تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په دوبۍ کې د اقليمي بدلون نړيواله سرمشریزه 'کاپ ۲۸مه' ولې مهمه ده؟
د نړۍ مشران د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو یوې مهمې سرمشریزې ته چمتوالی نیسي.
دا ناسته داسې مهال بلل شوې چې روان کال موسمي بدلونونو د اقلیمي بدلون ډېر ریکارډونه مات کړي او د ځینو سختو پرېکړو اړتیا له بل هر وخته ډېره شوې ده.
کاپ ۲۸مه ناسته څه او چېرته ده؟
کاپ ۲۸ د اقلیمي بدلون په اړه د بحث ۲۸مه کلنۍ غونډه ده چې حکومتونه پکې په اقليم کې راتلونکو ممکنه بدلونونو او ورته د چمتوالي په اړه پرېکړې کوي.
سږنۍ ناسته د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې جوړېږي.
دا سرمشریزه سبا د نومبر له دېرشمې پیل او د روان کال د ډسمبر تر ۱۲مې نېټې دوام کوي.
کاپ یا پا انګریزي کې COP د "Conference of the Parties" مخفف دی.
په دې ناسته کې هغه هېوادونه او ډلې ګډون کوي چې د ملګرو ملتونو ۱۹۹۲م کال د اقلیمي بدلون هوکړه یې لاسلیک او منلې ده.
دا سرمشریزه ولې په دوبۍ کې جوړېږي؟
متحده عربي امارات د تېلو د ډېر تولید په لسو مهمو هېوادونو کې شمېرل کېږي.
په دې هېواد کې د تېلو د کاروبار تر ټولو سترو شرکتونو له ډلې یې 'سلطان الجبار' هم فعالیت لري، چې سږ کال د دغې ناسته سمبالول هم ور تر غاړې دي.
تېل، ګازونه، د ډبرو سکاره، او د دوی پاتې شوني د اقلیمي بدلون مهم عناصر دي.
اټکل کېږي چې د COP28 سرمشریزه به په اوږده مهال کې د تودوخې نه لوړېدو هیلې ژوندۍ وساتي چې دا مهال په نړیواله کچه ټاکل شوی هدف ۱اعشاریه ۵ سانتي ګراده ده.
له ۱اعشاریه ۵ د نړۍ د تودوخې نه لوړېدو هدف د زیان رسوونکو اقلیمي بدلونونو د مخنيوي لپاره مهم دی چې باید تعقیب شي.
په دې ډول ناستو کې ټول تمرکز په دې وي چې د انرژۍ سرچینې څنګه پاکې او له زیان اړوونکو عناصرو خوندي کړي.
په همدې ډول طبیعت، چاپېریال او د خلکو روغتیايي وضعیت ته پاملرنه بل مهم هدف دی چې نړیواله ټولنه یې د ترلاسه کولو هڅه کوي.
اټکل کېږي چې د سږ کال اقلیمي بدلون دا ناسته تر ټولو اغېزمنه هغه وي.
د اقلیمي بدلون د ناستې په درشل کې به بېلابېل شعارونه هم نړۍ ته رسېږي چې هر څوک د اقلیم او چاپیریال په ساتنه کې خپل مهم رول ادا کړي.
د کاپ ۲۸ په غونډه کې څوک ګډون کوي؟
دې ناستې ته له ۲۰۰ د ډېرو حکومتونو استازي وربلل شوي دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د چین ولسمشر شي جې پېنګ په دې ناسته کې د نه ګډون ویلي خو د دوی په استازولی به يې استازي غونډه کې برخه واخلي.
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک دفتر غونډې ته د لومړي وزیر او بکېنګهم ماڼۍ دې ناستې ته د پاچا چارلز د ورتګ پخلی کړی دی.
د بریتانیا پاچا به د ډسمبر په لومړۍ ورځ پرانېستونکې وینا ولري.