رېچارډ بېنېټ: طالبان باید پر خپلو نړیوالو ژمنو ودرېږي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بېنېټ د خپل ماموریت د دوه کلنۍ په مناسبت یوه پیغام کې په افغانستان کې د بشري حقونو حالت ته کتنه کړې.

ښاغلي بېنېټ چې بیا، بیا د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو پر چلن نیوکې کړې وايي، هلته د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدنې اوس هم له ځواب ویلو پرته دوام لري: "زما او زما د ټیم لخوا د مستندولو، راپور ورکولو او عدالت غوښتلو سره، سره له سزا په خوندي ډول دا سرغړونې دوام لري او د حساب ورکولو درک يې هم نشته".

ښاغلي بېنېټ زیاته کړې، د نجونو او ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول یو ځل بیا د ۱۹۹۰ کلونو په څېر د طالبانو اصلي پالیسي شوې. په داسې حال کې چې د بشري حقونو مراعتول یې د پاېدونکې سولې او پرمختګ لپاره حیاتي بللي، خو وايي چې طالبانو د افغانانو بنسټیزې آزادۍ هم تروړلې او د هر ډول سوله‌ييز غږ پورته کولو مخه يې نیولې.

ریچارډ بېنېټ زیاته کړې چې طالبان د کنټرول لپاره تاوتریخوالی کوي او په خلکو کې وېره خپروي. ده دا هم ویلي چې د طالبانو لخوا يې په عام محضر کې اعدامونه او بدني سزاګانې هم مستندې کړې.

اقتصادي ستونزې چې مېلیونونه افغانان ورسره مخ دي او فلج شوی بانکي سیستم او کنګل شوې مالي شتمنۍ يې هم یادې کړې چې د ده په ټکو افغانان يې له سختو شرایطو سره مخ کړي.

دی وايي:

"زه له طالبانو غواړم چې د بشري حقونو په برخه کې په خپلو نړیوالو وجایبو عمل وکړي او نړیواله ټولنه په دوامدار ډول د طالبانو لخوا د بشري حقونو وضعیت ښه کېدو په خاطر فشار راوړي. بشري حقونه نباید یوازې د افغانستان په سیاسي اجنډا کې وي بلکې باید اصلي اجنډا وي"

د طالبانو حکومت که څه هم د ښاغلي بېنېټ دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی، خو په تېرو دوو کلونو کې يې دا رد کړې چې ګواګې دوی دې بشري حقونه تروړي او د نجونو پر زده کړو د بندیزونو په اړه يې ویلي چې دا لنډ‌مهالي دي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو بیا بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې خپل مکلفیتونه وپېژني او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

تېره اونۍ امریکا هم په یوه نړیواله کلنۍ ارزونه کې په افغانستان کې د بشري او په تېره د ښځو د حقونو د حالت لا خرابېدو ته اندېښنه ښوولې ده، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ورته په غبرګون کې ويلي وو چې "د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او د اسلامي شريعت له مخې يې حقونه ټاکل شوي او خوندي کېږي."