د طالبانو حکومت د بېنېټ رپوټ د دوحې ناستې لپاره "د اذهانو خرابولو هڅه" بللې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ رپوټ د "اذهانو خربولو هڅه" بللې.

ښاغلي بېنېټ پرون سې شنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل وروستی رپوټ وړاندې کړی.

نوموړي په افغانستان کې د زده کړو او کار په برخو کې د ښځو پر وړاندې محدودیت، روغتیايي، عدلي او قضايي سکتور ته د ښځو نه لاسرسی او ځینې نورې بشري ناخوالې یادې کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرې اېکس لیکلي، "د ملګرو ملتونو ځینو غړو او په ځانګړی ډول د ریچارډ بینټ رپوټ د دوحې د راتلونکي ناستې په درشل کې د اذهانو دخرابید هڅه ده."

ښاغلی مجاهد ادعا کوي، چې په ملګرو ملتونو کې د ده په ټکو "عُقديي اشخاص همیشه هڅه کوي د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کړي او لوی پرمختګونه د څو محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي."

خو ښاغلي بېنېټ ویلي، د ده نوی ۲۱ مخیز رپوټ د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د "تبعیضي تګلارو" په اړه د ښځو د حقونو له نورو ډلو سره یو ځای چمتو شوی دی. دی وایي، د پراخو څېړنو، مشورو او شننو په پایله کې معلومه شوې چې د ده په ټکو د طالبانو د ښځو ضد سیستم پراخ او سیستماتیک دی.

"د طالبانو د تبعیض، جلا کولو، انساني کرامت ته د نه درناوي او محرومولو سیستم پراخ او د فرمانونو او تګلارو پر بنسټ پلی شوی دی، چې له بنسټیزو حقونو څخه په جدي ډول د محرومه کېدو لامل کېږي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی رپوټ ورکوونکی زیاتوي، د تېر کال جون له میاشتې راهیسې د طالبانو سرپرست حکومت ۵۲ داسې فرمانونه ورکړي چې پر افغان نجونو او مېرمنو محدودیتونه سختوي، چې د ده په وینا پلي شوي او ان کله په تاوتریخجن ډول.

نوموړی وايي، ورځ تر بلې افغانستان په راتلونکې کې د ښځینه انجینرانو، ژورنالیستانو، ډاکټرانو، سیاستوالو او شاعرانو له درلودو محرومېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتنې

ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې پر افغان ماشومانو د اوسني وضعیت پر اغېز غور وکړي.

" له کور څخه بهر د پیاوړو ښځینه رول ماډلونو له صحنې لېرې کول به په ټولو افغانانو په ځانګړې توګه په نجونو او هلکانو څه اغېزه ولري؟ نجونې به د نړۍ او ځان په اړه څه تصور ولري کله چې دوی د نارینه وو څخه په خپلواکه توګه د ښځو د پرمختګ خاطرې و نه لري؟ او څه ډول سړي به له هغو هلکانو جوړ شي چې په داسې وضعیت کې رالوی شي چې په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې بې واکه کېږي؟"

ریچارد بېنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په وینا کې وویل، دا د ټولو دنده ده چې پرېکنده ګامونه پورته کړي، د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي او په وینا یې عاملین یې حساب ورکولو ته اړ کړي او د ټولو لپاره کرامت، برابري او عدالت ټینګ کړي.

په یاد سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه هم چې د پخواني حکومت لخوا ټاکل شوی و، په دې ناسته کې وویل، په هېواد کې یې روان کړکېچ د راپور کېدو تر څنګ د پراخو سرغړونو د قربانیانو لپاره د حساب او عدالت تامینولو ته هم اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، د ریچارد بېنیټ راپور ښيي چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په افغانستان کې د اوسني وضعیت د حل لپاره مکلفیتونه ډېر شوي دي.

بلخوا د دغه رپوټ تر وړاندې کېدو مخکې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار ادعا کوي په دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډه کې د طالبانو د ګډون لپاره د ښځو د حقونو موضوع د غونډې له اجنډا لېرې کړل شوې ده.

نوموړې په دې تړاو پر خپلې اېکس پاڼې خپرې کړې ویډیو کې ویلي، " په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرداری ورکوونکی رپوټ وړاندې کوي، د ملګرو ملتونو سازمان پرېکړه کړې چې د جون پر ۳۰مه په دوحه کې د جوړېدونکې غونډې له اجنډا څخه د ښځو موضوع وباسي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۶مه غونډه کې پر افغانستان سربیره په نړۍ کې د بشري وضعیت په اړه هم بحثونه وشول. دغه غونډه پرون پیل شوه او د جولای د میاشتې تر ۱۲مې به رونه وي.