د طالبانو حکومت د افغانیو ارزښت څنګه کنټرولوي؟

د عکس سرچینه، AFP
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بيبيسي اردو - پېښور
که د افغانستان د پولي واحد 'افغانۍ' ارزښت ته وکتل شي، نو یو ډالر نن سبا له شاوخوا ۷۷ افغانیو سره برابرېږي.
د پاکستان په څېر له اقتصادي ستونزو سره په مخامخ هېواد کې بیا یو ډالرو له شاوخوا ۲۹۰ کلدارو او د هند په څېر په چټکۍ د ودې په حال اقتصاد کې یو ډالر له ۸۴ روپیو سره برابر دی.
تېره اوونۍ چې کله د مالي چارو په اړه رپوټ ورکوونکې ادارې 'بلومبرګ' افغانۍ په تېره ربع یا (تېرو دریو میاشتو کې) د نړۍ په کچه تر ټولو د ښه ارزښت ساتونکی پولي واحد اعلان کړ، نو دې ګڼ خلک حیران کړل.
په پاکستان کې خو د خواله رسنیو ځینو کارنو دا پر افغانستان د واکمنو طالبانو د تګلارو "بریا" وبلله.
دېر خلک دې ته حیران دي، چې د یوه داسې هېواد چې واکمن حکومت یې تر اوسه نړۍ کې یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی، له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دی، میلیاردونه ډالر شتمني یې بهر کې کنګل ده او خلک یې له لوږې او بې وزلۍ سره لاس ګریوان دي، په پیسو کې داسې ځانګړي څه دي چې د تېرو دریو میاشتو پر مهال د نړۍ په کچه تر ټولو ښه خپل ارزښت وساتلی شي؟
په دې رپوټ کې مو دا ارزولې چې دا څنګه ممکنه ده او افغانۍ د کومو عواملو له مخې د 'غوره کارکردګۍ' ښودونکې کرنسي یا پولي واحد شوی دی.
ایا د افغانۍ لوړ ارزښت واقعي دی؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د تېرې میاشتې په وروستیو کې د افغانۍ ارزښت یو ناڅاپه لوړ شو او یو ډالر په شاوخوا ۷۳ افغانیو تبادله کېده.
خو پر سبا یې د ډالر ارزښت بېرته ۷۸ افغانیو ته وخوت.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د لومړۍ نېټې ماښام مهال یو ډالر له څه کم ۷۷ ا افغانیو سره برابر و.
د بلومبرګ رپوټ کې راغلي چې د افغانیو ارزښت د روان کال له جولای میاشتې تر اوسه د ډالر پر وړاندې ۹ سلنه ښه شوی دی.
د دغه رپوټ له مخې افغانۍ د کولمبیا له "پیسو" او د شري لنکا له "روپۍ" وروسته د ډالر پر وړاندې د ارزښت ساتلو دریم ښه ځای کې ده.
د بلومبرګ رپوټ کې د طالبانو حکومت لخوا د کرنسۍ پر کنټرول سربېره د افغانیو د ارزښت د ثبات او ښه کېدو ستر عوامل بلل شوي چې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو نړیوالې بشري مرستې او همدا راز د بهر مېشتو افغانانو لخوا د خپلو خپلوانو لاسنوي لپاره پیسې استول کېږي.
د یادونې ده چې د نړیوال بانک په وروستي رپوټ کې راغلي وو چې د افغانستان شاوخوا ۶۶ سنله وګړي د ژوندانه بنسټیزې اړتیاوې په ډېرې خوارۍ پوره کوي او دا چې دغه هېواد کې بې روزګاري هم تر ټولو لوړې کچه ته رسېدلې ده.
ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې یې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دغه هېواد ته د بشري مرستو لپاره ۵ اعشاریه ۸ میلیارد ډالر استولي دي.
د افغانستان بانک یوه پخواني سرپرست خان افضل هډهوال بيبيسي اردو ته ویلي، د افغانۍ په ارزښت کې دغه ښه والی حقیقي نه، بلکې مصنوعي دي.
نوموړی وايي "مصنوعي ځکه دی چې دا ښه والی د افغانستان د تولیداتي پروسې د ښه کېدو پایله کې نه دی راغلی. د طالبانو په حکومت کې د افغانستان سوداګریز او تولیداتي فعالیتونه نه دي ښه شوي، بلکې له ملګرو ملتونو د لوږې او بې وزلۍ د کنټرول لپاره ترلاسه کېدونکې د مرستې پیسې [چې په ډالرو وي] او ځینې حوالې بانکونو کې جمع کېږي او له همدې کبله د افغانیو ارزښت ښه تر سترګو کېږي."
د ښاغلي هډهوال په وینا د بلومبرګ په رپوټ کې د افغانیو د ارزښت د ښه والي یو لامل دا هم ښودلی شوی چې اوسمهال په دې سیمه کې د ډېرو هېوادونو پیسو د ډالر پر وړاندې ارزښت یو څه بایللی خو د افغانیو ارزښت بیا د مصنوعي او لنډمهاله اقداماتو له کبله لوړ شوی دی.
دی زیاتوي چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې د اسعارو بدلولو نرخ له اقتصادي ودې سره تړلی فاکتور نه دی.
'سوداګریز توکي اوس ژر او په اسانۍ بازار ته رسېږي'

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
خو هممهاله د افغانستان یو شمېر کاروباریانو بيبيسي سره په خبرو کې د طالبانو حکومت لخوا هم د ځینو داسې اسانتیاو یادونه کړې چې د افغانیو ارزښت ورسره ښه شوی دی.
سوداګرو او د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو بيبيسي ته ویلي چې د طالبانو حکومت ځینو ګامونو د دوی ډېرې داسې ستونزې حل او یا کمې کړې چې د تېر جمهوريت پر مهال ورسره مخامخ وو.
دوی وايي دې سره د بازار وضعیت ښه شوی دی.
د افغان سوداګریز بورډ او د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې غړي خان جان الکوزی وايي، د طالبانو له راتګ وروسته چې تر ټولو ستر کار شوی، د امنیت ټینګښت دی.
دی وايي پخوا به د سوداګریزو توکو د لېږد پر مهال بېلابېلو جرمي ډلو له سوداګرو د ټکس په نوم ناقانونه پیسې اخیستې، چې اوس دا نشته او سوداګریز توکي له اضافي لګښت پرته په اسانۍ بازار ته رسېږي.
د ښاغلي الکوزي په وینا "اوس یو حکم دی او له ټولو سره یو ډول چلن کېږي."
خو دی د طالبانو له بیا واکمنېدو سره هممهاله د ځینو مسایلو د راټوکېدو یادونه هم کوي، چې تر ټولو مهم پکې د هغو نړیوالو مرستو دریدل دي چې تېر شل کاله افغانستان سره کېدلې.
نوموړی وايي په افغانستان کې دننه هم ځینې مسایل شته، خو په ادارو کې د سخت کنټرول له کبله ښه والی روان دی.
د ځايي صرافانو یو استازی بیا وايي چې د طالبانو حکومت افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارو په ګډون د بهرنیو اسعارو پر کاریدو بندیز لګولی او حکم یې کړی چې ټوله راکړه ورکړه باید پر افغانیو شي، چې دغه کار هم افغانیو ته اړتیا ډېره کړې ده.
خو د افغانستان د چارو شننونکی سمیع یوسفزی وايي افغانیو له دې کبله ارزښت نه دی موندلی چې په دغه هېواد کې دې اقتصاد پرمختګ شوی وي.
د ده په وینا د افغانیو ارزښت له دې کبله ساتل شوی او تر یوه ځایه ښه شوی هم دی، چې له بهره دغه هېواد ته د بشري مرستو لپاره استول کېدونکې پیسې د افغانستان په مرکزي بانک کې جمع کېږي.
نوموړی زیاتوي چې د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ کچه محدوده ده او د توکو واردېدو لپاره پیسې هم د رسمي چینلونو پر ځای له نورو بېلابېلو لارو استول کېږي.
ښاغلی یوسفزی وايي "د دې مثال داسې دی چې له بهره کوم ډالر راځي، هغه جمع کېږي او خلک په اسانۍ له بانکونو پیسې نشي ایستلی."
د افغانستان پولي سیاست

د عکس سرچینه، DE AFGHANISTAN BANK
له هغې وروسته چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان پخوانی جمهوري حکومت رانسکور شو او طالبان واک ته ورسېدل د افغانستان د حکومتي او اقتصادي چارو ګڼ شمېر مدیریت کوونکي پوهان له هېواده وتل.
د افغانستان بانک پخوانی سرپرست خان افضل هډهوال د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره د افغانستان د پولي سیاست په اړه وايي چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د اسعارو د تبادلې پالیسۍ مختلفې وي، ځینو کې یې نرخ ثابت، ځینو کې د عرضې او تقاضا پر بنسټ او ځینو کې بیا مدیریت شوې وي.
ښاغلی هډهوال وايي په افغانستان کې ډالر بازار کې وي خو مرکزي بانک پکې د دې لپاره مداخله کوي، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو رازښت وساتلی او توکي په ارازانه وارد کړای شي.
دی زیاتوي اوس وضعیت داسې دی چې له بهره ډالر ډېر راځي، خو خلک یې د حکومتي کنټرول له کبله نشي ایستلی، ټول هېواد کې کاروبار یوازې پر افغانیو کېږي او له همدې کبله ورته تقاضا هم ډېره شوې ده.











