تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له فضا فیلان څنګه شمېرل کېږي؟
- Author, ویکټوریا جېل
- دنده, د بي بي سي علمي چارو خبریاله
لومړیو کې داسې ښکاري چې په ځنګل کې د سپوږمکۍ دا انځورونه د خاورینو ډوډیو(حبابونو) وي، خو په اصل کې هغه فیلان دي چې شنو ونو کې ګرځي.
پوهان دا انځورونه د افریقايي فیلانو د شمېرلو لپاره کاروي.
انځورونه هم یوې سپوږمکۍ اخیستي چې د ځمکې له پاسه پر شپږ سوه کیلومتره چټکتیا ګرځي او شونې کوي چې یوه لمري ورځ کې د فیلانو پنځه زره کیلومتره استوګنځی وارزوي.
دا سخت شمېر هم یوه کمپیوټري الګوریتم سره کېږي چې د فیلانو پېژندلو لپاره مختلفو لارو سرو جوړ شوی دی.
بریتانیا کې د باس پوهنتون غړې ډاکټره اولګا ایسوپووا وايي: "موږ یوازې نمونې الګوریتم ته برابروو او ورته وایو دا فیل دی، دا فیل نه دی. دې سره ماشینونه روزلی او هغه څه پېژندلی شو چې خپلو سترګو سره یې تشخیصولی نه شو. "
پوهانو اول سوېلي افریقا کې "Addo Elephant" ملي پارک وارزاوه.
اکسفورډ پوهنتون کې د طبیعي سرچینو د خوندیتوب ماهر ډاکټر ایسلا ډوپورز وايي:
"دې پارک کې د فیلانو تراکم ډېر دی. دې سیمه کې ډېرې ګڼې ونې او اواره ځمکه شته. ځکه د ازمېښت لپاره مناسب ځای دی."
هغه زیاتوي د چاپېریال ساتنې ادارو له دې مخکې هم غوښتل چې د الوتکې په ځای پر بله وسیله دا ارزونه وکړي.
ډاکټر دوپورز وايي، انځورونه له فضا اخیستل کېږي او د کورونا اوسنیو حالاتو ته په پام ځکه ګټور دي چې نور دې برخه کې کس ته اړتیا نشته.
د نوموړي په اند، د ژویو د خوندیتوب لپاره پرمختللې ټیکنالوجي کارول ډېر ښه ګام دی.