د افغانیو ارزښت لوړ شوی؛ 'یو ډالر شاوخوا ۷۷ افغانۍ او زر افغانۍ تر څلور زرو کلدارو بدلیږي'

د عکس سرچینه، AFP
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي بانک د معلوماتو له مخې په وروستي یوه کال کې افغانۍ په پرلپسې ډول خپل ارزښت ساتلی او دا مهال په نسبي ښه ځای کې ده.
د دغې بانک لخوا نن (چارشنبه) د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې خپور شوی نرخ بیا وروستیو څو کالونو کې د پام وړ توپیر ښیی.
د بانکي نرخونو له مخې نن یو ډالر ۷۷ اعشاریه ۹۰ افغانۍ بدلیږي، یورو ۸۴ اعشاریه ۵۰ افغانۍ کیږي ، هندي روپۍ له افغانیو سره تقریبا په ورته نرخ او پاکستانۍ کلدارې بیا په وروستیو دوه لسیزو کې د افغانیو پر وړاندې تر ټولو ډېرې لویدلي دي.
د اسعارو د تبادلې نرخ له مخې نن چارشنبه یو زرو اته افغانۍ ۴ زره پاکستانۍ کلدارې کیږي.
میاشت وړاندې یو ډالر په ۸۸ او ۸۹ افغانیو بدلیده چې اوس یې پر وړاندې افغانۍ ان تر لسو روپو جېګه شوې.
خو پوښتنه دا ده چې د افغانیو ارزښت ولې په ښه کېدو دی؟

د عکس سرچینه، DE Afghanistan Bank
د افغانستان مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري بي بي سي ته د دې پوښتنې په ځواب کې څو دلایل په ګوته کړي.
هغه وايي "مونږ په تېر یوه کال کې ښه توانیدلي یو چې د افغانۍ له ارزښته ساتنه وکړو، د افغانستان بانک توانیدلی چې د پولي بیلابېلو سیاستونو څخه په استفادې د افغانیو پر ثبات د خلکو باور وساتي."
د ده په وینا دا مهال په ډېرو لېرې پرتو سیمو کې چې پخوا په بشپړ ډول بهرنۍ پیسې کاریدې اوس افغانۍ مروج دي او په وینا یي "د سوداګریزو راکړې ورکړې پر مهال د افغانیو کارول له دغې ارزښت ساتلو سره ښه مرسته کړې ده."
د افغانستان بانک له خلکو غوښتي چې د افغانۍ له ډېر استعمال سره یې ساتنې ته هم پام ډېر کړي.
د افغان صرافانو د سرتاسري ټولنې ویاند حاجي عبدالرحمان ځیرک بي بي سي ته وویل " له څو اونیو راهیسې په تدریجي ډول او نن په ځانګړي ډول افغانیو خپل ارزښت د ټولو بهرنیو اسعارو پر وړاندې ډېر لوړ کړ."

د ده په وینا د نن چارشنبې ورځ په پای کې یو ډالر شل پیسې کم ۷۸ افغانۍ بدلیده چې د ده په ټکو "دا له ډېرو کالونو وروسته ښه نرخ دی چې د افغانیو ارزښت ښکاره کوي."
د معلوماتو له مخې شاوخوا شپږ کاله پخوا هم د ډالرو پر وړاندې د افغانیو نرخ په ورته وضعیت کې وو خو له هغې وروسته افغانیو خپل ارزښت په تدریجي ډول بایله تر دې چې دوه کاله وړاندې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د ډالر پر وړاندې افغانۍ ان تر ۱۲۰ افغانیو پورې بدلیدې.
د افغانیو دا ارزښت داسې مهال لوړ شوی چې افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو هم تیریږي او نړیوالو بندیزونو یې په راکړه ورکړه بد اغېز کړی دی.
له دې ور ها خوا د طالبانو نظام لا هم د مشروعیت له ګڼو ننګونو سره مخ دی او نړیوال ورسره هغسې رسمي اړیکې نه پالي چې که وي ممکن افغانۍ ورسره لا ثابتې او ښې شي، او د افغانستان اقتصاد هم ورسره په پښو دریږي.











