تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسماعیل یون او مخابراتو وزارت ترمنځ د قرارداد پر سر لانجه
په کابل کې د ژوندون په نامه د یوې خصوصي رسنۍ مشر وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت له دغې رسنۍ سره د جمهوریت مهال د ځمکې شوی قرارداد نه مني او همدا ډول یې طالب چارواکي تورن کړي چې له رسنیو سره له سخت سانسور څخه کار اخلي.
د ژوندون خصوصي ټلوېزیون مشر اسماعیل یون ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت ور ته د ټلوېزیون د هغې دولتي ځمکې د کرایې لوړولو په تړاو خبرداری ور کړی چې ده د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال له حکومت څخه "د افغانستان د فرهنګ پیاوړتیا لپاره" په کرایه نیولې ده.
ښاغلي یون چې په کابل کې یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل، طالب چارواکو یې د ټلوېزیون د ودانۍ کرایه په ډالرو ټاکلی او خبرداری چې د ټلوېزیون د جوړېدو له مهاله تر نن ورځې د ځمکې ټوله کرایه باید د دوی له خوا په نوي ټاکل شوي نرخ ور کړي .
ژوندون تلوېزیون چې د کابل ښار په نهم حوزه کې پر څلور جریبه دولتي ځمکه جوړ شوی، ښاغلي یون یې د ځمکې د قرارداد ارزولو لپاره د یوه بې طرفه پلاوي د ټاکل کېدو غوښتنه کړې ده.
خو د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت وايي، دغه ځمکه ژوندون ټلوېزیون ته د تدارکاتي قوانینو خلاف له داوطلبۍ پرته په ډېره کمه بیه په قرارداد ور کړل شوې او ژوندون تلوېزیون ته یې د یادې ځمکې د قرارداد د نوي کولو وړاندیز کړی دی.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي بي بي سي ته وویل، دغه ځمکه د وخت د حاکم له لوري د یوه اړخیزې غوښتنې په ترڅ کې في جریب د میاشتې په ۵۰۹ افغانیو په کرا ورکړل شوې، خو د همدې ځمکې په څنګ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو جریب ځمکه یوه مخابراتي شرکت ته د میاشتې له څلورو زرو ډالرو پورته په کرایه ورکړل شوې ده.
د ژوندون ټلوېزیون مشر محمد اسماعیل یون پخپلو څرګندونو کې همدا ډول د طالبانو حکومت چارواکي د رسنیو په سانسور تورن کړل او ادعا یې وکړه چې د ښځو د غږ او شکایت له خپرولو وروسته ورته زنګونه وهل کېږي.
خو د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي سره په خبرو کې د رسنیو د سانسور په تړاو د ښاغلي یون ادعا رد کړه او ویې ویل، تر اوسه ور سره کومې رسنۍ دغسې شکایت نه دی شریک کړی.
د کرایې پر سر د ژوندون ټلوېزیون او مخابراتو او معلوماتۍ ټیکنالوجۍ وزارت جنجال داسې مهال دی چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال سیاسي تحول هغه کورنۍ رسنۍ چې په سوداګریزو اعلاناتو متکي وي، له اقتصادي اړخه سختې زیانمنې کړي چې له امله یې ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوي دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ موسسې نی پخپل تازه راپور کې ویلي، رسنیو سخته ضربه لېدلې او په ځوړ حالت کې دي.