یونېسف: افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې لپاره مرستو ته اړتیا لرو

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) دغه هېواد ته د مرستو رسولو لپاره له مرستندویه بنسټونو او هېوادونو د مرستې غوښتنه کړي.

دغه بنسټ پر خپله ټوېټر پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې افغانستان کې د بودیجې د کموالي له امله د درملو کمښت سره مخ دي.

د دوی په ټکو: "له نورې بودیجې پرته په شته ژوند ژغورونکو درملو د روغتیايي اسانتیاوو چمتو کول ښايي د دې لامل شي چې په زرګونه ماشومان د شدیدې خوراځواکۍ له امله مړه شي."

تېره ورځ هم افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر ټینګار کړی و چې، له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره نورې یودیجې ته اړتیا لري.

دوی خبرداری ورکړی و، چې په دې برخه کې که پر وخت اقدام و نه شي، سختې پایلې به ولري.

ملګري ملتونه نه دي توانېدلي چې افغانستان کې د خپلو مرستندویه فعالیتونو د ترسره کول لپاره له نړیوالو د اړتیا وړ بودیجه ترلاسه کړي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د دوحې په غونډه کې ویلي و چې افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي ګوتیریش ویلي و ، افغانستان کې د روان کال بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د اړتیا وړ یوازې ۶ سلنه بودیجه یې تر اوسه ترلاسه کړې ده.

ملګرو ملتونو کې د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، افغانستان کې هره ورځ شاوخوا ۱۶۷ ماشومان د درملنې وړ ناروغیو له امله مري- هغه ناروغۍ چې په مناسبو درملو یې درملنه کېږي.

په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې اداره یا سېف د چېلډرن د ۲۰۲۲ کال اکټوبر کې په خپل خپور شوي رپوټ کې ویلي و، ګڼ افغان ماشومان له "خطرناکې خوارځواکۍ" سره مخ دي.

دغه بنسټ ویلي و، د ۲۰۲۲میلادي کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د دوی ګرځنده کلینېکونو ته له "خطرناکې خوارځواکۍ" سره مخ ګڼ ماشومان وروړل شوي او شمېر یې دې موده کې ۴۷ سلنه لوړ شوی دی.

سېف د چېلډرن همدا راز ویلي و، د دغو ماشومانو له ډلې یې ځينې له دې کبله مري چې په وخت یې درملنه نه کېږي.

د سېف د چېلډرن مالوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال سپتمبر او واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې یې خپلو فعالیتونو ته دوام او په دې موده کې یې شاوخوا ۳.۳ میلیونه خلکو ته خدمات رسولي چې ۱.۸ میلیونه ماشومان دي.