تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو سرمشريزه؛ ملالې يوسفزۍ افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعيت ته د پاملرنې غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مهمې ناستې په درشل کې، د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له ګډونوالو غوښتي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته پاملرنه وکړي.
ملالې يوسفزۍ پر خپله اېکس پاڼه يوه پوست کې چې له يو شمېر نورو ښځينه فعالانو سره په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخې ته ولاړه وه، په افغانستان کې له کار او زده کړو د افغان ښځو او نجونو بي برخه کېدو ته په اشاره، د نړۍ له مشرانو وغوښتل، چې دې کړکېچ ته پام وکړي.
دغه غوښتنه داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې سې شنبې د ملګرو ملتونو سازمان خپله ۷۹مه عمومي غونډه کې د نړۍ د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازي او مشران ګډون وکړي.
اغلې يوسفزۍ وايي په نړۍ کې نجونې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. نوموړې په غزه کې د نجونو حالت ته هم اشاره وکړه چې په وينا يې هلته نجونې "تر دوامداره هوايي بريدونو لاندې ژوند کوي."
اغلې يوسفزۍ پر مشرانو غږ وکړ چې "د نجونو خبرې واوري او سرمشريزه کې د دوی غوښتنو ته لومړيتوب ورکړي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې لا تراوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی د بشري حقونو د سرغړونو او د نجونو او ښځو پر وړاندې د سختو تګلارو عملي کېدو له کبله پرې پراخې نېوکې کېږي او له دوی غوښتل کېږي چې له دغو بنديزونو او تګلارو لاس واخلي.
ملالې يوسفزۍ دغه غوښتنې په داسې حال کې کړې چې د طالبانو حکومت کوم استازی دې د ملګرو ملتونو سرمشريزې ته نه دی بلل شوی. د طالبانو د قطر دفتر سیاسي مشر سهېل شاهین چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته هم معرفي شوی، خو منل شوی نه دی دې ناستې ته د نه بللو له کبله ناخوښي څرګنده کړې ده.
نوموړي پر اېکس پاڼه يوه پوست کې ويلي، "د خلکو ملاتړ او په ټول هېواد له واکمنۍ سره سره زمونږ کوم پلاوی د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته نه دی بلل شوی."
ښاغلي شاهین دا د ملګرو ملتونو د هغه دریځ واضح مخالفه کړنلاره بللې چې د ده په ټکو وايي "له طالبانو سره به تعامل ته دوام ورکوي."
له دې سره چې د طالبانو د حکومت کوم استازی به په دې سرمشریزه کې نه وي، خو ویل کېږي چې افغانستان، فلسطین،ایران، روسیه، اوکرایین، سودان او ځینې نور هېوادونه به د دغې ناستې د بحثونو اصلي موضوع وي.
د سرمشریزې ناستې لپاره د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر مسعود پزشکیان، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي، د بنګله دېش لنډمهاله لومړی وزیر محمد یونس او ځینې نور د ګډون لپاره نیویارک ته تللي دي.