هند کې تالندې ۱۸ فیلان وژلي

د هند شمال ختیځ اسام ایالت په ناګاون سیمه کې ۱۸ ځنګلي فیلان مړه موندل شوي دي.

ددغه ایالت چارواکو ویلي، دا فیلان هغه مهال مړه شوي چې د کندولي په نامه پر خوندي ځنګل تالنده راغله.

سیمې ته څېرمه کلیوالو وړاندې چارواکو ته ویلي وو چې په ځنګل کې د حیواناتو د ساتلو لپاره لاس په کار شي.

د اسام ایالت مشر وزیر هیمانتا بیسوا سارما ویلي، د دغه لوی شمېر فیلانو د مړینې په اړه اندېښمن دی او په اړه یې څېړنه پیل شوې ده.

په هند کې تر ۲۷۰۰۰ ډېر فیلان شوي دي چې ۲۱ سلنه یې اسام ایالت کې دي.

دا په تېرو ۲۰ کلونو کې اسام ایالت کې لومړی ځل دی چې په لوی شمېر فیلان مړه موندل کېږ.ي

د دغه ایالت د ځنګلونو د ساتلو د چارو وزیر پریمال سوکلابایدیا په یوه ټویټ کې لیکلي، د سختې تالندې له کبله ددغو فیلانو پر مړینه "په ژوره توګه دردېدلی" دی.‌

دی وايي، د ځنګل ساتلو اړوند چارواکي د جمعې په ورځ وختي د فیلانو د مړینې ځای ته ورغلي دي.