د ملګرو ملتونو سرمشریزه؛ له طالبانو پرته د ګڼو هېوادونو مشران د امریکا نیویارک ته رسېدلي

د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ سرمشریزه غونډه د نړۍ له لرو او بره د لسګونو مشرانو په ګډون دا اونۍ پیلېږي.

سږنۍ ناسته د ملګرو ملتونو ۷۹مه سرمشریزه ده چې ټاکل شوې د نړۍ څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازي پکې برخه واخلي.

د نړۍ ګڼ مشران دغې غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلي، خو د طالبانو د حکومت کوم استازی دغې غونډې ته نه دی بلل شوی، هغه چاره چې د طالبانو د نیوکو سبب شوې.

د طالبانو د قطر دفتر سیاسي مشر سهېل شاهین چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته هم معرفي شوی، خو منل شوی نه دی د دې سرمشریزې د جوړېدو په درشل کې ویلي: " د خلکو ملاتړ او په ټول هېواد له واکمنۍ سره سره زمونږ کوم پلاوی د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته نه دی بلل شوی."

هغه پر اېکس خپل خپور شوې پیغام کې زیاته کړې "داسې تګلاره هیڅ ستونزه نه حلوي بلکې لا واټن رامنځته کوي."

ښاغلي شاهین دا د ملګرو ملتونو د هغه دریځ واضح مخالفه کړنلاره بللې چې د ده په ټکو وايي "له طالبانو سره به تعامل ته دوام ورکوي."

له دې سره چې د طالبانو د حکومت کوم استازی به په دې سرمشریزه کې نه وي، خو ویل کېږي چې افغانستان، فلسطین،ایران، روسیه، اوکرایین، سوډان او ځینې نور هېوادونه به د دغې ناستې د بحثونو یوه اصلي موضوع وي.

د سرمشریزې اصلي ناسته چې دا اونۍ پیلېږي د افغانستان له ګاونډه ورته د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر مسعود پزشکیان، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي، د بنګله دېش لنډمهاله لومړی وزیر محمد یونس او ځینې نور د ګډون لپاره نیویارک ته تللي دي.

د طالبانو حکومت ترې څه تمه لري؟

طالبان که څه هم دې ناستې ته د خپل استازي په نه بلل کېدو نېوکه کوي او دا چاره په خپل حق کې بې انصافي ګڼي، خو له دې ناستې ځینې تمې هم لري.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، "په ملګرو ملتونو کې چې د افغانستان څوکۍ موږ ته نه سپارل کېږي دا د افغانانو په حق کې جفا ده."

د دغه وزارت ویاند حافظ ضیا احمد نن (دیکشنبې په ورځ) بي بي سي پښتو ته وویل، له دې سره دوی تمه لري چې ملګري ملتونه او په ناسته کې ګډون کوونکي د افغانستان رښتیني انځور ته په کتو درېځ خپل کړي.

که څه هم د طالبانو په حکومت د بشري حقونو د سرغړونو او د نجونو او ښځو پر وړاندې د سختو تګلارو عملي کېدو له کبله پراخې نېوکې کېږي، خو ښاغلی تکل وايي "افغانستان کې ځینې پرمختیاوو ته په کتو له نړۍ د مثبتو ګامونو اخېستو هیله لري."

طالبان ډېر کله اقتصادي او سودګرایز موضوعات، د کوکنارو پر ضد مبارزه، او امنیت د لاسته راوړنو په ډول یادوي که څه هم په اړه یې تحلیلونه بېلابېل دي.

نړیوال تمه لري داسې مهال چې د نړۍ په لر او بر کې ستونزې، جګړې او کړکېچونه د تېرو څو کالو پرتله ډېر شوي د نړۍ د مشرانو تر منځ دا ناسته د ننګونو پر وړاندې د ګډې مبارزې هوډ پیدا او ګټور فرصت برابر کړي.