که روميان نه وای کچالو به هم نه و

د بزګرانو په بازار کې د اېښودل شویو روميانو او کچالو نږدې انځور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ساینسپوهانو موندلې، چې کچالو د وحشي روميانو له درکه رامنځته شوی دی.
    • Author, ډالیا وینټورا

شاوخوا نهه میلیونه کاله مخکې په هغه سیمه کې، چې وروسته د سوېلي امریکا په نوم ونومول شوه، د اند غرونه لا هم په وده کې وو، نباتات وحشي وو او انسانان پکې نه وو، هلته دوو نباتاتو څنګ په څنګ ژوند کاوه.

د لندن د طبیعي تاریخ موزیم کې د نباتاتو په برخه کې پوهه ډاکټره ساندرا کناپ وايي: "د نباتاتو دوه ټولګې وې"

هغه زیاتوي: "دوی د هغو نباتاتو پلرونه وو، چې موږ یې نن ورځ د روميانو (سولانوم لایکوپرسیکم) په نوم پېژنو او د سولانوم ایټیوبروسوم په نوم د نباتاتو له یوې ډلې وو، چې درې اوسني ډولونه یې په چیلي او خوان فرنانډیز ټاپوګانو کې موندل کېږي."

د دوی له نومونو هم ښکاري چې دوی خپلوان وو او د یو بل له نسله اخیستل شوي دي.

ډاکټره کناپ وايي: "دا د جینونو بدلون وو، چې په بشپړه توګه نوی ډول یې رامنځته کړ. او دې بدلون د انډیز په سړو او وچو استوګنځایونو کې وده شونې کړه."

متخصصین دې ته متقابل هایبرډیزیشن وايي، او دا ډېر وختونه پېښېږي. ځینې وختونه ښیې چې پایلې نه لري.

د بېلګې په توګه، قچر د ښځینه اس او نارینه خره ترمنځ له جنسي اړیکې زېږیدلی دی.

که څه هم دا یو بریالی هایبرډ یا د دوو بېلو څېزونو ګډوله ده، چې له لرغونو وختونو راهیسې ارزښت لري خو د تکثیر یا تولید مثل وړتیا نه لري.

ډاکټره کناپ وايي، د نباتاتو په پادشاهۍ کې هم د ډولونو ترمنځ ټکرونه ډېر ځله پېښېږي. دا هغه څه دي، چې موږ یې ډېروخت د خپل باغ له بوټو ترلاسه کوو.

دا په طبیعي ډول یا د انسان د مداخلې(اختراع) له لارې پېښېدلی شي، او داسې نباتات رامنځته کوي، چې د دواړو د مور او پلار ترکیب په کې وي.

هغه وايي: "ځینې وختونه دوی شنډ وي. دوی وده نه کوي یا نور زېږون نه کوي."

خو کله چې د ترکیب لپاره اړین شرایط برابر وي، د یو ځای کېدو پایلې یې کېدلی شي له تمو زیاتې لوړې وي.

دلته هم دا خبره وشوه. میلیونونه کلونه مخکې د سولاناسي کورنۍ دوه ډوله په ناپامي ډول سره یو ځای شول، چې په پایله کې کچالو وزېږید.

ډاکټره کناپ وايي: "دا په زړه پورې ده. یو څه، چې زموږ ورځني ژوند لپاره مهم دی، کچالو دومره لرغونی او غیر معمولي اصل لري."

د چین د کرنې علومو اکاډومۍ پروفیسور سانوین هوانګ، چې د جولای په میاشت کې یې د سیل په ژورنال کې خپره شوې نړیواله څېړنه رهبري کړه. اعلان وکړ: "رومانټان مور ده او ایټوبیروسم پلار دی"

د اوږدې مودې راز موندل

د سولانوم لایکوپرسیکم نبات بیلګه د سولانوم ایټیوبروسوم نبات تر څنګ

د عکس سرچینه، LOC/Biodiversity Heritage Library

د عکس تشریح، سولانوم لایکوپرسیکم (کیڼ اړخ ته) او سولانوم ایتوبیروسم (ښي اړخ ته)، چې له همدې کچالو وده کړې.

د پیل ټکی هغه څه و، چې دمخه پېژندل شوي وو.

که څه هم کله، چې په بازار کې لیدل کېږي، کچالو سخت دی او نشایسته لري، چې د روميانو په څېر نه ښکاري. رومیان سره او جوس لري یعنی اوبلن دي. ډاکټره کناپ، چې په څېړنه کې هم ښکېل وه وايي:"دوی ډېر ورته دي."

د ساینسپوهانو په وینا، پاڼې او ګلونه ډېر ورته دي او د کچالو د بوټي میوه ان د کوچنيو شنو روميانو په څېر ښکاري.

هغه وايي: "له دې ور هاخوا، چې موږ یې ګورو، موږ له ډېرې مودې راهیسې پوهېږو، چې کچالو، روميان او ایټیوبروسم نږدې اړیکې لري." دا زیاتوي:

"هغه څه، چې موږ نه پوهېدو دا وو، چې کوم یو یې کچالو ته نږدې دی. ځکه، چې بېلابېل جینونه موږ ته بېلې بېلې کیسې کوي."

ساینسپوهانو لسیزې تېرې کړې چې د دې مشهورې غدې د اصلیت معما افشا کړي، خو دوی له یوې ستونزې سره مخامخ شوي دي هغه دا چې د کچالو جینیونه معمول نه دي.

د ټام ټاټو اوږد بوټی چې د ګني لښتې یا لرګي په ملاتړ پورته تکیا شوی. دلته د روميانو میوې یا حاصل له ځمکې پورته او د کچالو تیوبرونه یا غدې لاندې دي

د عکس سرچینه، Thompson & Morgan

د عکس تشریح، کچالو او روميان دومره ورته دي، چې د هغوی قلم کول یو داسې نبات تولیدوي چې دواړه جوړه وي، لکه دا د ټام ټاټو په نوم یو بوټی چې د باغدارۍ شرکت ټامپسن او مورګان لخوا رامنځته شوی

په داسې حال کې، چې د انسانانو په ګډون، ډېر ژوندي ډولونه، په هره حجره کې د کروموزومونو دوه کاپۍ لري خو کچالو څلور لري.

د دې تضاد د حل لپاره، څېړونکې ډلې د کچالو، روميانو او ایټیوبروسوم په ګډون د لسګونو ډولونو له ۱۲۰ ډېر جینونونه (د جینونو بشپړ سیټ یا په حجره کې موجودو جینونو مواد) تحلیل کړل.

د کچالو هغه جینونونه، چې دوی ترتیب کړي یا رامنځته کړي دي نږدې ورته د روميانو او ایتوبیروسوم په څیر ویش لري.

ډاکټره کناپ ټینګار کوي، چې نېکه "یو یا بل نه وو، دا دواړه وو."

په دې ډول څېړونکو د سویلي امریکا د غرونو په لمنو کې میلیونونه کاله مخکینۍ رومانتيک اړیکه وموندله.

ډاکټره کناپ معلومات ورکوي، چې دا یو بریالی یووالی و.

"ځکه چې د جین ترکیبونه یې رامنځته کړل. دې نوي نسب ته اجازه ورکړه، چې د انډیز په نوي رامنځته شويو لوړو استوګنځایونو کې وده وکړي."

دا په لویه کچه د دې حقیقت له امله وه، چې له ځمکې پورته د کچالو بوټي د خپلو مو او پلار سره نږدې ورته والی درلود خو هغه څه، چې پټ وو (غدې) وې چې هېڅ ورته والی یې نه درلود.

د غدو درلودل داسې دي، لکه: هر وخت چې ډوډۍ بکس کې ولرې. دوی انرژي ذخیره کوي،چې د ژمي، وچکالۍ یا د ودې نورو نامناسبو شرایطو کې ژوندي پاتې کېدو کې مرسته وکړي.

یوه 'جنیټیک لاټري'

د سولانوم ټیوبروم (کچالو) بوټي انځور، چې د روميانو په څیر کوچنۍ میوې لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ګرافیک کې "c" توری د کچالو میوې ښیي، چې د کوچنیو روميانو په څیر دي

ساینسپوهانو یو څه په زړه پورې هم وموندل. هغه نبات، چې غدې یې رامنځته کړې دوی د جینونو یوې لاټرۍ په ګټلو سره دا کار کړی.

دا معلومه شوه، چې د دوی پلرونو د غدو د جوړولو یو جین درلود.

هېڅ یو یې په یوازې ځان کافي نه و، خو چې سره یوځای شول، نو داسې پروسه یې پیل کړه، چې د ځمکې لاندې ډډه برخه یې په خوندورو کچالانو بدل کړله.

د ډاکټرې کناپ چینایي ټیم، چې دې ورسره کار کاوه، دا یې ثابته کړه.

هغه وايي: "دوی ډېرې ښکلې تجربې وکړې. د خپلې فرضیې د تایید لپاره یې دا جینونه له منځه یوړل او له دوی پرته تیوبرونه یا غدې نه جوړېدلې".

هغه هایبرډیزیشن، چې کچالو یې رامنځته کړ د خوښۍ له یوې پېښې کم څه نه وو. یو نوی ارګان یې رامنځته کړ.

او دا ارګان د کچالو د تکامل یوه بریا په ګوته کوي.

دغه څه نبات ته اجازه ورکړه، چې د تخمونو یا تخمه وېشوونکو (هغه ډله حشرات چې له یوه ګله بل ګل ته یا نبات ته تمه لېږدوي) له اړتیا پرته تکثیر وکړي.

دوی بېلابېلو شرایطو سره د تطابق توان درلود، چې په تنوع کې د لوی پرمختګ یا چاودنې لامل شو.

ډاکټره کناپ وايي، ان نن ورځ "له ۱۰۰ څخه زیات وحشي ډولونه یې یوازې په امریکا کې موندل کېږي، د متحده ایالاتو له سویل لویدیځ څخه تر چیلي او برازیل پورې."

زیان منونکي

د ټیوبروسم او ټیوبروسم بوټو عکس چې څنګ په څنګ دي.

د عکس سرچینه، Shenzhen Institute of Agricultural Genomics, Chinese Academy of Agricultural Sciences

د عکس تشریح، په بهرنۍ برخه کې، ایټیوبروسم (کیڼ اړخ ته) او ټیوبروسم (ښي اړخ ته) کېدای شي ورته ښکاره شي، خو دا د وروستي نشایسته لرونکي تیوبرونه یا غدې دي، چې کچالو یې دومره مشهور کړی دی.

په هر حال، ناجنسي تکثیر یا د زېږون وړتیا خپله کچالو ته یو څه زیان رسولی دی.

ډاکټره کناپ یې داسې روښانوي: "د دوی د کرلو لپاره، تاسو د کچالو کوچنۍ ټوټې کرئ. په دې معنا، چې که تاسو یوازې یو ډول ځمکه ولرئ، دوی اصلا یوازې د یو بل یوه کاپي دي."

د بېلګې په توګه، د جینونو له پلوه یو شان والی په دې معنا دی، چې د کچالو هېڅ بوټی به د نوې ناروغۍ پر وړاندې د دفاع وړتیا ونه لري.

دا موږ هغې خبرې ته رسوي، چې ولې ساینس پوهانو دا څېړنه ترسره کړې.

د ډاکټرې کناپ په وینا، چینایي ټیم غواړي، داسې کچالو جوړ کړي، چې له تخم څخه تکثیر وکړي او د جینونو په ډولونو بدل شي.

دوی هیله لري، چې له وحشي ډولونو د جینونو معرفي کول کولی شي داسې ډولونه رامنځته کړي، چې د چاپیریال ننګونو سره په ښه توګه مقاومت وکړي.

هغه وايي: "نور تکاملي بیولوژیستان، چې په دې څېړنه کې ښکیل وو او ما په خپل وار غوښتل، چې معلومه کړم د کچالو نږدې خپلوان څوک وو او ولې دوی دومره متنوع دي."

"نو، موږ څېړنو ته له ډېرو بېلابېلو زاویو یا لیدلورو مراجعه وکړه او و موکولای شول، چې له خپل هر لیدلوري پوښتنې وکړو. دې دا څېړنه د ګډون او کار کولو لپاره ډېره په زړه پورې کړه."