک وايي، شرعي مصلحت هم وايي، د اسلام عمومي نصوص هم وايي چې باید زموږ د اصولو او قواعدو له مخې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي. "

عالمان
د عکس تشریح، له ښي نه چپ ته: سراج‌الدین نبیل، حسن محمود، عبدالقادر قانت، او بشراحمد حنفي

تازه د درېو دیني عالمانو د نیول کېدو تر څنګ، یوېباوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، د طالبانو حکومت تر اوسه د عبدالقادر قانت، محمود حسن، عبدالعزیز شجاع، عبدالفتاح فایق، عبدالشکور کندوزي، بشیر احمد حنفي او سراج الدین نبیل په ګډون څو نور دیني عالمان نیولي دي. ځینې یې څو وارې نیول شوي.

د طالبانو پر حکومت نیوکې د دې د ټولو نیول شویو دیني عالمانو د نیونو دلیل یاد شوی.

لکه مولوي عبداقادر قانت "د افغانستان سیاست" په نوم رسنۍ سره خبرو کې ویلي: "د افغانستان د خلکو حقونه په یو ډول تر پښو لاندې شوي." هغه د طالبانو حکومت په مخاطبولو سره زیاته کړې: "ښځو ته د تعلیم حق، د تحصیل حق او د کار حق ور کړئ."

هغه خبرداری ور کړی و، چې د طالبانو حکومت دې داسې کار نه کوي چې خلک له دین کرکه وکړي او د دوی عملونه له دین د خلکو د تېښتې سبب شي.

پخواني دولت کې د پنجشیر د حج اوقافو ولایتي ریس محمود حسن هغه بل عالم دی چې یو ځل پخوا د طالبانو حکومت استخباراتو نیولی و.

هغه د طالبانو پر حکومت ګوتنیونکی ملا دی او په یوه غونډه کې یې د طالبانو مخاطبولو سره وویل "عدالت په پام کې ونیسئ. ټول خلک او ټول قومونه تر یوه چتر لاندې کړئ، د خلکو حق ور کړئ، د قدرت انحصار په هیڅ صورت سم نه دی. ټولګډونه حکومت جوړ کړئ. کندهار کې واک مه ایساروئ، له کندهار یې وباسئ. نور ولایتونه هم په افغانستان کې شامل دي. ما اورېدلي چې ۱۲ وزارتونه او له امیر المومنین اخوندزاده صیب سره ۱۳کسان د کندهار دي، یانې دا څه؟ دا خو عدالت نه دی."

د مولوي عبدالعزیز شجاع په نوم یو بل دیني عالم هم د "سوله او یو بل منل" په نوم ناسته کې تر وینا وروسته ونیول شو. ښاغلی شجاع د تخار ولایت اوسېدونکی او په کابل کې د موی مبارک جومات امام پاتې شوی.

د یوه بل نیول شوي عالم خپلوانو بي بي سي ته وویل: "د وسلوالو چلن ځیږ او سپکوونکی و. هغه یې ابشار کې د استخباراتو ادارې ته یووړ. هغه یې مجبور کړ چې د پوښتنو لسګونه پاڼې ځواب کړي."

د هغه په خبره، د استخباراتو ادارې دا عالم تورن کړی چې بهرنۍ ادارې یې ملاتړ کوي. د دې ادارو د نوم غوښتنه یې ترې کړې وه. تورن کړی یې و چې د امرالله صالح او مقاومت جبهې په ګډون سیاسي مشرانو هڅولی دی.

دغه کس د نیول شوي ملا له قوله بي بي سي ته وویل: "هغوی یې باغیان بلل چې د اسلامي امارت په مقابل کې یې بغاوت کړی او امیر المومنین ته یې سپکاوي سره ملي خیانت کړی دی. "

په اخر کې یې په دې خبره خلاص کړ چې د طالبانو مشر بخښلی دی.

دیني عالم

د عکس سرچینه، Getty Images

د دیني چارو څېړونکي محمد محق له نیوکګرو ملایانو سره د طالبانو د حکومت د چلن په هکله بي بي سي ته وویل: "دا چې طالبان ایډیالوژیک نظام لري او خپل رواتوب یا مشروعیت یې د خلکو په غوښتنه، د ملت په اراده یا نړیوالو قوانینو، اصولو او طریقو پسې نه، بلکې دیني چاره پورې تړلی دی، نو که څوک د دین یا دیني ادارو یا دیني شخص له مخې د دوی په مقابل کې درېږي طالبان ورته له ایډیالوژیک پلوه یو ډول بې وسلې دي. "

طالبانو د دې عالمانو د نیول کېدو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

نږدې تېرو څلورو کلونو کې چې طالبان بیا افغانستان کې واکمن شوي، د واک لومړیو کې یې په کور د ننه د نیوکو غږ نسبتا جګ او ډېر و، چې تر ډېره د ښځو او نجونو د حقونو غږ پورته کاوه، خو په همغه لومړیو کې د طالبانو حکومت د ځینې ښځو او نجونو د بندي کولو په ګډون په زور کارولو سره په کور دننه د نیوکې او اعتراض غږ په پراخ ډول وځاپه.

د پخوا وختونو خلاف اوس څوک سړک ته د وتلو زړه نه لري.

د عالمانو د نیولو زیاتوالي ته په پام هم داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت د نیوکګرو عالمانو په مقابل کې ورته چلن غوره کړی دی، یانې د داسې نیوکګرو په مقابل کې ځیږ غبرګون چې ان د دین په ژبه پر دوی نیوکه کوي.