امريکا د غزې په روغتون کې ډله ييز قبر "ځوروونکی" بللی

ډله ييز قبر

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا حکومت د اسرائیلي ځواکونو په لاس په غزه کې د نصر او شفا په روغتيايي مرکزونو کې له درې سوو د ډېر فلسطينیانو د خښېدو خبرونه "ځوروونکي" بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وېدانت پټېل چې د غزې په سوېلي خان یونس ښار کې په النصر روغتون کې د شاوخوا درې سوه خښوو شوو فلسطيني جسدونو د پیدا کېدو اړوند وايي "دا ریپوټونه يې کتلي او دا ډېر ځوروونکي دي" او زیاتوي چې په دې اړه ېې "د اسرائیلو له حکومته معلومات غوښتي دي".

خو د اسرائیلو پوځ وايي، هغه تورونه چې ګنې دا کسان هلته دوی خښ کړي وو، بې بنسټه دي.

فلسطيني چارواکي وايي، دوی په نصر روغتيايي مرکز کې له درې سوو ډېر جسدونه له خاورو را ایستل شوي چې یو شمېر وژل شوي او یو شمېر نور يې له خاورو را ایستل شوي او بېرته خښ شوي.

د اسرائیل پوځ هم دا منلې چې هلته د دوو اونیو عملیاتو په اوږدو کې يې یو شمېر مړي د خپلو یرغمل شوو په لټه کې له خاورو را ایستلي او کتلي دي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم په دې اړه د څېړنو ویلي وو او د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدنو کې د امریکا د دوه ګوني چلند د ادعاوو ځواب یې ویلی وو.

ډله ييز قبر

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر والکر تورک هم په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو له عملیاتو وروسته د نصر روغتون نړېدل او هلته د ډله‌ييز قبر موندل کېدل "بوږنوونکي بللي". نوموړي هم د دغو وژنو اړوند د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې.

دا ټول داسې مهال دي چې په غزه کې د ملګرو ملتونو ماموریت ته د بسپنو او مرستو د بیا ورپېلېدو لپاره غوښتنې هم ډېرې شوې.

اسرائیل ادعا کړې وه چې د دغه ماموریت یو شمېر کارکوونکي د ترهګریزو سازمانونو غړي دي. دغه ادعا د دې لامل شوه چې ګڼ هېوادونه او بنسټونه دغه ماموریت ته د مرستو ورکول ودروي.

د دغو ادعاوو د ځانګړې پلټنې راپور وښودله چې اسرائیلو خپله دغه ادعا ثابته نکړی شوه.

د اروپايي ټولنې د بشري چارو مشر فيليپ لازاريني ویلي چې تمه لري امریکا او برېتانیا به دغه ماموریت ته خپلې مرستې ور پیل کړي.

نوموړی وايي، "تمه لري چې دغه راپور او هغه اقدامات چې موږ يې کوو وکولی شي چې پاتې مرستندویانو ته هم باور ورکړي او بېرته دغه ماموریت ته خپلې مرستې ور پیل کړي. "

د یو شمېر نورو هېوادونو او بنسټونو استازو هم د هغه دغه غوښتنه تکرار کړې ده.