"د غزې د غم داستان"؛ د هغه عکس تر شا کیسه چې نړیواله جایزه یې وګټله

ایناس

د عکس سرچینه، Reuters

"هغه ډېره دردوونکې خو [د عکاسۍ له پلوه] زوروره شېبه وه"

دا په غزه کې د اخیستل شوي هغه عکس په اړه د فلسطیني عکاس محمد سلیم خبرې دي چې د ۲۰۲۴ کال د خبري عکسونو په یوه نړیواله سیالۍ کې "د کال غوره عکس" وټاکل شو.

پرون پنجشنبه د 'ورلډ پرېس فوټو اورګنایزېشن' په نوم بنسټ دا عکس د ۱۳۰ هېوادونو د شاوخوا څلورو زرو عکاسونو له لوري د اخیستل شویو ۶۱ زره عکسونو تر منځ وټاکه او جایزه یې ورکړه.

محمد سلیم دغه عکس تېر کال په اکتوبر میاشت کې پر اسرائيل د حماس تر بریده یوه اوونۍ وروسته اخیستی و. هغه اوونۍ پر غزه تړانګه اسرائيلو هوايي بریدونه پیل کړي‌ وو.

دا پېښه د خان یونس اړوند هغه ځای کې شوې وه چې د اسرائيلو له بمباریو ګڼو فلسطيني کورنیو پناه وروړې وه.

په عکس کې څوک دي؟

اسرائيل په غزه تړانګه کې مېشتو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې شمالي سیمو ته ووځي. خو د اکتوبر میاشتې په منځ کې یې د خان یونس په ګډون د غزې ځينې جنوبي سیمې هم بمبار کړې.

ایناس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، محمد سلیم هلته د ایناس ابو معمر په نوم مېرمن ولیده چې په غېږ کې یې په کفن کې تاو د یوې ماشومې مړی نیولی و او په چغو چغو یې ژړل.

د رویټرز خبري اژانس دغه عکاس 'نصر روغتون' ته ورغلی و چې ګڼ فلسطینیان د اسرائيلو په هوايي بریدونو کې د تري تم شوو په لټه مړستون کې په خپلو مړو پسې ګرځېدل.

محمد سلیم هلته د ایناس ابو معمر په نوم مېرمن ولیده چې په غېږ کې یې په کفن کې تاو د یوې ماشومې مړی نیولی و او په چغو چغو یې ژړل.

دا د هغې پنځه کلنه خورځه سالي وه چې په خان یونس کې یې پر کور د اسرائيلو د توپ ګولۍ لګېدلې وه. ایناس چې خبره شوې وه نو د دغو خپلوانو حال اخیستو پسې نصر روغتون ته ورغلې وه. خو هلته رسېدو سره خبره شوه چې پر عزیزانو یې څه ټکه لوېدلې ده.

په دې پېښه کې د هغې د وړې خورځې په ګډون، د هغې خور او د کورنۍ دوه نور غړي هم وژل شوي وو.

ایناس ابو معمر رویټرز خبري اژانس ته وروسته وویل، "کله مې چې هغه ماشومه په غېږ کې راواخیستله نو بې هوښه شوم. ډاکټرانو ویل چې د هغې وړې مړی هماغلته پرېږدم خو ما زارۍ ورته وکړې چې څو شېبې یې په غېږ کې نیسم، پرې مې ږدئ"

د دغه اژانس د خبر له مخې، دا خورځه یې پر ایناس زښته ډېره ګرانه وه او ټول موبایل یې د هغې له عکسونو او ویډیوګانو ډک و.

د دې ماشومې یو څلور کلن ورور یعني‌ د ایناس خوریی له دغه بریده ځکه ژوندی وتلی و چې هغه مهال په کور کې نه و. هغه اوس له ایناس سره اوسي.

عکاس

محمد سلیم

د عکس سرچینه، WORLD PRESS PHOTO

د عکس تشریح، محمد سلیم په ۱۹۸۵ کې په فلسطين کې زېږېدلی او غزه تړانګې ته څېرمه ژوند کوي.

د دې غمجنې شېبې عکس اخیستونکی فلسطینی عکاس محمد سلیم وايي، "دا یوه زوروره خو غمجنه شېبه وه چې پر غزه تړانګه د تېر شوي‌ درد کیسه بیانوي"

سلیم وايي،‌ هغه صحنه ډېره ورته ځوروونکې او حساسه وه ځکه چې د ده په کور کې هم څو ورځې مخکې یو ماشوم زېږېدلی و.

محمد سلیم په ۱۹۸۵ کې په فلسطين کې پيدا شوی او غزه تړانګې ته څېرمه ژوند کوي.

د غزې په پوهنتون کې یې د رسنیو په برخه کې زدکړې کړې دي او له ۲۰۰۳ راهیسې د رویټرز اژانس لپاره د فلسطينیانو او اسرائيلو تر منځ‌ د روانو شخړو او جنجالونو په اړه رسنیز فعالیت کوي.

د یادولو ده چې د ځايي روغتیايي ادارو د معلوماتو له مخې د تېرو اوو میاشتو جګړې په اوږدو کې د اسرائیلو له لوري په غزه تړانګه کې تر اوسه ۳۴ زره تنه وژل شوي دي.