د بنګله دېش لنډمهالي حکومت مشر محمد يونس څوک دی؟

محمد يونس

د عکس سرچینه، Getty Images

د نوبل جايزې ګټونکی اقتصاد پوه محمد يونس د بنګله دېش د لومړۍ وزيرې شيخ حسينې له استعفا او له هېواده د هغې له وتلو وروسته د لنډ مهالي حکومت مشر غوره شوی دی.

محمد يونس چې ۸۴ کاله عمر لري د زدکوونکو د مشرانو چې د څو اوونيو لاريونونه يې همغږي کړي ملاتړ ورسره دی.

د دغو لاريونو پر مهال له پوليسو سره نښتو کې له ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

دغه تجربه لرونکی کس محمد يونس څوک دی چې په پراخه کچه د بنګله دېش د ثبات او ډېموکراسۍ بيا رغولو لپاره يې وړانديز شوی دی.

محمد يونس په ۱۹۷۰ کلونو کې بېوزلو خلکو ته د کوچنيو پورونو ورکولو له امله د مخکښ په توګه شهرت پيدا کړ.

نوموړي يو شمېر کليوالو ته چې دوديزو بانکونو ورته پور نه ورکاوه، کوچني قرضونه ورکړل.

دغه کار يې بريالی شو او په چټکۍ سره يې وده وکړه. د ۱۹۸۰ کلونو په لومړيو کې يې لسګونو زره غړي پيدا کړل چې وروسته د کلي د بانک په نامه مشهور شو.

بانک يې په ټول بنګله دېش کې پروژې پيل کړې، له ټوکر نيولې د موبايل تر خدمتونو او انټرنېټ پورې.

د همدغو کارونو له کبله پروفيسور يونس ته په ۲۰۰۶ کال کې د مالي کارونو له کبله د نوبل سولې جايزه ورکړل شوه.

د سولې جايزې له ترلاسه کولو څو مياشتې وروسته نوموړی په سياست کې په زياتېدونکې توګه ښکېل شو. ده هغه مهال ويلي وو، "زه داس کس نه يم چې په سياست کې به راحت وم. خو که وضعيت مې مجبور کړي په سياست کې له ښکېلتيا ډډه نه کوم. "

خو په داسې يوه هېواد کې چې له سياسي بې ثباتۍ سره مخ و، د حکومت د ګوتنيونکي په توګه يې دښمنان هم پيدا کړل.

په ۲۰۰۷ کال کې يې د ناګوريک شکتي (د خلکو ځواک) په نامه د يوه سياسي غورځنګ په جوړولو یې کار پيل کړ. په داسې يوه سيستم کې درېيم ځواک چې شيخ حسينې او د هغې سيالې خالدې ضيا له کلونو ولکه کړی و.

شيخ حسينه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لومړۍ وزيره شيخ حسينه ۱۵ کاله په واک کې وه او روانه اوونۍ له واکه ګوښه شوه

خو نوموړی ډېر ژر د قدرت لپاره د مبارزې او سياليو له امله نهيلۍ شو او له سياسته يې لاس واخيست.

ښاغلي يونس د روان کال په پيل کې اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي وو، "زه سياسي کس نه يم، زه دا کار نه کوم. نو ځکه ما سملاسي اعلان وکړ چې سياسي ګوند نه جوړوم."

له هغه راهيسې په وروستيو کلونو کې يې له حکومت سره اړيکي ترينګلې وې.

په ۲۰۰۸ کال کې کله چې شيخ حسينه واک ته ورسېده نوموړی يې د خپلو سوداګريزو فعاليتونو له امله د "بېوزلو د وينو په څکلو" تورن کړ او د نوموړي پر ضد يې يو شمېر پلټنې پیل کړې. پروفيسور يونس او د هغه ملاتړي ټينګار کوي چې د دې تر شا سياسي انګيزه وه.

تېر کال ملګرو ملتونو د بنګله دېش حکومت له سياسي مخالفينو سره د چلند له امله وغانده.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ وياندې روينا شمدساني ويلي وو، "د نوبل جايزې د ګټونکي محمد يونس په ګډون د بشري حقونو مدافعينو ته د پرلپسې ګواښونو او ځورونې له کبله اندېښمن يوو. "

د تېر کال په جولای مياشت کې د بنګله دېش سترې محکمې پروفيسور يونس ته امر وکړ چې د خيريه مرستو په برخه کې له يو ميليون ډالرو زياته ماليه ورکړي.

نوموړی بيا د روان کال د جنورۍ مياشت کې د بنګله دېش د کار قوانينو ماتولو په تور محکوم او له دريو همکارانو سره يو ځای د شپږو مياشتو سزا ورته واورول شوه. څلورو واړو لګېدلي تورونه رد کړل او په ضمانت خوشي شول.

اوس په ډراماټيک ډول د شيخ حسينې د حکومت له نسکورېدو سملاسي وروسته، پروفيسور يونس د يوې داسې څېرې په توګه راڅرګند شوی چې د زده کوونکو د لاريون مشران يې د بنګله دېش د ثبات بېرته راستنېدو لپاره پلوي کوي. دوی وايي غواړي د سولې نوبل جايزې ګټوونکی د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه ونوموي. د پروفيسور يونس وياند وايي چې هغه هم دا مسووليت منلی دی.

لاريونونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وروسته لاريونونه پراخ شول او نورو خلکو هم په کې ګډون وکړ

د شیخ حسينې د استعفا د خبر په ځواب کې ښاغلي يونس وويل، "بنګله دېش ازاد شو."

يوې هندي رسنۍ (د پرېنټ) سره په خبرو کې نوموړي ويلي، "په ټول هېواد کې خلک لمانځنې کوي."

ښاغلي يونس ويلي، "تر هغه چې دا [شيخ حسينه] هلته وه، موږ اشغال شوی هېواد وو، هغې د اشغالګر ځواک، ديکتاتورې او جنرالې په څېر چلند کاوه، هر څه يې کنټرولول. نن د بنګله دېش ټول خلک د ازادۍ احساس کوي."

"موږ غواړو اوس له سره پيل وکړو او د ځان لپاره يو ښکلی هېواد جوړ کړو. دا هغه ژمنه ده چې موږ يې له زدکوونکو او ځوانانو سره کوو چې زموږ راتلونکی به رهبري کوي."

که اوس هر څوک واک ترلاسه کړي، د بنګله دېش لپاره به لومړيتوب دا وي چې ژر تر ژره يوه لنډمهاله اداره جوړه کړي او د واک د تشې مخه ونيسي چې دا په دې هېواد کې د لا ناکرارۍ لامل کېدلی شي.