د اقلیمي بدلون په اړه دوبۍ کې کلنۍ غونډې ته طالب استازي نه دي بلل شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي‌ په متحده عربي اماراتو کې د اقلیمي بدلون په اړه روانې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي نه دي بلل شوي.‌

د "کاپ ۲۸" په نامه دغه غونډه نن (پنج شنبه) په دوبۍ پیل شوه چې د ډیسمبر تر ۱۲مې به روانه وي.

کاپ ۲۸ داسې کلنۍ غونډه ده چې حکومتونه پکې د راتلونکو ممکنه اقلیمي بدلونونو او پر وړاندې یې د چمتوالي په اړه پرېکړې کوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې د چاپیریال ساتنې ادارې له خوا خپره شوې ویلي، سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له سختو "ننګونو" سره مخ دی، خو بیا هم دغې مهمې ناستې ته د دوی استازي نه دي بلل شوي ‌چې د نوموړي‌ په ټکو "ستره جفاه" ده.

دغه خبر پاڼه زیاتوي‌ "د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان زیامنتیا به د خلکو اقتصادي او ټولنیز وضعیت نور هم خراب کړي... او آن بشري ناورین به رامنځ ته کړي."

اعلامیه زیاتوي، دطالبانو حکومت هڅه کوي چې د اقلیمي بدلون د ګواښونو کمولو په اړه ګامونه واخلي، خو ټینکار کوي چې دا کار د نړیوالې ټولنې له مرستو پرته شونی نه دی.

په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې د طالبانو د حکومت استازي دې د اقلمي بدلون غونډو په څېرو ناستو کې ګډون ته پرېښودل شي.‌

د طالبانو حکومت په نړۍ کې تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او له همدې امله په ډېرو مهمو ناستو کې یې استازو ته د ګډون بلنه نه ورکول کېږي.‌

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ادارې بي‌بي‌سي‌ پښتو ته ویلي و چې په دغه هېواد کې د اقلمي بدلون په اړه ۳۲ پروژې هم د طالبانو له واکمنۍ وروسته ځنډول شوې دي.‌

د چاپیریال ساتنې ادارې په خبرپاڼه کې د دغو پروژو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.‌ د دغې ادارې یوه چارواکي روح الله امین بي‌بي‌سي‌ پښتو ته وویل په رسمي‌ ډول یې په دغه ناسته کې بیا بیا د ګډون غوښتنه کړې وه خو وايي د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې ادارې اجازه نه ده ورکړې."

په کاپ ۲۸مه غونډه کې څوک ګډون کوي؟

دې ناستې ته له ۲۰۰ د ډېرو حکومتونو استازي او مشران وربلل شوي دي. په دې ناسته کې هغه هېوادونه او ډلې ګډون کوي چې د ملګرو ملتونو ۱۹۹۲م کال د اقلیمي بدلون هوکړه یې لاسلیک او منلې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د چین ولسمشر شي جې پېنګ په دې ناسته کې د نه ګډون ویلي خو د دوی په استازولی به يې استازي غونډه کې برخه واخلي.

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک دفتر غونډې ته د لومړي وزیر او بکېنګهم ماڼۍ دې ناستې ته د پاچا چارلز د ورتګ پخلی کړی دی.

د بریتانیا پاچا به د ډیسمبر په لومړۍ ورځ پرانېستونکې وینا ولري.