تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا اجازه ورکوئ، چې مېرمن مو ستاسو وټس اپ ته د خپل تلیفون له لارې په پوره ډول لاسرسی ولري؟
وټس اپ (WhatsApp) نوې اسانتیاوې رامنځ ته کړې، چې له مخې یې اوس تاسې کولی شئ په څلورو ګرځنده تلیفونونو کې د خپلې همدې یوې شمېر څلور وټس اپ حسابونه یا په ساده ژبه وتس اپونه ولرئ.
د میټا شرکت مشر مارک زوکربرګ وايي: "اوس به تاسو وکولی شئ په خپلو څلورو تلیفونونو کې ورته وټس اپ حساب وکاروئ."
نوموړی وايي، دا اسانتیا یې د نړۍ ټولو کاروونکو لپاره رامنځ ته کړې او په راتلونکو اونیو کې به هرڅوک ورته لاسرسی ولري.
له دې مخکې تاسو کولی شو، چې یوازې په یوه تلیفون او څو نورو وسیلو، لکه لپ ټاپ یا ډیسک ټاپ کمپیوټر کې خپل وتس اپ حساب پرانیزئ.
څلورو تلیفونونو کې همهغه د یوې شمېر وټس اپ څنګه کار کوي؟
د دې نوې اسانتیا له مخې به د وتس اپ کاروونکي وکولی شي، چې خپلو څلورور تلیفونونو کې خپل وټس اپ حساب پرانیزي.
همهغه ډول لکه فیسبوک، چې څو موبایلونو کې پرانېستلی شئ، وټس اپ حساب مو هم لږ تر لږه څلورو تلیفونو کې پرانېستلی شئ.
که یو تلیفون بند وي، تاسو کولی شئ د دویم، دریم یا څلورم تلیفون څخه پیغامونه واستوئ.
د میټا شرکت وايي، دا اسانتیا یې د کاروونکو په غوښتنه رامنځ ته کړې، چې د ګڼو کسانو لخوا یې وړاندیزونه ترلاسه کړي وو.
همدارنګه که په یوه تلیفون کې ستاسو وټس اپ د اوږدې مودې لپاره فعاله نه وي نو په خپله په همدې تلیفون کې بندیږي او تاسې کولی شئ بل تلیفون کې پرانیزئ.
یاد شرکت وايي، دا اسانتیا د سوداګرې لپاره هم کارولی شئ.
ستاسو کاري وټس اپ حساب به ستاسو له څلورو کار کوونکو سره وي، چې هر یو یې وکولی شي مشتري ته په وخت ځواب ور کړي.
همدارنګه تاسې کولی شئ، د خپلې کورنۍ له څلورو غړو سره خپل وتس اپ حساب ګډ کړئ یعنی هغوی کولی شي خپلو تلیفونونو کې ستاسو وتس اپ پرانیزي او وېڅاري.
که لیواله یاست د خپل خاوند وټس اپ خپل تلیفون کې پرانېستلی شئ او یا هم د ژوند ملګري کولی شي د یو بل د وتس اپ حساب په خپلو موبایلونو کې پرانیزي یا لاسرسی ورته ولري.
ځینو کاروونکو د دې نوې بڼې وتس اپ هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې دوی ورته د اوږدې مودې لپاره اړتیا لري.
دا ډول په زړه پورو اسانتیاو له کبله هر کال د وټس اپ کاروونکي زیاتېږي.
نړۍ کې له دوو میلیاردو زیاتو انسانانو وتس اپ کارولو ته مخه کړې ده.
یاد اپ غږیز، انځوریز او لیکني پیغامونه لېګدوي او انسانان یې خپل منځ کې د اړیکو ټینګولو لپاره کاروي.