'افغانستان کې نژدې نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري، په تشه ګېډه ویدېږي'

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره وايي دغه هېواد د نفوس شاوخوا نیمايي وګړي په تشه ګېډه ویده کېږي او کافي خواړه نه لري. شاوې لي بریتانیا ته راغلې او دلته د پارلمان له غړو سره یې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د خبرداریو لړ کې د خوړو نړیوالو پروګرام مشرې ویلي دغه هېواد کې د نفوس شاوخوا نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري.

شاوې لي لندن کې له "سکای نیوز" تلویزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته کاري فرصتونه هم کم شوي دي:

"هره ورځ افغانستان کې شل میلیونه کسان کافي خواړه نه لري او په تش نس ویده کېږي. څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې د مرګ خطر یې شته. د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د افغانستان د اقتصاد بنیاد نړېدلی. له درو کلونو راهیسې وچکالي هم ده. د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي. د اګست له ۲۱مې را پدېخوا د کار فرصتونه هم نشته چې لا له وړاندې د کوویډ ناروغۍ له امله زیانمن شوي وو".

نوموړې پر خپل ټویټر پاڼه یو لنډ ویډیويي کلیپ هم خپور کړی او په کې یې ویلي چې افغانستان لپاره د مرستې په موخه یې د بریتانیا د پارلمان له ځینو غړو سره هم کتلي دي.

"زه له کابله دلته لندن ته راغلې یم او د پارلمان له ځینو غړو سره مې وکتل، دوی په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په خلاص مټ مرسته کړې ده. زه دلته راغلې یم چې له دوی سره د خپلو سترګو لیدلی حال شریک کړم. چې خلک دلته بریتانیا کې دا کیسې واوري او له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي".

د خوړو نړیوالو پروګرام یو له هغو نړیوالو بنسټونو دی چې له څو لسیزو راهیسې افغانستان کې پراخ فعالیت او د نړیوالو د مرستو یوه لویه برخه تر اړمنو رسوي.

له هغه راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، نړیوالې مرستې له افغانستان سره کمې شوې، له بلې خوا د طالبانو ځینې کړنلارو لکه د نادولتي بنسټونو او ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو بندیزونو د مرستو لړۍ له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې ویلې د طالبانو د یادو بندیزونو پایله کې د هغو نادولتي بنسټونو چارې په ټپه درولې یا ډېرې کمې کړې چې مشري یې ښځې کوي او یا د ښځو لپاره کار کوي.

له بلې خوا ملګرو ملتونو هم د هغو مرستو ډېر کمه برخه تر لاسه کړې چې روان کال لپاره یې د افغانستان لپاره غوښتې ده.

څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش افغانستان کې بشري وضعیت د نړۍ په کچه تر ټولو پراخ بشري ناورین وبایله.

هغه چې دوحه کې یې د افغانستان په اړه له یوې غونډې وروسته وینا کوله وویل افغانستان کې ۹۷ سلنه خلک بې وزله دي او له درې دوه برخې یانې ۲۸ میلیونه وګړي روان کال د ورځني ژوند لپاره مرستو ته اړتیا لري او شپږ میلیونه ښځې او ماشومان لوږې ته ورته حالت ته په یو ګام فاصله لري.

ښاغلي ګوتېرېش د مرستو نه رسېدل یوه بله لویه اندېښنه یاده کړه. ده وویل ملګرو ملتونو ۴ اعشاریه ۶ میلیارده ډالره د مرستې لپاره غوښتي، خو یوازې ۶ اعشاریه ۴ سلنه یانې لږ څه باندې ۲۹۴ میلیونه ډالره تر لاسه شوي دي.

انتونیو ګوتېرېش وویل د تمویل کموالی یوازينۍ ستونزه نه ده بلکې د ملګرو ملتونو او نادولتي بنسټونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو بندیزونه د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.