د هند مخالف ګوندونه: نرېندرا مودي په ټاکنو کې د مسلمانانو په ضد کرکه خپروي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند پولیسو د واکمن بهارتیا جنتا ګوند یا بي.جې.پي د جګپوړو مشرانو پر ضد پر خواله رسنیو د یوې خپرې کړې ويډيو په تړاو قضیه ثبت کړې ده.
د حکومت د مخالفو ګوندونو د مشرانو په وینا، دا ويډيو د مسلمانانو ناسم انځور وړاندې کوي او هغوی خلکو ته بد ورپېژني.
په دغه ویډیو کې د مودي تر مشرۍ لاندې د حکومت اصلي مخالف ګوند یا د کانګریس لوړ پوړي مشران ښودل کیږي چې په هند کې له وروسته پاتې او قبایلي ټولنو غړي محروموي او پر ځای یې مسلمانانو ته حکومتي اسانتیاوې برابروي.
خو څو ساعته وروسته له هغې چې د پولیسو لخوا قضیه روښانه شوه، د هند ټاکنو کمیسیون له اېکس خواله رسنۍ وغوښتل چې دغه ویډیويي پوسټ لرې کړي.
د کمیسیون په وینا په یاد پوست کې د هند له قانون څخه سرغړونه شوې.
تر اوسه اېکس خواله رسنۍ او یا واکمن بي.جې.پي ګوند د کمیسیون دې غوښتنې ته او یا هم د دې قضیې د پرانستلو په اړه ځواب نه دی ورکړی.
په کرناټکا سیمه کې د رایې ورکونې بهیر د سې شنبې په ورځ پیل شو او په ځایي وخت ماښام پای ته ورسېد.
دا د خپل ډول دویمه ویډیو ده چې بي.جې.پي ګوند یې په تېرو دوو اونیو کې پر خواله رسنیو خپروي.
لومړي وزیر نرېندرا مودي بیا ادعاوې کړې چې مخالف ګوندونه هڅه کوي په ټاکنیزو کمپاینونو کې د مسلمانانو ملاتړ ترلاسه کړي او هغوی ته یې د نورو لږکیو ټولنو په پرتله د زیاتو امتیازاتو د ورکړې ژمنې کړې.
په هند کې د پارلماني ټاکنو رایه اچونه څو اونۍ وړاندې پیل شوه او د جون په میاشت کې به پای ته ورسېږي. ټاکنیزو اصولو سیاسي ګوندونه او مشران یې له دې منعه کړي چې د رایو خپلولو لپاره به له مذهبي او قومي تمایلاتو ګټه نه اخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د مخالفو ګوندونو مشران او د سیاسي چارو کارپوهان ادعا کوي چې ښاغلی مودي د درېيم ځل لپاره د لومړي وزیر کېدو هڅه کوي او واکمن ګوند یې له نورو ملي ګوندونو سره یو ځای د اسلام او مسلمانانو په ضد کرکه خپروي.
د کانګریس ګوند یوه غړي ساکیت ګوخیلي پر اېکس لیکلي: "بې شرمه دومره ښه کلمه نه ده چې بي.جې.پي یا مودي تشریح کړي، دوی په دې ټاکنو کې هېڅ اصول نه پلي کوي."
د دې ګوند یو بل غړی سلمان انیس سوز، وایي: "د بهارتیا جنتا ګوند کرکه د مسلمانانو په اړه هېڅکله دومره ښکاره نه وه."
دغو ګوندونو د ټاکنو پر کمېسیون نیوکه کړې چې د واکمن ګوند پر وړاندې یې پر وخت ګام نه دی اخیستی.
بل خوا د سې شنبې په ورځ، لومړي وزیر نرېندرا مودي په مدهيیا پردېش ایالت کې د خپلې ټاکنیزې وینا څخه یو کلیپ خپور کړ چې په هغه کې یې د "جهادي رایې" په اړه خبرې کړې چې د مسلمانانو جهادي ډلو ته اشاره کوي. هغه دا ادعا هم وکړه چې د کانګرس ګوند ګټې د پاکستان له ګټو سره سمون لري.
په هند کې د مسلمانانو شمېر نږدې ۲۰۰ میلیونه دی چې د دې هېواد د لږکیو په سر کې راځي، خو له هغه وخته چې بي.جې.پي ګوند په ۲۰۱۴م کال واک ته رسېدلی د مسلمانانو پر ضد کړنې او له کرکې ډکې ویناوې ډېرې شوې دي.











