په اونۍ کې څلور ورځې کار کول د روغتیا لپاره ښه دي، خو ولې موږ داسې نه کوو؟

د عکس سرچینه، Getty Images/Skynesher
- Author, صوفیه بیټیزا
- دنده, خبریاله
په اونۍ کې پنځه ورځې کار وکړئ، د اونۍ له پایه خوند واخلئ، بیا بېرته کار ته د ستنېدو لپاره ځان چمتو کړئ خو که کټ مټ داسې ونه کړو بیا به څه کېږي؟
د نیچر هېومن بېهفیر په نوم ژورنال کې خپره شوې یوه تاریخي څېړنه، چې د خپل ډول ترټولو پراخه څېړنه ده. دا یې موندلې، چې د کار اونۍ څلور ورځو ته کمول د خلکو هوساینې ته د پام وړ وده ورکوي.
د بوسټن کالج څېړونکو څلور مهم شاخصونه وڅارل:
دوی په متحده ایالاتو، بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا، اېرلینډ او نیوزیلینډ کې په ۱۴۱ شرکتونو کې ستړیا، د کار رضایت، فزیکي او رواني روغتیا چارې وڅارلې.
مخکښې لیکوالې وین فین بي بي سي ته وویل: "موږ د کارګرانو هوساینه کې لوی پرمختګونه وموندل."
"شرکتونو په تولید او عاید کې هم پرمختګونه ولیدل. اوس چې دا ارزونه یې پای ته رسیدلې، له ښکېلو کسانو ۹۰ سلنه یې اونۍ کې څلور ورځې کار کولو ته دوام ورکړی."
دې څېړنه کې ور زیاته شوې، چې لنډه کاري اونۍ د غوره روغتیا، د کار او ژوند ښه توازن ساتل او په ټولیز ډول له ژوند څخه د رضایت زیاتوالي سره تړاو لري.
دا څېړنه له هغې څېړنې وروسته خپره شوې، چې په کې راغلي وه اوږده کاري ساعتونه کولی شي د دماغو جوړښت بدل کړي.
نو، که چیرې روغتیایی ګټې دومره روښانه وي، بیا څه شی موږ منع کوي؟
د ډېر کار کولو کلتور

د عکس سرچینه، Getty Images
چین د خپل '۹۹۶' کاري کلتور له کبله ښه مشهور دی. هلته کارکوونکي د اونۍ شپږ ورځې د سهار له ۹ بجو څخه د شپې تر ۹ بجو پورې کار کوي.
هند چې د ټیکنالوژۍ او مالي سکتورونو کې مخ پر ودې هېواد دی. کارکوونکي ډېر وختونه د نړیوالو غوښتنو پوره کولو لپاره د اوږدو، نامنظمو کاري ساعتونو له کبله له بې رحمه فشار سره مخامخېږي.
پروفیسره فین وايي: "په چین، هند، متحده ایالاتو او بریتانیا کې اوږده ساعتونه د ویاړ نښه ګڼل کېږي."
په جاپان کې، اضافي وخت کې بې معاشه کار کول دومره عام دي، چې هغه هېواد کې د ډېر کار له امله د مرګ لپاره یوه کلمه شته ده: کاروشي
په جاپان کې د کار د بازارونو او د کاري ځای د کلتور کارپوه هیروشي اونو وايي: "په جاپان کې، کار یوازې کار نه دی. دا تقریبا یو ټولنیز دود دی"
"خلک وختي [کارځای ته] راځي او تر ناوخته پاتې کېږي. ان که چیرې په رېښتیا کار هم نه وي دوی خپلې ژمنتیا ښودلو لپاره داسې کوي. دا لکه یو مارشالي یا رزمي هنر په څېر دی. د ترسره کولو لپاره یې یوه لاره شته دی."
نوموړی روښانوي، چې د جاپان ټولنیز کلتور دغه کار ته خلک هڅوي:
"د 'وړیا خورو' پر وړاندې یو تمسخر شته دی. که چېرې یو کس د جمعې پر ورځ رخصتي واخلي نور سمدلاسه همدا فکر کوي، چې 'ولې دوی د نن ورځې له کاره تښتي؟"
هغه څه چې ډېر د پام وړ دي او ان په قانوني ډول یې مستحق دي هغه د پلارولۍ رخصتي ده (چې نوی ماشوم وزېږي پلار ته رخصتي ورکوي) او جاپان کې ډېر کسان له دې ګټه نه پورته کوي.
اونو وايي:
"نارینه کولی شي تر یو کاله رخصتي واخلي خو ډېر لږ کسان ترې ګټه پورته کوي. دوی نه غواړي خپلو همکارانو ته تکلیف ورکړي."
پروفیسوره وین فین باور لري، چې دا ډول ارزونو سره د نظرونو بدلېدل پیلېږي ان په هغو ځایونو کې چې د زیات کار دودونه لري.
په ایسلینډ کې نږدې ۹۰ سلنه خلک اوس د کم ساعتونو لپاره کار کوي یا دوی د کاري اونۍ لنډولو حق لري.
په سویلي افریقا، برازیل، فرانسه، هسپانیا، ډومینیکن جمهوریت، بوټسوانا په ګډون په ډېرو هېوادونو کې ارزونې ترسره شوې یا روانې دي.
د روان کال په پیل کې توکیو د دولتي کارکوونکو لپاره د څلورو ورځو کاري اونۍ ازمایښتي دوره پیل کړه.
دوبۍ په دې وروستیو کې د خپل دولتي کاري ځواک لپاره د دوبي لپاره ورته طرحه پیل کړه.
په ورته وخت کې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په میاشت کې به سویلي کوریا په ۶۷ شرکتونو کې د ۴.۵ کاري ورځو اونۍ ازمايښتي دوره پیل کړي.
د کار او ژوند ترمنځ انډول برابر نه دی

د عکس سرچینه، City of Golden PD
د نړیوالې څلورو کاري ورځو اونۍ اجرائیوي مشره کارن لو وايي:
"له کوویډ راهیسې ډېر خلک احساسوي، چې د دوی کار او ژوند همغږی نه دی یا یې انډول برابر نه دی او تاسو نشئ کولی هغه راوګرځوئ."
د نوموړې اداره په ټوله نړۍ کې شرکتونو سره د څلور ورځني ماډل په ازموینه کې مرسته کوي. له برازیل تر نامیبیا او ان تر جرمني پورې.
د هغې د بریالیتوب یوه لویه کیسه د کولوراډو په ګولډن ښار کې د پولیسو څانګه ده، چې ۲۵۰ کارمندان لري.
د څلورو کاري ورځو اونۍ له پیل راهیسې د اضافي وخت لګښتونه نږدې ۸۰ سلنه راټیټ شوي او استعفاوې نیمایي شوې دي.
لو وايي:
"که چیرې دا [د څلورو ورځو کاري اونۍ] د پولیسو په څانګه کې ښه کار وکړي، چیرې چې افسران په ګزمې بوخت وي او بېړني حالتو ته چمتوي وي ... نو دا هرچیرې ښه کار کوي."
"کله چې موږ په ۲۰۱۹ کې لومړۍ ازمېښتي دوره پیل کړه، یوازې یو څو شرکتونو لیوالتیا درلوده. اوس زرګونه دي."
د دغه څه د عملي کولو لپاره "شواهد شته دي. ورک شوی عنصر پوهه او درک دی."

د عکس سرچینه، Karen Lowe
لو وايي، چې یوه عامه ناسمه پوهه دا ده، چې لنډه اونۍ د کم تولید په معنا ده خو نوموړې استدلال کوي او وايي، په حقیقت کې برعکس یې ډېر وخت رېښتیا ثابت شوی.
په ۲۰۱۹ کال کې مایکروسافټ جاپان د څلورو ورځو اونۍ ازموینه وکړه او د هغه وخت د تېر کال پرتله یې د هر کارمند په پلور کې ۴۰ سلنه زیاتوالی ولید.
په هر حال شرکت پرېکړه وکړه، چې دا بدلون به د تل لپاره پلي نه کړي.
لو وايي، چې لوی شرکتونه له ډېرې پیچلتیا سره مخامخ دي، ځکه: چې دوی ډېرې څانګې لري او په بېلابېلو هېوادونو او د وخت په زونونو کې فعالیت کوي.
د پروفیسورې فین په څېړنه کې تولید په لویه کچه کې وه، ځکه: چې شرکتونو د ټیټ ارزښت دندې کمې کړې.
نااړینې غونډې یې د تلیفون زنګونو یا پیغامونو سره بدلې کړې.
لو وايي، یو بل ناسم پوهاوی دا دی، چې کارکوونکي به د دې ورځې رخصتۍ د جبران لپاره اضافي سخت کار کولو ته اړتیا ولري.
دا وايي:
"کلیدي خبره دا ده، چې پنځه ورځې [د پنځو ورځو کار] په څلورو ورځو [د څلورو ورځو په کار] نه کموي. دا د ضایعاتو کمول دي."
"او له مصنوعي ځېرکتیا سره اوس ډېرې دندې اتومات کېږي، موږ کولی شو دا ضایعات په اسانۍ سره وپېژنو."
یوه روغتیایي مشوره چې ګټوره ده

د عکس سرچینه، Charl Davids
د کیپ ټاون د سټیلن بوش پوهنتون کې د مشورې مرکز مشر چارل ډیویډز لپاره د څلورو کاري ورځو اونۍ بدلون یوازې په کار ځای کې یو بدلون نه و بلکې د ژوند بدلون و یا ژوند ژغورنه وه.
د هغه ټیم له ۳۰.۰۰۰ څخه زیاتو زده کونکو ته د رواني روغتیا ملاتړ چمتو کوي. هغه وايي، له بدلون څخه دمخه کارکوونکي ستړي وو.
نوموړی وايي:
"د غیر حاضرۍ کچه لوړه وه. خلکو په دوامداره توګه د ناروغۍ اړوند زنګ واهه، نه دا چې دوی سست وو، بلکې دوی هڅه کوله چې ژوندي پاتې شي. دوی هېڅ انرژي نه درلوده.
سویلي افریقا د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې ټولنه یې له ذهني پلوه ډېره کړېدلې ده.
د چارل د ۵۶ کسیزې ډلې غړي په پرله پسې توګه د رواني زیانونو، د قضیو ډېروالی، د منابعو کمښت له کبله تر عاطفي فشار لاندې و.
هغه پرېکړه وکړه، چې د لوړ پوړو مشرانو له فشار سره سره او د هغه د خپل ټیم له شک سره سره د څلورو کاري ورځو د اونۍ ازمايښتي دوره یې پیل کړه.
نوموړی وايي:
"دوی فکر کاوه، چې دا به هېڅکله کار ور نه کړي خو کار یې وکړ. پایلې یې معمولي نه وې."
ټیم یې له ازمايښتي دورې څخه مخکې په یوه کال کې ۵۱ د ناروغۍ ورځې ثبت کړې.
د څلورو کاري ورځو اونۍ د پیل په شپږو میاشتو کې یادې شمېرې یوازې څلورو ورځو ته راټېټې شوې وې.
کارمندانو ویلي وو، چې ښه خوب کوي، سپورت کوي او خپل د شوق کارونه ترسره کوي.
چارل وايي: "دوی د کارونو د ترسره کولو پرځای له کورنۍ سره د اونۍ پای ورځې تېرې کړې.
"ما فکر کاوه، چې ډېر به یې خپل اضافي وخت کې شخصي کارونه وکړي او لا زیاتې پیسې به وګټي خو یوازې یوه یې داسې وکړل. "
چارل باور لري، چې د هغه د کارکوونکو هوساینې د دوی په خپلو دندو کې د لا ښه کېدو لامل شوې.
"دوی ډېر متمرکز وو، ډېر خواخوږي وو او دا په رېښتیا هم له زده کوونکو د لا ښې پاملرنې لامل شو."
اړینه نه ده، چې یو څه دې د ټولو لپاره ګټور وي
دا ډول بدلون په هر ځای کې شونی نه دی.
پروفیسره وین فین وايي: "د یوه هېواد صنعتي جوړښت او د پراختیا پړاو یې مهمه دی. "
کارن لو زیاتوي: "په افریقا کې، ډېر کارکوونکي په کرنه، کانونو، یا نارسمي سکتورونو کې کار کوي."
"دوی د کار اړوند چارو کې انعطاف په اړه خبرو ته نږدې هم نه دي. "
لو وايي، ټیټ مهارت لرونکي او لاسي دندې ترسره کوونکو تنظیمول ګران دي او په دې سکتورونو کې کارګمارونکي پر مهالویشونو د بیا غور پرځای د لا زیاتو ګټو په هڅه کې وي.
خو یو څه پرمختګ روان دی.
د پروفیسورې فین مطالعې کې د ودانیزو، تولیدي، او میلمه پالنې شرکتونه شامل وو او ځینو یې د بریالیتوب راپور ورکړی.
"دا په بېلابېلو سکتورونو کې نتیجه ورکوي خو زه نه غواړم، چې د څلورو کاري ورځو اونۍ د یوې درملنې په توګه وړاندې کړم. "
د دوی په خبره: "دا د ټولو لپاره یو ډول حل نه دی."
ځوان نسل بدلون راولي

د عکس سرچینه، Getty Images
کارپوهان دې سره همغږي دي، چې د دې بدلون تر شا به ترټولو لوی ځواک ځوان نسل وي.
د ۲۰۲۵ کال یوې نړیوالې نظر پوښتنې موندلې، چې د لومړي ځل لپاره د کار او ژوند توازن اوس له معاشه ډېر مهم دی.
په سویلي کوریا کې ډېر شمېر ځوان کارکوونکي وايي، چې دوی به د لنډې اونۍ په بدل کې د معاش کمول ومني.
پروفیسره فین وايي: "موږ د ځوان نسل ترمنځ مخ په زیاتیدونکی مقاومت ګورو. دوی د کار د موخو اړوند په بنسټیز ډول بېلابېل نظرونه لري. هغه څه، چې دوی یې له ژوند څخه غواړي."
نوموړې وايي، هغه خوځښتونه، کله: لویه استعفا (له وبا وروسته ډله ییزې استعفاوې) خاموش پرېښودل (یوازې هغه څه کول چې په کار کې اړین دي) او په چین کې "پروت کول یا پرېوتل" چې د ډیر کار کلتور ردولو په معنا کارول کېږي دا غبرګونونه ښیې، چې ځوان کارکوونکي د خپلې نارضایتۍ په ډاګه کولو او د ډېر کار کلتور ردولو لپاره لارې لټوي.
د وخت په تېریدو سره دا بدلونونه کولی شي د کار ځای نورمونه بیا له سره جوړ کړي.
په جاپان کې هیروشي اونو وارله مخې یو څه بدلون لیدلی دی.
"دیرش سلنه جاپاني نارینه اوس د پلارتوب رخصتي اخلي. دا پخوا نږدې صفر وه."
هغه وايي: "دا ښیې، چې خلک خپلو هوساینې ته ډېر لومړیتوب ورکوي."
کارن لو هم موافقه ده: "د لومړي ځل لپاره کارکوونکو په رېښتیا سره مقاومت پیل کړی او څومره، چې دوی ځوان وي، هغومره دوی د بدلون غوښتنه کوي."
هغه باور لري چې بدلون رامنځته کېږي:
"په لومړي ځل کوویډ موږ ته پام وړ ټکی راوښود. زه هیله لرم، چې راتلونکې به د څلورو کاري ورځو اونۍ وي."











