کشمیر کې له اوربنده یوه بله سرغړونه

د ویډیو تشریح، کشمیر کې له اوربنده یوه بله سرغړونه

د کشمير له لانجمنې سيمې راپورونه وايي د هند او پاکستان ترمنځ د کنټرول کرښې اوږدو کې له اوربنده نوې سرغړونه شوې ده. د ډزو تبادله د نوشېره سيمه کې شوې، خو تر دې دمه ترې د مرګژوبلې څه خبره نه ده شوې. بېګا شپه داسې ښکارېده چې د پاکستان له خوا د هندي پيلوټ له خوشي کولو وروسته، جګړه څه سړه شوې وي.