په بريتانيا کې د اروپايي مشرانو ناسته؛ زېلينسکي: پوتین ونتوانېد چې موږ بېل کړي

د عکس سرچینه، PA MEDIA
د اروپايي هېوادونو مشران نن پنجشنبې په بريتانيا کې سره راټول شوي او د اوکرايین ولسمشر ولودمير زېلينسکي هم په کې ګډون لري.
اټکل کېږي چې د اروپايي هېوادونو مشرانو د غونډې اصلي تمرکز د اوکرايين پر جګړه دی.
د اوکرايين ولسمشر زېلينسکي په دې ناسته کې وويل، دوی "په اروپا کې یووالی ساتلی دی" او دا په دې معنی ده چې ولادمير پوتین "په خپله اصلي موخه کې چې د اروپا وېشل دي پاتې راغلی دی."
د اروپا د سياسي ټولنې په دې غونډه کې به د دفاع پر پياوړتيا، د انرژۍ د امنيت خوندي ساتلو، د اقتصاد، سياست او پولو د لا خونديتابه په اړه خبرې وشي.
د بريتانیا نوی لومړی وزير کېير سټارمر د دې سرمشريزې کوربتوب پر غاړه لري او پلان لري چې له دې وچې سره د خپل هېواد اړيکي بيا له سره جوړې کړي.

د عکس سرچینه، REUTERS
ښاغلي سټارمر د غونډې په پرانيستونکي وينا کې ژمنه وکړه چې له اروپايي ټولنې سره به د بريتانیا اړیکې پياوړې کړي.
نوموړي د اروپايي ټولنې هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې وويل چې غواړي د دوی ګډې ګټې او ارزښتونه چې د اروپا د پېژندګلوۍ بنسټ جوړوي بيا مطرح کړي.
د بريتانیا لومړي وزير دا هم وويل چې غواړي له نورو اروپايي هېوادنو سره د پاکې انرژۍ، د اوکرايين د ملاتړ او غیرقانوني کډوالۍ په برخو کې همکاري وکړي.
ښاغلي سټارمر وويل، حکومت یې غواړي له غيرقانوني کډوالو سره د انسانيت او نړیوالو قوانينو په رڼا کې چلند وکړي او ټينګار یې وکړ چې د بريتانيا د بشري حقونو په اړه د اروپا له کنوانسيون څخه نه وځي.
د اروپايي هېوادونو په دې سرمشريزه کې د فرانسې ولسمشر اېمانول مکرون او د اروپايي شورا د مشر چارلس مېشل په ګډون شاوخوا ۵۰ اروپایي مشران ګډون لري.











