پر ټرمپ برید

د ویډیو تشریح، ټرمپ خوندي خو په وینو سور دی او بریدګر له ډزو وروسته وژل شوی
پر ټرمپ برید

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ له یوه وسله‌وال بریده ژوندی راوتلی. پر نوموړي دا وسله‌وال برید پنسلوانیا کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال وشو.

پنسلوانیا کې د ټرمپ د ټاکنیزې غونډې له پیلېدا پنځه دقیقې وروسته د ډزو غږ واورېدل شو.

په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د هغه امنیتي ساتونکو د ډزو د غږ له اورېدو سره سم دریځ‌ ته وردانګي. پر نوموړي راټولېږي او لاندې یې پټوي.

له څو شېبو وروسته د امنیتي مامورانو غږ اورېدل کېږي چې وايي بریدګر له پښو وغورځول شو.