د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې لاریونونه ولې پر تاوتریخوالي واوښتل؟

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې د اوړو او برېښنا لوړو بیو خلاف له څو میاشتو راهیسې روان اعتراضونه پر تاوتریخوالي اوښتي دي.
دغلته له تېرو دریو ورځو راهیسې ځای ځای د پولیسو او احتجاج کوونکو ترمنځ اخ و ډب روان دی چې ګڼ شمېر کسان پکې ټپي او د یوه پولیس افسر د وژل کېدو هم ویل شوي دي.
له کشمیره پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پولیس پر احتجاج کوونکو اوښکې بهوونکي ګاز کاروي او د احتجاج ګډونوال بیا پر پولیسو ډبرې وروي.
ځینې داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې یو شمېر پولیس پکې د قهرېدلو احتجاج کوونکو په لاس د وهل ټکولو په حال پولیسو موټرونو پکې د اور په لمبو کې ښکاري.
د ولسي عمل کمېټه (عوامي اېکشن کمېټې) چې دغه احتجاجونه تنظیموي وايي، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ټولو لسو ولسوالیو کې احتجاجونه دي او ګډونوال یې هڅه کوي چې ځانونه په یوه ستر پرلت کې ګډون لپاره مرکز مظفر اباد ته ورسوي.
خو پولیس مظفر اباد ته د احتجاج کوونکو د رسېدو مخه نیسي او د همدې هڅو په لړ کې یې ځینو ښارونو کې د انټرنېټ خدمات هم محدود کړي دي.
د ولسي عمل کمېټې اصلآ د مې پر ۱۱مه د احتجاج اعلان کړی و، خو د پاکستان تر واک لاندې کشمير ادارې تر هغې مخکې له مرکزي حکومته وغوښتل چې د دولتي ودانیو او پروژو امنیت ساتنې لپاره د اېف سي او پنجاب پولیسو یو ۱۲۰۰ کسیز ځواک ور واستوي.
همدا راز د کشمیر پولیسو په ډډیال او میرپور سیمو کې د لاریونونو ځینې سمبالونکي هم ونیول، چې په غبرګون کې یې پلان شوی احتجاج د می د ۱۱مې پر ځای یوه ورځ مخکې یانې د می پر لسمه پیل شو.
تر دې وروسته په مرکز مظفر اباد کې هم د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ نښتې وشوې، چې حالات ورسره نور هم تاوتریخجن شول. په دغو نښتو کې له دواړو خواو ګڼ شمېر کسان ټپیان شول او پولیسو لسګونه احتجاج کوونکي ونیول.

د عکس سرچینه، ABDUL WAHEED
د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په درې ګوندیز اېتلافي حکومت کې د شامل خلکو ګوند یا پیپلز پارتي یوه مشر فیصل ممتاز راټور چې د حکومتي مشورتي کمېټې مشر هم دی، وايي، د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ له ولسمشر اصف علي زرداري سره ګوري او ټولې ستونزې به هغه ته مخ کې کېږي.
هغه بي بي سي ته ویلي، چې د ولسي عمل کمېټې غړو سره هم په اړیکه کې دی او هڅه کېږي چې مسایلو ته ژر حل را وایستل شي.
د پاکستان تر واک لاندې کشمیر لومړي وزیر چودري انوار الحق تېره شپه په یوه خبري کنفرانس کې د ولسي عمل کمېټۍ ته د خبرو وړاندیز وکړ.
هغه وویل که دغه کمېټه د اوړو بیه کې نور کمښت غواړي نو پراختیايي بودیجه به د دې برخې قرباني شي. نوموړي وویل "راځئ خبرې پرې وکړو."
بلخوا د ولسي عمل کمېټې یوه غړي امجد علي بي بي سي ته ویلي، د راتلونکو اقداماتو پرېکړه به د دوی ۳۱ کسیزه مرکزي کمېټه کوي، خو د نوموړي په وینا د مرکزي کمېټې یو شمېر غړي وار له مخه نیول شوي، ځیني د نیول کېدو له وېرې پټ دي او نور بیا عملآ روانو احتجاجونو کې ښکېل دي.
د ولسي عمل کمېټې یو بل غړي شوکت نواز میر چې د سوداګریزۍ مرکزي ټولنې مشر هم دی، بیا وايي د دوی احتجاجونه به تر نامالومې مودې دوام کوي.
د دې کمېټې بل غړي فیصل جمیل کشمیري بي بي سي ته ویلي، چې "دا تحریک له یوه کال راهیسې په سوله ییزو ډول روان و. ټولې ولسي غوښتنې لري."
ښاغلی کشمیري وايي دغه تحریک د ۲۰۲۳ کال د مې ۸مه پونچ سیمه کې د اوړو او دولتي سبسېډۍ د کمښت له کبله پیل شو او بیا د همدغه کال اګست په مظفر اباد او میرپور ډویژن کې د برېښنا د لوړو بلونو اعتراض کې نور خلک هم ورسره یو ځای شول.

د یادونې ده چې د ولسي عمل کمېټه کې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر له ټولو لسو ولسوالیو درې درې غړي چې سوداګر، وکیلان، مدني فعالان او زدکوونکي هم پکې دي، راټول شوي دي.
دوی په ګډه د حکومت مخ ته لس غوښتنې ایښي چې مهمې پکې د اوړو او برېښنا د بیو د ټیټېدو دي.
دا کمېټه وايي، حکومت ورسره د ۲۰۲۴ کال فبرورۍ کې ژمنه وکړه چې د بریښنا له نرخ پرته چې د مرکزي حکومت صلاحیت دی، د دوی نورې ټولې غوښتنې به پر ځای کېږي.
د ولسي عمل کمېټې غړي وايي، د حکومت پر ژمنو درې میاشتې واوښتې خو عملآ په دې برخه کې هېڅ ګام وانخیستل شو، نو دوی ځکه د دغو نويو احتجاجونو اعلان وکړ.










