هره ورځ د لسګونو ماشومانو مړینه؛ د افغانستان روغتونونو کې څه تېرېږي؟

درې میاشتنی طیب روغتون کې خاموشه او بې حرکته پروت دی. مور یې نګار د هغه له پوزې د اکسیجن پایپ لېري کوي او پوزې ته یې لاس ورنږدې کوي، چې وګوري ساه اخلي که نه.

خو چې ګورې زوی یې په مړ کېدو دی او ساه نه اخلي، دا په ژړا کېږي.

د افغانستان په دغه روغتون کې آن د مصنوعي اکسیجن یوه دستګاه هم نشته.

میندي په خپلو لاسونو د اکسیجن پایپونه د خپلو ماشومانو پوزې ته نیسي، ځکه چې د ماشومانو لپاره د اکیسجن د لېږد لپاره ځانګړي شوي ماسکونه هم نشته چې د دوی پوزې ته یې واچوي.

ملګرو ملتونو کې د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، افغانستان کې هره ورځ شاوخوا ۱۶۷ ماشومان د درملنې وړ ناروغیو له امله مري- هغه ناروغۍ چې په مناسبو درملو یې درملنه کېږي.

دا شمېر حیرانوونکې خو اټکلي دی، خو کله چې تاسې په لویدیځ غور ولایت کې د مرکزي روغتون د ماشومانو یوې څانګې ته ورشئ، حیران به شئ، او دا اټکل به درته خورا ټیټ ښکاره شي.

د روغتون خونې له ماشومانو ډکې دي، لږ تر لږه په یوه کټ کې دوه ماشومان پراته دي.

سینه بغل یې بدن ورخراب کړی، او د ۶۰ ماشومانو پالنه یوازې دوه ډاکټران کوي.

په یوه خونه کې مو لږ تر لږه ۲۲ نوي زېږېدلي‌ ماشومان ولیدل، داسې برېښېدل چې په خورا سخت حالت کې دي.

دا ډول ماشومان باید په دوامداره توګه تر ځانګړې پاملرنې لاندې وي چې په دې روغتون کې دا کار ناشونی دی.

دا روغتون لا هم غور کې د هغو سلګونو زره خلکو لپاره یو ښه مجهز روغتون دی چې دوی ورته لاسرسی لري.

افغانستان کې د عامې روغتیا خدمتونه هېڅ کله په کافي اندازه نه و او ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې برخه کې د بهرنیانو له خوا مرستې هم بندې شوې.

تېرو شلو میاشتو کې مونږ دغه هېوا کې بېلابېلو روغتونونو او کلینیکونو ته ورغلي یوو، چې په خورا بد وضعیت کې دي او روغتیايي سیستم یې مخ پر ځوړ روان دی.

د طالبانو د تازه پرېکړې له مخې، په نا دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز بشر دوستانه مرستو رسول لا نور ستونزمن کړي چې له امله یې ډېر ماشومان له ګواښ سره مخ دي.

سره له دې چې د غور روغتون لا دمخه د روغتیايی سرچینو له کمښت سره مخ دی، خو ډاکټرانو ډېره هڅه وکړه چې په ډېرو کمو امکاناتو د طیب ژوند وژغوري.

ډاکټر احمد صمدي یې راوغوښوت چې د طیب مړاوی او بې سیکه وجود له نږدې وګوري او معاینه یې کړي، نوموړي‌ د هغه پر سینه سټیټسکوپ کېښود، د زړه ضربان یې کم و.

نرسه ادیما سلطاني د آکسیجن له پایپ سره په منډه ورغله او د طیب الله پر خوله یې کېښود چې آکسیجن ور ورسوي.

ورپسې ډاکټر صمدي پر خپلو ګوتو د طیب سینې ته فشار ورکړ او کېکاږله یې.

د طیب الله نیکه غوث الدین بي بي سي ته وویل، لمسی یې پر سینه بغل او خوارځواکۍ اخته و.

نیکه یې زیاته کړه:"سړکونه خراب و اته ساعته وخت یې ونیوه چې له چارسدې سیمې یې دلته راوړو، مور او پلار یې یوازې دومره وس لري چې ځان ته د خوړو لپاره وچه ډوډۍ پیدا کړي او ویې خوري. له خلکو یې پیسې راټولې کړې چې تر دې ځایه د موټر کرایه ورکړي."

د نیم ساعت لپاره د هغه د لمسي د ژوندي پاتی کولو لپاره د ډاکټرانو هڅې روانې وې، خو نرسې یې مور ته مخ ور واړاوه او ورته یې وویل:"طیب الله مړ شو"

د خونې درنه چوپتیا د نګار کریغو ماته کړه، ماشوم یې په کمبله کې تاو کړ او غوث الدین ته یې غېږ کې ورکړ، کورنۍ یې د طیب کوچنی جسد له ځانه سره کور ته یووړ.

د طیب الله ناروغي د درملنې وړ وه خو د امکاناتو نشتون یې ژوند ترې واخیست.

آغلې سلطاني چې د ماشوم د مړینې شاهده نرسه وه وايي: " زه هم یوه مور یم داسې احساسوم لکه زما خپل زوی چې مړ وي. د هغه د مور ژړا چې مې ولیدله زړه مې مات شو. وجدان ته خجالته یم، ۲۴ ساعته شفټ کوم خو وسایل نشته، او د مسلکي او روزل شویو کارمنانو په ځانګړي توګه د ښځینه کارمنانو کمښت سره مخ یوو. کله چې مونږ په دې ډول سختو حالاتو کې اړ یوو چې د دومره ډېرو ماشومانو پالنه وکړو نو لومړی به کوم یوه ته ځان رسوو؟ مونږ د ماشومانو د مړینې له لیدو بل هیڅ نه شو کولی."

څو دقیقې ووسته مو د دې خونې څنګ کې خونه کې یو بل ماشوم ولید، چې پر مخ یې د آکسیجن ماسک پروت دی او په ډېره سخته ساه اخلي.

دوه کلنه ګلبدن چې له پیدایښته د زړه ناروغي لري شپږ میاشتې وړاندې یې دغه روغتون کې د ناروغۍ تشخیص شوی دی.

ډاکټرانو مونږ ته وویل، دا یو غیر عادي حالت نه دی او نه یې هم درملنه ګرانه ده خو د غور مرکزي روغتون هغه مجهز امکانات نه لري، چې د جراحۍ له لارې یې درملنه وکړي او نه هم د اړتیا وړ درمل پکې شته.

د ګلبدن نیا د خپلې لمسۍ کوچني لاسونه په خپلو لاسونو کې نیولي وو هڅه یې کوله ماشومه پرېنږدي چې پر خپلو لاسونو له خولې د آکسیجن ماسک لیري کړي.

هغې زیاته کړه:"مونږ پیسې پور کړې چې دا کابل ته بوځو، خو د جراحۍ عملیاتو پیسې مو نه درلودې نو ځکه اړ شولو چې بېرته یې راولو."

دوی د مالي‌ مرستې د ترلاسه کولو لپاره یوې نا دولتي‌ موسسې ته ورغلي و هغو یې نوم لیکنه کړې وه خو تر اوسه یې بیا هېڅ ځواب نه و راغلی.

د ګلبدن پلار نوروزي چې د خپلې لور پر تندي‌ یې لاس تېراوه هڅه یې کوله په دې کار یې ارامه کړي، خو لور یې ساه تنګي کوله او داسې ښکارېده لکه وروستۍ سلګۍ یې چې وي.

پلار یې مونږ ته وویل چې ګلبدن تازه په خبرو راغلې وه، یوه نیمه خبره یې کوله او پر خپله وړه ژبه به یې د کورنۍ نورو غړو ته غږ کاوه.

هغه بي بي سي ته وویل: "زه یو مزدور یم، ثابت عاید نه لرم که ما پیسې درلودای نو لور به مې هېڅکله دومره کړاو نه وای تېر کړی. اوس وخت کې آن د یوې پیالې چای د اخیستو وس نه لرم."

له ډاکټر صمدي مو وپوښتل چې ګلبدن څومره اکسیجن ته اړتیا لري؟

هغه وویل:"په هره دقیقه کې یو لیټر. کله چې د آکسیجن دا ډبه خالي شي او مونږ نور پیدا نه کړو نو هغه به ومري."

څو شېبې وروسته چې مونږ کله د ګلبدن لیدو لپاره خونې ته لاړو مونږ ته وویل شول چې ډبه کې آکسیجن ختم شول او هغه مړه شوه.

په روغتون کې د آکسیجن د تولید دستګاه د دې وړتیا نه لري چې کافي اندازه آکسیجن تولید کړي، ځکه چې یوازې د شپې له خوا برېښنا لري.

په څو ساعتونو کې دوه ماشومان د هغو ناروغیو له امله مړه شول چې مخنیوی یې کېده او درملنه یې شونې وه.

دا پېښې د ډاکټر صمدي او د هغه د همکارانو لپاره یو دروند او خورا لوی ګوزار و.

نوموړي وویل: "زه د خپګان او عذاب احساس لرم، هره ورځ د غور یو یا دوه ماشومان له لاسه ورکوو مونږ اوس تقریبا عادت شوي یوو ورسره."

خونو کې مو ډېر ماشومان ولیدل چې په سخت حالت کې پراته وو.

نرسه سلطاني وايي:" لس ورځې وړاندې یو ماشوم په ډېر نازک حالت کې دلته راوړل شو، مونږ ورته پیچکاري وکړه خو د درملنې لپاره مو درمل نه درلودل."

نوموړې زیاته کړه: "نو ځکه یې پلار پرېکړه وکړه، چې هغه بېرته کور ته بوځي.‌ هغه ویل چې که مړ کېږي نو پرېږده چې کور کې مړ شي."

هغه څه چې مونږ غور کې ولیدل ځینې جدي پوښتنې راپورته کوي چې ولې په افغانستان کې د عامې روغتیا خدمتونه دومره په چټکۍ د له منځه تلو په حال کې دي.

داسې حال کې چې د نړویوالو له خوا تر ۲۰۲۱ کاله تېرو شلو کلونو کې په میلیاردونه ډالر لګول شوي دي.

چې یو ولایتي روغتون د ناروغانو لپاره یوه د اکسیجن دستګاه نه لري نو دا دومره پیسې چېرته لګول شوي دي؟

اوس ویره ده چې د نړیوالو بنسټونو له خوا بشري مرستې هم په کمېدو دي، هغه مرستې چې د روغتیايي کارکوونکو معاشونه به ترې ورکول کېدل او روغتونو نو ته به پرې درمل اخیستل کېدل.

دا اندېښنې وروسته له هغې په زیاتېدو شوې، چې طالبانو پر ښځنه کارکوونکو کار بندیز ولګاوه.

مونږ د غور روغتون ته څېرمه د یوې غونډۍ پر سر هدېرې ته پورته شولو، هلته بله هېڅ نښه نه لیدل کېده چې له مخې یې قبرونه بېل شي، خو د کوچني او لوی قبر توپیر پکی له ورایه کېده.

مونږ ولیدل چې له نیمايي زیات تازه خښ شوي مړي د ماشومانو دي.

یو سړی چې دې ځای سره نږدې یوه کور کې اوسېده مونږ ته وویل، ډېری مړي چې دوی دې هدیره کې خښ کړي ماشومان دي.

ښايي د شمېرلو لپاره یې هېڅ لاره نه وي چې څومره ماشومان مړه کېږي خو د ناورین د پراخېدو نښې او شواهد یې هر چېرته لیدل کېږي.