افغانستان کې د مخابراتو وزارت: له ۲۵ میلیونو نژدې ۱۴ میلیونه سیمکارتونه راجستر شوي

د طالبانو په حکومت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي په ټول افغانستان کې ۱۳ اعشاریه ۹ میلیونه سیم کارټونه ثبت شوي دي.

د دغه وزارت په وینا په وروستیو درېیو میاشتو کې څه باندې یو نیم میلیون سيم کارټونه ثبت شوي دي.

چارواکي وايي له دې سره به د خلکو د ځورولو او مزاحمتونو مخه ونیول شي.

د ګرځنده ټیليفون سیم کارټ راجسټر یا ثبتول په ډېرو هېوادونو کې حکومتونو ته د امنیت ټینګولو او څار ښه لار ده او ترڅنګ یې د برېښنايي سیسټم کارونه اسانولی شي.

په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ تګلارې له مخې سیم کارټ د برېښنايي تذکرې له مخې ثبتېږي.

په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د غوښتنې او وېش له چټکېدو سره ډېر سیم کارتونه هم د اشخاصو په نوم ثبت شوي دي.

د طالبانو په حکومت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼې ته وویل تر اوسه په ټول افغانستان کې ۱۳ اعشاریه ۹ میلیونه سېم کارټونه ثبت شوي.

هغه وویل: "په تېرو درېیو میاشتو کې د طرزالعمل له مخې یو اعشاریه شپږ میلیونه سیم کارټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او اترا ادارې له خوا ثبت شوي. په کابل کې دا بهیر ۷۰ سلنې ته رسېدلی دی."

الکوزی زیاتوي، "په افغانستان کې دا موضوع په یوې معما بدله شوې وه او د حل لار نه وه ورته موندل شوې. خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وتوانېد دغه پروسه مدیریت کړي. او په قانوني ډول یې پلې کړي. "

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، خلک له بېلابېلو لارو هڅولي چې خپل سیمکارټونه ثبت او راجستر کړي. یوه یې هم پر رسنیو د پېژندل شویو کسانو له خوا پیغامونه دي.

دغه وزارت وايي، که سیمکارټونه د اشخاصو په نوم ثبت وي، د خلکو د ځورولو او مزاحمتونو مخه هم ورسره نیول کېدای شي، دغه راز د حکومتولۍ په ښه کولو او واک درلودلو کې هم ونډه لري.

درې میاشتې وړاندې پاکستان د څه باندې دوه سوه زره کسانو سیمکارټونه تر هغه وروسته بند کړل، چې ویل یې مالیه یې نه وه ورکړې.

په هند کې بیا ډېرې سوداګریزې راکړې ورکړې او د پیسو لېږد رالېږد د ګرځنده ټیلیفونونو د شمېرو له لارې کېږي او د سیم کارټ راجسټرول یې په خوندیتابه کې مهمه ونډه لري.