تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان او اقليمي بدلون: تر نورو ډېر اغېزمن شوی خو له ټولو هېر شوی لومړیتوب
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د ۲۸م نړیوال کنفرانس یا COP28 سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بنسټونو د اقليمي بدلون له امله ناورین ته د سملاسي لاس په کار کېدو غږ کړی. په دغه کنفرانس کې تازه له شپېتو د ډېرو هېوادونو استاو پر روغتیا د نړیوالې تودوخې پر اغېزو هم خبرې کړې.
د راپورونو له مخې په هلمند کې - چې له پخوا د افغانستان یو له ښېرازو ولایتونو ګڼل کېده - چارواکو ويلي یوازې په تېرو دوو کلونو کې د وچکالۍ له امله د دغه ولایت له څلورو ولسوالیو دوه زره کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې.
که څه هم دقیقې احصایې نشته خو د افغانستان په نورو سیمو کې هم د اقليمي بدلون ورته اغېزونه د بې ځایه کېدنو او ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي.
ملګري ملتونه وايي، افغانستان دا اوس د درېیم کال لپاره په تېرو دېرش کلونو کې له بې مخینې سختې وچکالۍ تېرېږي.
د دغه بنسټ د بشري چارو د همغږۍ ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۵ يې د وچکالۍ له سختو ناوريني حالاتو سره مخ دي چې له پنځوس سلنې ډېر نفوس اغېزمنوي. چې دغه ناورین د اقتصادي تنګسې او څلورو لسیزو جګړو ورانیو له امله د افغانستان نیمايي نفوس سختې بې وزلۍ ته مخ کړی چې په دې کې شپږ مېلیونه يې له لوږې سره مخ دي.
اوس چې په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقليم اته ویشتم کنفرانس یا COP28 روان دی په افغانستان کې د دغه بنسټ اړوندې ادارې هلته د اقليمي ناورین په اړه خبرداري خپروي.
د دغه بنسټ د بشري چارو د همغږۍ ادارې ویلي چې اقليمي بدلون افغانستان تر ټولو سخت ځپلی په داسې حال کې چې د اقليمي بدلون په لاملونو کې تر ټولو لږ ونډه لري او یوازې د ۰.۰۸ سلنه نړیوالو شين کوریزو یا ګلتوني ګازونو مسؤول دی.
دغه بنسټ غږ کړی چې باید د برابرو حل لارو او تر نورو ډېرو ځپل شوو د ملاتړ لپاره په کار کې سره یو موټی شو.
د شنبې (اګست په دویمه) هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي (يوناما) په یوه اعلامیه کې ویلي و چې، دغه هېواد د اقليمي بدلون له اغېزو سره د مبارزې لپاره د لسو تر ټولو زيان منونکو او هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په دې برخه کې لږ چمتووالی لري.
دغې ادارې له نړيوالو غوښتي وو چې د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پر ځای په زيانمن افغانستان کې عملي ګامونه واخلي ځکه په وينا يې اقليمي بدلون په دې هېواد کې د ميليونو کسانو پر ورځني ژوند اغېز کړی دی.
افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې شپږم دی چې د اقليمي بدلون له امله ډېر زیانمنېدونکی دی او دغه راز په ۲۰۲۳ کال کې د طبيعي پېښو په خطرونو کې په نړیواله کچه څلورم هېواد و.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې افغانستان له ۱۹۵۰ کال راهیسې د ۱.۸ سانتي ګرېد په اندازه د هوا تودوالی تجربه کړی چې دا په نړیواله کچه د هوا د توېدو له۱.۵ سانتي ګرېد اوسط څخه لوړ دی. دغه لوړوالي کرنه چې د هېواد د اقتصاد د ملا تیر دی پوره زیانمنه کړې چې دا حالت دوامدارو جګړو، بې وزلۍ او بې ځایه کېدو لا نور اغیزمن کړی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې یا یو اېن ډي پي مشر سټیفن رودریګس هم په دې اند دی چې افغانستان د اقليمي ناورین پر ژۍ دی او باید همدا اوس اقدامات وشي.
هغه په دوبۍ کې د اقلیم اته ویشتم کنفرانس داسې فرصت بللی چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزونو ته د مقاومت ډېرولو کې مرسته کولی شي او ویلي يې دي چې دا نه یوازې اخلاقي مسؤولیت دی بلکه د سیمهييز ثبات او نړیوال امنیت لپاره یې ستراتیژیکه اړتیا بللې.
په دوبۍ کې د اقليمي بدلون نړیوال کنفرانس کې پرون د څه باندې شپېتو هېوادونو د روغتیا وزیرانو پر عامه روغتیا د نړیوالې تودوخې پر اغېزونو خبرې وکړې. تېره میاشت يوې څېړنې وښودله چې د ۹۰مو کلونو پرتله په تېرو لسو کلونو کې د نړیوالې تودوخې له امله د مړینو شمېر ۸۵ سلنه لوړ شوی.
د اقلیم او روغتیا نړیوالې ټلوالې په نامه د ننګې د یوې ډلې د پالیسۍ برخې مشره جېس بېګالي وايي، "د روغتیا اړوند هره نړیواله ننګونه چې فکر يې کوو په یو ډول يې اقليمي بدلون چټکوي. دا وايي، اقليمي بدلون انساني روغتیا، د ساري ناروغیو له خپرېدو، خوارځواکۍ او ټولو انسانانو کې له رواني روغتیا سره تړاو لري".
په ورته مهال په افغانستان کې د منل شوي دولت د نشتوالي له امله دغه کنفرانس ته رسمي استازی نه دی وربلل شوی. دغې غونډې ته له ۲۰۰ د ډېرو حکومتونو استازي وربلل شوي. دغه غونډه د نومبر په ۳۰ پيل شوې د ډسمبر تر ۱۲مې دوام کوي.