د ګوزڼ نویو پېښو طالبان کور په کور د پولیو ضد واکسین کمپاین ته اړ کړل

واکسین

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي‌بي‌سي

په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین وروستی کمپاین په داسې حال کې د طالبانو په امر کور په کور پیل شو چې سږ ۲۰۲۴میلادي کال تر دې دمه د دغې ګوډوونکې ناروغۍ نهمه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت بیا وايي سږکال یوازې په چاپېریال کې د پولیو وېروس موندل شوی، خو څوک پرې اخته شوي نه دي.

خو د روغتیايي نړیوال سازمان (WHO) په مشرۍ د پولیو د له منځه وړلو نړیوال پروګرام (GPEI) راپور او دوو نورو باوري سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې، چې لویه برخه یې سوېلي ولایتونو کې دي.

نیاز محمد سرحدي د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چي دوه کلن زوی یې د هغو نهه کسانو منځ کې دی، چې تازه د پولیو ( ګوزڼ) په وېروس اخته شوي دي.

نوموړی وايي سره له دې، چي هر ځل یې خپل ماشوم ته د ګوزڼ ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړي، خو د ده په خبره زوی یې د پرله پسې نس ناستي او کولمو د رنځ له کبله د پولیو وېروس پر وړاندي بې‌وسه او په دې ناروغۍ اخته شو.

دی وايي، "زوی مي د شپږو میاشتو و چې کولمو کې يې چرک پیدا او له هغه راهیسې ناروغ او کمزوری دی، کله چې روغتون کې بستر شو او ډاکټرانو یې معاینات وکړل معلومه شوه، چي هغه ګوزڼ وهلی دی."

د روغتیا د نړیوال سازمان په مشرۍ د پولیو د له منځه وړلو نړیوال پروګرام د راپور له مخې روان ۲۰۲۴ میلادي کال کې تر اوسه په افغانستان کې د ګوزڼ نهه پېښې ثبت کړي چې درې پېښې یې تېره اوونۍ په سوېلي کندهار کې وې.

د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې په کندهار، دوې هلمند او یوه یوه نورستان او کونړ کې ثبت شوې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت دغه شمېرې نه تائیدوي او وايي د ګوزڼ وېروس څو چاپیریالي مثبتې پېښې ثبت شوې.

کور په کور کمپاین

واکسین

د عکس سرچینه، AFP

خو داسې ښکاري، چې د طالبانو حکومت هم د پولیو یا ګوزڼ د وېروس خپرېدو ته اندېښمن دی او په غبرګون کې یې په لومړي ځل واک ته له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې کور په کور د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پلي کولو ته اجازه ورکړې.

د کندهار د عامي روغتیا مرستیال ډاکټر نجیب الله داوري بي بي سي سره خبرو کې وویل د دې لپاره، چې ماشوم په چاپېریال کې د شته پولیو وېروسه خوندي او په منظمه ډول واکسین شي د ریاست الوزرا په امر یې کور په کور د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینونه پیل کړي دي.

نوموړی وايي، "وړاندې د واکسین کمپاین جومات په جومات ترسره کېده، خو له دې وروسته به دغه کمپاینونه کور په کور ترسره کېږي، څو ټولو ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین ورسېږي، څو د ګوزڼ د مثبتو پېښو مخ ونیول شي."

ښاغلی داوري له پاکستانه د نویو کډوالو د راتګ له اړخه اندېښنه ښيي، ځکه د ده په خبره د دغه کډوالو لویه برخه د پاکستان له هغو سیمو افغانستان ته راځي، چې په کې د ګوزڼ پېښې ثبت شوې او یا هم د ګوزڼ ضد کمپاینونه په کې په منظم ډول نه پلي کېږي.

خو نوموړی وايي د دې لپاره چې د پاکستان له اړخه د پولیو وېروس د لېږد مخنیوی یې کړی وي ټولو راستانه شوو ماشومانو ته په صفري نقطه کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکوي.

واکسین

د عکس سرچینه، AFP

بي بي سي ته د پولیو ضد واکسین یو شمېر رضاکارانو منلې، چي دا ځل دوی ته کور په کور د کمپاین ترسره کولو سپارښتنه شوې وه، خو په وینا یې د کورنیو نه همکاري خواشینوونکې وه.

یو رضاکار، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، بي بي سي ته وویل، "د ګوزڼ ضد واکسین وروستی کمپاین سره له دې، چې کور په کور د پلې کولو خبره یې شوې وه، خو موږ اجازه نه درلوده، چې د چا د کور دروازه (ور) وټکوو."

دغه سرچینه وايي د حکومت له اړخه د کمپاین څارونکو هم ورته ویلي، چې یوازي په لوډسپیکر کې له خلکو وغواړي، چې 'خپل ماشومان واکسین کړئ نور له چا سره جبر مه کوئ.'

"وروستی کمپاین له ګڼو ستونزو ډک و، خلکو همکاري نه کوله او ان د ماشوم د نومونو له ښودلو یې هم انکار کاوه، په سیمه کې نوي کورونه جوړ او نوې کورنۍ مېشتې شوې وې، خو موږ یې د ماشومانو نوملړ نه درلود."

د ګوزن ضد واکسین کمپاین دغه رضاکاره وائي لسګونه رد کورنۍ په سیمه کې وي، چې خپلو ماشومانو ته یې د واکسین له ورکولو ډډه کوله.

یو شمېر سرچینو بي بي سي ته دا هم ویلي، چې د ګوزن ضد واکسین وروستي کمپاین کې مبلغین هم نه وو؛ ځکه پر هغوی معاش بند شوی دی.

دغو سرچینو همداراز بي بي سي ته وویل، د یوې ولسوالۍ په هغه سیمه کې، چې د ګوزڼ ضد واکسین د پلې کولو مسولیت لري د شاوخوا ۲۰۰ ماشومانو کورنیو د رد او یا هم په کور کې د نشت ځواب ورکړی.

واکسین

د عکس سرچینه، AFP

د ګوزڼ ضد واکسین پر وړاندې بې باوري او حساسیتونه په افغانستان کې تېرو دوو لسیزو کې پراخ وه سره له دې، چې د وخت حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو د خلکو د قانع کولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخیستی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي ددې لپاره، چې په افغانستان کې ټول ماشومان د پولیو له وېروس نه خوندي پاتې شي باید ټول خلک د ګوزڼ ضد واکسین په کمپاینونه کې پراخه مرسته وکړي.

"سږکال د پولیو انساني مثبته پېښه نشته، خو ځینې چاپېریالي سمپلونه مثبت دي او د هغو په خاطر موږ هڅه کوو د واکسین په ورکړې سره ماشومان له دغه وېروسه خوندي کړو."

د طالبانو د حکومت د روغتیا لوړپوړو چارواکو د قطر پلازمېنه دوحه کې د پولیو یا ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام اړوند د تخنیکي مشورتي ناسته کې تمه ښودلې وه ۲۰۲۴ کال به په افغانستان کې د ګوزڼ جړې وباسي.

دغو چارواکو ویلي وو، چې اوسمهال په ټول افغانستان کې داسې سیمه نشته، چې ماشومان یې د ګوزڼ ضد واکسین دوو څاڅکو ته لاسرسی و نه لري او همدې موخې ته د رسېدو لپاره به د چارواکو په خبره ټول افغانستان کې څلور ملي کمپاینونه وشي.

خو د هلمند د اوسېدونکی نیاز محمد، چې دوه کلن زوی یې تازه ګوزڼ وهلی په دې باور دی، چې د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه یوې ټولیزې هڅې ته اړتیا لري چې دده په خبره د پوهاوي او واکسین تر څنګ ټینګ هوډ ته هم اړتیا شته.